تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تر انتخاباتو مخکې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې امکان نه ویني.
ښاغلی محب وايي، بین الافغاني خبرې ښايي د امریکا او طالبانو ترمنځ تر روانو خبرو هم اوږدې شي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې، چې اوس یې نهم پړاو روان دی، څه باندې یو کال پخوا پیل شوې وې. دواړه خواوې تمه لري چې تر سپټمبر پورې به نهايي موافقې ته ورسېږي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، «د امریکا او طالبانو خبرې اترې، چې پر محدودو مسلو بحث کېده، له یو کال راهیسې دوام لري، خو د دې لپاره چې د طالبانو او حکومت ترمنځ په خبرو کې به لا زیاتې مسلې شاملې وي، ممکن لا زیات وخت وغواړي.»
محب زیاته کړه، د امریکا او طالبانو خبرې د سولې لومړنی پړاو دی او اصلي پروسه په بین الافغاني خبرو کې پیلېږي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، په بین الافغاني خبرو کې به پر حکومتولۍ، په دولت کې د مشارکت او ګڼو نورو مسلو بحثونه وشي او دا داسې مسایل دي چې ورباندې موافقې ته رسېدا اسانه کار نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ضمني ډول ویلي چې د خپل امارت د بیا واک ته رسولو هڅه کوي. له همدې کبله یو شمېر کتونکي له ښاغلي محب سره همنظره دي چې د امریکا او طالبانو تر خبرو به د طالبانو او حکومت په شمول د نورو افغانانو خبرې لا ډېرې لانجمنې او اوږدې وي.
د ښاغلي محب په وینا، د بین الافغاني خبرو هدف دا دی چې په هغو کې شاملې خواوې تفاهم ته ورسېږي او په نتیجه کې یې طالبان په واک کې شامل شي.
ده بې له دې چې د امریکا نوم واخلي وویل«د سولې په اړه د افغانستان د راتلونکې په اړه زموږ نظر له خپلو نورو شریکانو سره توپیر لري. نور په دې فکر کوي چې طالبان ورته ګواښ نه وي؛ خو موږ د داسې سوله ییز، امن، مترقي، او عزتمن افغانستان غوښتونکي یوو چې نور په هغه کې جنګ نه وي.»
که څه هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ځلونو ویلي چې له طالبانو سره د سولې په مذاکرو کې په څلورو موضوعاتو: د ځواکونو د ایستلو مهالوېش، له افغانستانه لوېدیځوالو ته د ګواښ نه پېښېدو تضمین، اوربند او بین الافغاني خبرو بحث کوي خو طالبان بیا بیا وايي چې یوازې په لومړیو دوو موضوعاتو له امریکایانو سره ږغېږي.