هېڅ مې ياد نه دي، چې کله ورسره مخ شوم؛ خو د بهير په برکت سره ورو ورو اشنا شوم. کله ناکله به يې چې زما ليکنه خوښه شوه؛ نو فون به يې راوکړ او زه به يې ښه ډېر وهڅولم. د (څو انتخابه) په چاپ کې له غضنفر صاحب سره سره د ده هڅونې لاس و، چې وخت په وخت يې پوښتنه کوله، چې کتاب څنګه شو.
يوه ورځ مو په راديويي مجله کې د ده پر ناول(ځوروونکي) خبرې کولې. ما يې د ناول له ليدلوري سره مخالفت وکړ. ده ځواب راکړ او تر خوندور بحث وروسته مو انډيوالي پخه شوه.
شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې ابراهيم شينواري د نوي نصاب پر نغري سره راټول کړو. نثار صاحب، چې د نصاب تجربه لرله، ځاى پر ځاى يې انکار وکړ او په زړه زړه کې يې زموږ د دواړو په سادتوب ښه وخندل؛ خو موږ دواړه د مسووليت پر نرۍ لار روان شو.
لومړيو کې لکه له ده سره د مخامخېدو د همېشنۍ تجربې په توګه ما حس کړه، چې دا څنګه تيږه شخص سره مخ يم. زه ورته ټوکه وکړم. وايم، چې دى به اوس په بغ بغ وخاندي، دى صرف يوه موسکا وکړي. دې ساړه چلن يې خوند نه راکاوه؛ خو ورو ورو چې راسره اشنا شو او له زهرپاشۍ مې مطمين شو، نو راخوږ شو. غوږ ته به يې په ډک ورکشاپ کې کله ناکله خوله رانېژدې کړه او هغه ټوکه به يې وکړه، چې زما برداشت به يې د ده په اړه ولړزاوه.

ما يې له چلنه قضاوت وکړ، چې سړى د ژوند په اړه له زبردست معقوليت نه کار اخلي. زبردست ځکه وايم، چې زياتوالى او ښه والى پکې غبرګ انځور کړم. احساسات يې کنټرول ساتل؛ خو ځينې داسي خبرې وې، چې دى يې احساساتي کاوه. لکه سياسي ايډيالوژي او ملي ګټې؛ خو له ما سره يې په ناسته دومره تاثر واخيست، چې ګوزاره سره کولى شو.
د ژوند په اړه د ده معقوليت او ناجذباتي چلن د ده په ادبي کار کې هم ښکاري. لنډې کيسې او ناولونه ليکي. شاعري هم کله ناکله کوي؛ خو داسې ښکاري، لکه لار يې چې راغلطه کړې وي. ما درک کړه، چې په ژوند کې يې ډېره هڅه دا وي، چې څنګه يې منظم او د عقل تابع کړي. څنګه لوستونکى له کنډوکپرو نه بچ کړي او پر پاخه سرک يې روان کړي. دا نه چې په ژوند کې د احساساتو له اهميته نه دى خبر؛ خو هغه احساسات نه خوښوي، چې عقل مغلوبوي. هر څه د عقل په کنټرول کې ښه دي.
که چا به يې ستاينه وکړه، چې ستاسو کيسې او ناولونه لولم، ډېر مې خوښ دي؛ نو ما به فکر کاوه، چې اوس به دى څومره احساساتي کېږي او دوه چنده مينه به ښيي؛ خو باور دې وشه، چې تر يوې نرۍ پښتني حيا او (قربان مو شم) جملې پرته مې پکې څه نه ليدل. دا حال يې تقريبا په همدې شکل له هغو کسانو سره هم و، چې د ده په تخلص کې به له مغالطې سره مخ و:
-استاده، خوشحاله شوم، چې تاسو مې وليدئ.
-بښنه غواړم، زه هغه استاد نه يم.
بل به راغى:
– استاد احمد شاه زغم؟
-ببخشيد ما محب زغم استم. داکتر محب زغم.
سړى به نور هم حيران شو، چې ډاکټر دلته څه کوي؟ خو زه دې ته حيران وم، چې د دومره کيسو او ناولونو د ليکوال او د ډېرو ښو کتابونو د ژباړن له نامه سره دا خلک ولې داسې نااشنا چلن کوي، لکه تازه چې له مريخ نه راکوز شوى وي؛ خو ما ته پته ولګېده، چې ډېر خلک مطالعه نه کوي.
تر دې ځواب وروسته به يې ما پرمخ د غوسې يو مهين تاثر وليد، چې ده به په نرمه موسکا کې پټ کړ. ما هم موقعه نه مس کوله. ما ويل، ډاکټر صاحب! ته خو بختور يې يو څو کسه درباندې غلط شي. ما ته خو ټول فيسبوک د خداى په عذاب اوښتى. چې چېرته څوک د چا عکس ته کمنټ وکړي، چې(ښکلى دى). ما ته مېسج راشي، چې (you are mentioned by…) او له دې سره ما احساس کړه، چې ډاکټر صاحب کله ناکله خاندي هم.
د نصاب دومره کار نه و. چې لږ به فارغ شو، پر داستانونو او کتابونو به مو خبرې کولې، چې دا ناول ښه دى، دا خراب دى. ورو ورو مو ترمنځ د تفاهم مزى وغځېد. تېره ورځ يې راته مېسج پرېښى و، چې استاده، ټول تا ته منتظر دي، چې قرارداد امضا کړې. ما ويل، زه خو لا نه شم درتلى او دا خبره مې ورته په داسې يوه مثال کې وکړه، چې که چا د خپلې استادۍ لېبل ته متوجه کولاى نه، دلته مې هم ليکله او ښايي ورته خندلي مو واى؛ خو د ډاکټر صاحب په اړه مې دومره تصور وکړ، چې بس شونډې به يې سره غځېدلې وي؛ خو قانع شو او همدا زما موخه وه. البته، کله کله وايم، د ځينو خلکو خندول انسان ته بېخي په يوه چېلنج واوړي او چې چېلنج څومره سخت وي، په مقابل لوري کې تر هغې زيات قوت پيدا کوي۔
چارلي چپلين لور ته له درده ډک اوږده ليک ليکلى او په ژوند کې هم د سړي تجربه وشي، چې ډېره خندا او ډېرې ټوکې د يوه ژور غم د پټولو هڅه وي. محب زغم په دې هکله سم دم سپېڅلى مسلمان دى. تخلص او دى سره خټه ګټه لګېدلي دي. د معقوليت او زغم غر دى. زموږ ټولنه ډاکټړ زغم لري؛ خو ارمان چې زغم يې هم لرلاى.
د محب زغم په ټول کار کې ما دا رواداري ليدلې، چې د مذهب په ګډون هر کار ته د مينې د يوه تار په سترګه ګوري. کله چې څوک مذهب په لاس کې واخلي او د جبر استفاده ترې کوي؛ نو بيا يې نه زغمي او د دې خبرې شاهدان يې ژباړې او کيسې هر څه دي. که محب زغم ته ورنېژدې شئ، همغه درد به پکې وګورئ، چې خوشال يې په هره يوه مذهب کې ګوري او اسلام يې غواړي، ځکه اسلام د انتشار دين نه دى.
د محب زغم سبک د ده د شخصيت غوندې ارام او نرم دى، لکه ارام سيند، چې په ژورو کې يې مرغلرې پيدا کېږي؛ خو شور نه کوي. پښتو ادب دې ناز کوي، چې داسې ليکوال يې پالي.
ښاغلي اجمل ښکلی،
د لیکنې وروستۍ غونډلې دې دېرې اغیزمنې دي.
” د محب زغم سبک د ده د شخصيت غوندې ارام او نرم دى، لکه ارام سيند، چې په ژورو کې يې مرغلرې پيدا کېږي؛ خو شور نه کوي
بریالي اوسئ. “