تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې د کابل د تېرې شپې حمله به بې ځوابه پرېنږدي.
محب په یوه بیان کې دا برید وغانده، ویې ویل چې حکومت به په ښار کې د حملې په وړاندې چوپ پاتې نه شي او د بېګناه خلکو د وینو بدل به واخلي.
ده وویل، حکومت ژمن دی چې د پېښې په اړه دقیقه څېړنه وکړي او د دې جنایت عاملان باید پوی شي چې د دوی جنایت به بې ځوابه پاتې نه شي.
څرګنده نه ده چې د افغانستان حکومت به په څه ډول له طالبانو څخه انتقام واخلي. تر دې پخوا د افغانستان حکومت د طالبانو د ورته اقداماتو په وړاندې عکس العمل نه دی ښودلی.
خو دا احتمال شته چې د افغانستان حکومت هم له هغه تاکتیکه کار واخلي چې پاکستان یې اخلي. پاکستان له هرې تروریستي حملې وروسته په خپلو محبسونو کې یو شمېر بندي طالبان په دار خېژوي.
د طالبانو له څرګندونو داسې ښکاري چې ۲۵ زره غړي یې په افغانستان کې بندیان دي.
په همدې حال کې ولسمشر غني اړوندو ادارو ته امر کړی چې د پېښې په اړه تحقیقات وکړي او د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړي.
طالبانو د دې برید، چې ۴ تنه پکې وژل شوي او ۱۱۳ نور ژوبل دي، مسوولیت په غاړه واخیست او ویلي یې دي چې د کورنیو چارو وزیر په توګه د امرالله صالح د ټاکل کېدو په غبرګون کې به داسې نور بریدونه هم وکړي.
هر عمل عکس العمل لري، خو زمونږ څلور کلن حکومت تر اوسه د یو برید په مقابل کې کوم عکس العمل ندی ښودلی. لکه څنګه چې طالب د پاکستانه راځي او تا پخپل کور کې وژني ته ولی هغه په پاکستان کې پخپل کور کې نه وژنې. هغه بویناک بدن،خیرن مخونه، سپګن ویښته او پلاستیکي چپلکو سره دلته تا پسې راځي، مګر ته درویشي کړی، پيسه دار، په هر قسم وسلو مجهز، د نړیوالو ملاتړ نه برخمن ولې نشې کولی چې دا خیرن د راتګ نه مخکې پخپله خیرنه کوټه کې ووژنې؟ دلیل یې څه دی؟ افغانیت، ایمان او غیرت درنه تلی او که چا دې لاس نیولی؟