د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي؛ موږ چي د شوروي غلامي ونه منله؛ نو د پنجاب خو ناممکنه ده! د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، طالبان د پاکستان نیابتي جنګیالي او ګوډاګیان دي، خو په وینا يې افغانان به هیڅکله د پاکستان غلامي ونه کړي. محب د امریکا د بهرنیو چارو یو فکري بنسټ ته په وینا کي ویلي، که افغانانو د شوروي اتحاد غلامي ونه منله؛ نو د هغه هيواد غلامي خو هیڅکله نه مني چي، خپلو خلګو ته ان ډوډۍ هم نه سي ورکولی. محب ویلي چي طالبان له هیچا(افغانستان، امريکا) سره سولي ته چمتو نه دي. دی وايي؛ طالب ډله یوازي پر افغانستان واک ټینګول او حکومت کول غواړي، هغوی د خپلي فتحي د تقریرونو په چمتو کولو بوخت دي. محب بله جالبه او سپينه دا کړې چي ویلي يې دي، شورویان تر طالبانو څو چنده ښه وو، د ده په وينا ځکه هغوی د ودونو په هوټلونو بریدونه نه کول. د پر زياته کړې؛ هغوی کم تر کمه زموږ بنسټونه راته جوړول، خو طالب ډله دا هر څه ورانوي. دلته دوې خبري د فکر وړ دي.
لومړی د واشنګټن د سرسخت سيال روس ستاينه د هغه پر خپله سينه؛ چي امريکا يې کله هم زغم نه لري او ددې خبري ګټه دا کيدای سي، تر څو امريکا وپوهوي، چي افغانستان ستاسو سره د ستراتيژيکي ملګرتيا په شتون کي هم، ستاسو د سيال يادونه او ستاينه کوای سي. يعني د خپلواکۍ تر څنګ دا ترې تعبيريږي، چي افغان حکومت امريکا ته ور پام کړه، چي ستاسو د ملګرتيا ځای زموږ زوړ ملګری روس هم نيوای سي. نو بناً زموږ په چارو کي بايد افراطي مداخله ونه کړی.
دوهم په څرګندو الفاظو ويل چي موږ د پاکستانۍ ادارې غلامي نه منو، يعني دا امريکا ته؛ چي ګمان کيږي هڅه کوي تر څو له طالب ډلي سره د سولي په نوم؛ د کابل واک پنجاب ته سپاري، يو ډول غير مستقيمه اشاره وه، چي محب وکړله. دلته محب امريکا ته په غير مستقيمه توګه وايي چي، د افغانستان پر سر له هيچا سره معامله نه سی کولای. محب دي ژوندی وي؛ ما خو يې خبري دا ډول تحليله وای سوې. احمدشاه ساحل (غير ډيورنډ)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *