تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۷مه: د ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب د ناټو له ملکي استازي نیکولاسکي سره په لیدنه کې ویلي، چې طالابن د سولې او جګړې په تړاو واحد نظر نلري.
دغه لیدنه چې نن ترسره شوې ده په اړه یې تاند ته د ملي امنیت شورا په استولې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو مشرانو په کې د افغان سولې او جګړې په اړه بحث کړی دی.
حمدالله محب ښاغلي نیکولاسکي ته ویلي، افغان حکومت د هر چا په نسبت سولې ته زیاتې هڅې کړې دي او لا هم ژمنتیا ورته لري، خو په وینا یې د سولې په اړه د طالبانو نیت له شک څخه ډک دی، ځکه د ښاغلي محب په اند طالبان د سولې او جګړې په تړاو واحد نظر نه لري.
ښاغلی محب زیاتوي: (( د طالبانو سیاسي مشران، جنګي مشران او په جګړه کې بوخت جنګیالي په فکر او عمل کې سره اختلاف لري، همدا وجه ده چې له طالبانو سره د سولې تماسونو مثبته نتیجه نده ورکړې.))
ښاغلي محب دغه راز ټینګار کړی چې اړتیا ده لومړی باید د سولې تر خبرو وړاندې اوربند وشي او بیا افغاني مذاکرات پیل شي، تر څو روښانه شي چې طالبان په خپلو پریکړو کې تر کومه حده رښتیني او باصلاحیته دي.
په دې لیدنه کې د ناټو ملکي استازي نیکولاسکي بیا ټینګار کړی دی چې د افغانستان بحران له خبرو پرته بله لار نلري.
نوموړي ویلي چې ناټو سازمان تل د افغاني هوکړې ملاتړ کړی دی او له افغان حکومت سره به ټولو کړیو هوکړو او تړونونو ته ژمن وي.