تاند، چهار شنبه، د عقرب ۸مه: د ملي امنیت شورا سلاکار په کابل کې د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې د سولې په خبرو اترو کې د سیمې د هېوادونو رول مهم بللی او په دې اړه یې د سیمه ییزې اجماع به اساسي اړتیا ټینګار کړی دی.
ښاغلی محب نن د روسیې له سفیر الکساندر مانتیتسکي سره په لیدنه کې له روسیې او ټولو سیمه ییزو هيوادونو څخه د دولت په دولت او د سولې پروسه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
ښاغلي محب همدا راز د حکومت د سولې د نوې طرحې په عملي کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، لوی او نږدې هېوادونه یوازې په افغان سوله بلکې له افغانستان سره د تودو اړیکو په پاللو کې هم ښه رول ادا کولی شي.
ښاغلي محب زیاته کړې، د سولې په نوې طرحه کې د سیمې له هېوادونو سره اجماع او د هغوی هوکړه حاصلولو د افغان حکومت د تګلارې اساسي ټکو کې راځي.