تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۷مه: د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په تهران کې د سیمې د هېوادونو په کچه امنیتي غونډې ته په وینا کې ویلي، د افغانستان په شمال ختیځ کې یې پر داعش او د ترکستان اسلامي جنبش پر ډلو درانه ګوزارونه کړي دي او ګڼ جنګیالي یې پاکستان ته تښتېدلي دي.
د ملي امنیت د سلاکارانو په کچه د روسیې، چین، تاجکستان، ازبکستان، ایران، هند او افغانستان دغې ګډې غونډې ته په وینا کې ښاغلي محب زیاته کړې، افغانستان یوازنی هیواد دی چې له پرمختګونو سره سره یې د ترهګرو لخوا درانه زیانونه لیدلي دي او افغان ځواکونه لاهم په دې جګړه کې قرباني ورکوي.
ښاغلي محب سیمې ته خبرداری ورکړی چې د سیمه ییز ثبات لپاره یوازنۍ لاره دا ده چېله افغان ځواکونو ملاتړ وشي: (( داعشیان د افغان ځواکونو په میړانه او اراده په لوی تعداد کې تسلیم شول او د نړۍ په هیڅ ګوټ کې به یې داسې ماته نه وي خوړلي لکه افغانستان کې چې مات شول.))
خو د محب په خبره طالبان هغه ترهګره ډله ده چې نورو تروریستيډلو ته یې د ترهګرو کړنو او عملیاتو زمینه برابره کړې ده: (( له طالبانو سره د منځنۍ اسیا ترهګرې ډلې، د قفقاز، جنوبي اسیا، عربي هېوادونو، چین، ایران او نورو سیمو ترهګر یو ځای فعالیتونه کوي))
نوموړی وايي، افغان ځواکونو د شرقي ترکستان او داعش لوی شمېر جنګیالي وژلي، لوی شمېر یې تسلیم شوي دي خو په وینا یې چې ځینې پاکستان ته هم تښتېدلي دي اویا له طالبانو سره یو ځای شوي دي.
د محب په خبره افغان حکومت د اووه ماده ییز پلان له مخې د سولې ټولو هلو ته هرکلی وايي او په دې برخه کې له طالابنو سره مستقیمو او رسمي مذاکراتو ته چمتو دی.
په ایران کې د سیمې هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو کنفرانس د تهران په کوربه توب دویمه هڅه چې د سیمې د امنیت لپاره یې کوي.
تر دې وړاندې د روان کال په اکتوبر کې هم د تهران په کوربه توب د سیمې یو شمېر هېوادونه د سیمه ییز امنیت د ټینګښت په هکله بحث ته راټول شوي وو.