تاند، چهار شنبه، د عقرب ۸مه: د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د کونړ په ناړۍ کې جګړه د پاکستان د خودخواهۍ نتیجه ده او افغانان به د خپل حریم او خاورې د ساتلو لپاره په جدیت مبارزه وکړي.

د ملي امنیت شورا تاند ته په دې اړه په یوه استولې اعلامیه کې د حمدالله محب له قوله ویلي، د کونړ د ناړۍ په جګړه د امنیتي سکټور له مشرانو سره تېره ورځ سه شنبه ناسته او مشورې هم شوې دي.

حمدالله محب وايي، د کونړ په ناړۍ کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه روانه جګړه د پاکستان د خودخواهۍ نتیجه ده، خو ټینګار یې کړی چې د پولې پر سر راپورته کېدونکو مسایلو ته به جدي توجه کېږي.

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د اوونۍ له پیل راهیسې د پاکستاني پوځیانو او افغان ځواکونو نښتې روانې دي چې تر اوسه په کې پاکستاني لوري د شپږو پوځیانو په ګډون د خپلو ۱۱ کسانو ژوبله منلې او افغان لوري ته هم درې مېرمنې او شپږ نور ملکیان ټپيان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *