له طالب سره د امریکا جګړه پای ته ورسېده. نور ستاسو کار دی، چې له طالب سره څه کوئ.
پنتګان وايي، د ملاعمر په شمول طالبان د دوی مقابل لوری ندی، نو ځکه به دا جګړه ختمه شي.
خو طالبان که د افغان دولت او امنيتي ځواکونو خلاف هر عمل کوي، د امریکا ورسره کار نشته. کله چې سوله ونشي، طالبان د دولت برخه نه وي، د پخلاینې په نام اول پړاو سرته ونه رسېږي، نو د طالب پدیده به څه کېږي؟
ځواب واضح دی؛ طالب به د افغان ځواکونو او دولت پرضد د امریکا د ملګرتیا د پاتې شونو په پلمه جنګ ته دوام ورکړي. امریکایان به د مستحکمو اډو له کړکیو د دې جنګ ننداره کوي او ښايي دا د امریکا لپاره يو په زړه پورې جنګ وي.
یوازې د جګړې اختتام نه چې د امریکا او اورپکو ترمنځ د نوې خېښۍ امکان هم شته، په دې توګه به له ګوانتانامو او ځینو نورو پټو زندانونو آزادېدونکي طالبان یوه نوې پروژه پیل کړي، مالي لګښت به یې امریکا ورکوي، د وسلو چینلونه به ورباندې را پرانستل شي او طالبان به ځانونه بري ته څو لوېشتې لنډ ويني.
په وروستیو کې د طالبانو لپاره د امریکا د سیاست د نرمښت او ملګرتیا د تازه کېدو څو غټې بېلګې موجودې وې، تر ټولو ستره یې د طالبانو لپاره په جنوب او جنوب لودیځ کې د یوې پراخه جغرافیا غوښتنه وه، یعنې په لومړي سرکې به په شپږو ولایتونو حاکمیت ولري او هلته به د خپلې خوښې یو نظام چې څڼې پکې ثواب او خریلې ږيره پکې شدیده ګناه وي، رامنځ ته کړي. هغه وخت پخواني ولسمشر یو قاطع دريځ غوره کړ، امریکایانو ته یې وویل: (( دوه موازي حکومتونه نه زغمو، راشئ ټول افغانستان ورته وسپارئ، بیا به یوه مرجع وي او دا تر موازي حکومتونو د افغانستان په خیر ده.))
بله مهمه موضوع په قطر کې د طالبانو د دفتر په پلمه د اسلامي امارت د سفارت جوړولو موضوع وه، چې تر لومړۍ هغه ژور پکې امریکایان ښکېل وو. په دې کې هم افغان دولت د امریکا په نیت پوه شو، چې یوازې طالبان د نظام د یو سیاسي مزاحمت په توګه مطرح کوي، نو له مذاکراتو څخه د ولسمشر کرزي بایکاټ د دې سبب شو، چې وضعیت بدل شي.
طالبان له دولت د باندې یو مزاحمت دی، که د جنګ په میدان کې وي، یا په سیاسي لحاظ په موازي حکومت کې. طالبان د یو واحد چینل له لارې راوستل غوره لاره ده، له دې پرته هغه جګړه لا هم مقدسه ده، چې د اورپکو ځپل پکې د افغانستان ورځنۍ عادي دنده جوړېږي.
نښانې په ډاګه کوي، چې طالبان په یو بدیل بدلیږي، اما په مطلق ډول نه؛ امریکا طالبانو ته له یوې نیمې لسیزې وروسته بیا موقع ورکوي، چې له لاسه وتلې سیمې او امتیازات خپل کړي. دا ډول طالبان به یو وخت د اوسني حکومت د مهمو کرکټرونو چې هغه وخت به فراریان بلل کېږي، ځای ناستي وي. دا تر ولس زیات د شمالي ټلوالې لپاره خطرناک خبر دی. هماغه کیسه به اپوټه شي، چې شمالي ټلواله تر طالبانو ښه وه – نور به طالبان تر شمالي ټلوالې ښه وي. هر لس کاله وروسته د امریکا اجورتي قراردادیان بدلیږي او ښايي پخوانۍ نظار شورا په سمه کې او په مدني ژوند کې خپل وخت پای ته رسولی وي.