تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، چې قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې یو شمېر ټکو سره افغان حکومت مخالف دی او ملاحظات پرې لري چې له طالبانو سره به یې په خبرو کې مطرح کړي.

ښاغلي محب نن (  شنبه کب ۱۰ ) کابل له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې له یو شمېر ټکو سره افغان حکومت مخالف دی.

هغه وویل چې د سولې تړون کې د بېلګې په توګه په متن کې د “اسلامي امارت” اصطلاح لیکل شوې چې دوي ورسره مخالف دي.

نوموړي زیاته کړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون کې اسلامي امارت لیکل شوي، خو بیا د متن کې په قوس کې لیکل شوي چې د اسلامي امارت کلمه امریکا ته د منلو وړ نده.

دا په داسې حال کې ده چې نن د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې په لسمه نېټه قطر هېواد کې طالبانو او امریکا ترمنځ سولې هوکړه د ملا برادر او زلمي خلیلزاد لخوا شوه.

دې سره هم مهال کابل کې ولسمشر غني د امریکا د دفاغ وزیر مارک اسپر او د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبړګ سره ګډه ناسته وکړه، او دغه لړ کې یې امریکا او افغان حکومت ګډه اعلامیه خپره کړه.

د افغان حکومت او امریکا ترمنځ په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې له طالبانو سره د امریکا تر هوکړې وروسته به امریکايي ځواکونه د څوارلس میاشتو په اوږدو کې افغانستان پرېږدي.

بخوا طالبانو قطر کې رسنیو ته ویلي چې د سولې تر هوکړې وروسته به د طالبانو پنځه زره بندیان هم خوشې کړل شي.

که څه هم د افغان حکومت او امریکا ترمنځ ګډه اعلامیه کې د طالبانو د بندیانو د خوشې کېدو په اړه څه ندي ویل شوي، خو تر دې مخکې د افغان حکومت یو شپږ کسیزه پلاوی قطر ته د همدې موضوع لپاره استول وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *