تاند، دوشنبه، د میزان ۸مه: د ولسمشر غني د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محبب له انډیپینټ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، افغان ځواکونو پر ولسمشریزو ټاکنو د ممبۍ د بریدونو په څېر خطرناک بریدونه خنثی کړي دي.
ښاغلي محب ویلي، طالبانو غوښتل په یو وخت کابل کې د څو ډلې وسله والو په ګمارلو څو هدفونو باندې بریدونه وکړي، خو دوی یې د مخنیوي په عملیاتو کې ۱۴ طالبان نیولي دي: (( موږ د دغو بریدونو لپاره ګمارل شوي ۱۴ کسان نیولي دي، وسلې او چاودېدونکي توکي هم ورسره وو، دوی مو له اوونیو راهیسې تر څار لاندې نیولي وو.))
د ډاکټر محب په خبره که طالبان په خپل پلان کې بریالي شوي وای، دا به په نړیواله کچه لوی بریدونه وو، خو په وینا یې له ښه مرغه چې د سختو اقداماتو له برکته د دغو بریدونومخه ونیول شوه او ټاکنې په ارامه فضا کې ترسره شوې: (( دوی کابل ته راداخل شوي وو، هڅه یې کوله داسې ځایونو ته ننوځي چې هلته بهرنیان مېشت وي او په یو وخت څو بریدونه ترسره کړي، تاسې فکر وکړئ که دا بریدونه شوي وای، څه به پېښ شوي وو.))
د ممبۍ بریدونه په ۲۰۰۸ کال کې د بهرنیانو پر څو مېلمستونونو او هوټلونو شوي وو، چې له ۴۰۰ زیاتو کسانو ته یې په مرګ ژوبله اړولې وه.
بلخوا انډیپیډینټ ورځپاڼه په کابل کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو د یو چارواکي له قوله هم تاییدوي چې طالبانو داسې بریدونه تنظیم کړي وو چې د ممبۍ له بریدونو او په کابل کې د ګرین ویلیج له بریدونو هم خطرناک وي: (( موږ داسې انګیرله که دا بریدونه د ټاکنو په ورځ وشي دا به د کابل له وروستي ځانمرګي برید څخه هم زیاته مرګ ژوبله ولري، ځکه احتمال موجود و چې څو همغږي بریدونه به ترسره کېږی، دا به د پاریس او ممبۍ له بریدونو خطرناک وای.))
دغه بهرني چارواکي د افغان ځواکونو هڅې ستایلي چې د دغو بریدونو مخه یې تر ټاکنو وړاندې ونیوله: (( موږ له افغان ځواکونو سره کار ته اماده وو، خو باید ووایم چې افغان ځواکونه په دې ورځو کې ټول عملیات پخپله کوي.))
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو لا د حمدالله محب د څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو ادعا یې کړې چې د ټاکنو په ورځ یې ټول هېواد کې ۵۳۰ بریدونه کړي دي، خو امنیتي بنسټونه بیا وايي، په دغه ورځ ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي ۲۷۳ پېښې شوې دي چې ۹۱ یې د ټاکنو په پروسه بریدونه وو.