تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲مه: د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د عدم انسلاک د اتلسم کنفرانس په حاشیه کې د ایران او اذربایجان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان پر سوله او وضعیت بحثونه کړي دي.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر المر ممیادیاروف، ښاغلي محب ته په لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو د پراختیا بلنه ورکړې او د سیمې په کچه یې د ټاپي په څېر د مهمو پروژو د ابتکاراتو په دوام یې ټینګار کړی دی.

همدا راز محب د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره هم د افغانستان د سولې په تړاو د وروستیو بدلونونو حال شریک کړی او یو تر بله یې په دې تړاو بحث کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *