تاند، دوشنبه، د میزان ۲۲مه: د ملي امنیت شورا مشاور د ولسي جرګې له یو شمېر غړو او د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ سره لیدنې کړې دي.
د ملي امنیت شورا تاند ته د دغو لیدنو په تړاو استولې خبرپاڼه کې ویلي، حمد الله محب په دې لیدنو کې ټینګار کړی دی چې هیڅوک د چا د توهین حق نه لري، خو پولیس هم مکلفیت لري چې قانون پر ټولو یو شان تطبیق کړي.
ښاغلي محب ویلي دي د ملي شورا غړي قانون جوړوونکي دي او ټول ورته احترام لري خو دوی باید په قانون تر هر چا زیات پوه شي.
ښاغلي محب د کورنیو چارو له سرپرست وزیر مسعود اندرابي، امنیتي معین خوشال سادات سره هم په لیدنه کې ویلي چې امنیتي منسوبین باید د ستونزې په وخت له خلکو سره له نرمۍ کار واخلي.
د امنیت شورا سلاکار دا خبرې وروسته له هغې کړې دي چې د جمعې په ورځ له پولیسو سره د ولسي جرګې د غړو شخړه راغله.
د دغې لانجې څخه وروسته کورنیو چارو وزارت وویل، د بې نمبرپلیټه موټرو، ناقانونه وسلو او تورو شیشو موټرو پر ضد کمپاین یې لا سخت کړی دی.