تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۲ مه: د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، حکومت غواړي د افغان پوځ ځانګړي ځواکونه لا ښه تجهیز او قوي کړي.
هغه وایي د افغان پوځ ځانګړي ځواکونه توانیدلي چې د دښمنانو د ځپلو او د هیواد د آرامۍ لپاره تر ټولو موثر تمام شي او په همدې لحاظ غواړي تر څو دې پوځ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
محب دا خبره لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې کړې او هلته یې په ښکار کلا سیمه کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو له ۳۳۳ مې عملیاتي قطعې د لیدو پر مهال ویلي، چې د هیواد دښمنان په هر ځای کې د دې ځواکونو د نوم په اورېدو وېرېږي او ځای خالي کوي.
له نوموړي سره په دې سفر کې د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین خوشحال سادات او د پولیسو د ځانګړو ځواکونو چارواکي هم ملګري وو.
دوی د یادې قطعې تجهیزات، امکانات او پوځي تیارۍ وکتلې او د هغو عملیاتو ننداره یې هم وکړه، چې د سرتېرو لخوا په تمریني بڼه ترسره شول.
د ملي امنیت سلاکار د سرتېرو نورو ستونزو ته د رسيدو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې ټپیانو ته به یې د سختو ټپونو او ناروغیو په صورت کې په بهرنیو هیوادونو کې د معالجې امکانات برابر کړي.