په افغانستان او ډېرو اسلامي هېوادونو کې، د محرم ورځې دي او خلک د رسول الله، حضرت محمد(ص) د لمسي حضرت امام حسین او کورنۍ او ملګرو د شهادت د کلیزې ویر کوي.
له بده مرغه چې د روان محرم په ورځو کې، هم ترهګرو او جګړه مارو په خپلو کې او د نورو مومنینو وینې وبهولې او هم خپله مومنینو د اهل بیت د مینې او ګرانښت په نامه د خپلو وینو ویالې روانې کړې!
مورخین لیکي چې له مکې څخه مدینې ته د رسول الله (ص) هجرت د قمري تقویم پیل او (محرم الحرام) د دې تقویم یا کالیزې لومړۍ میاشت ده. د اعرابو د جاهلیت د وخت په (محرم) کې جګړه حرامه وه او هر ځای به اوربند ټینګ و.
د همدې مورخینو په وینا چې د اسلام له خلفاوو وروسته، امیر معاویه او بیا یزید بن معاویه واکمنان شول، امام حسین، یزید ته له بیعت ځکه ډډه وکړه؛ ځکه چې هغه یې ظالم او ناروا واکمن باله، غوښتل یې چې اسلام د خاینینو، فاسدینو او دیني سوداګرو له منګولو څخه وژغوري او بېرته د رسول الله د وخت اسلام ژوندی کړی. له همدې امله د کربلا په دښته کې جګړې ته اړ شو. د تاسوعا او عاشورا یا د محرم په نهمو او لسمو ورځو کی، امام او ډېر خپلوان او ملګري یې په شهادت ورسېدل او په دې توګه د ظلم او ناروا په ضد لومړنۍ جګړه، که څه هم چې ظاهراً له ماتې سره مخامخ شوه؛ خو تلپاتې شوه او دا دی څه باندې څوارلس پیړۍ کېږي چې هر کال په ساندو، ویر، خپګان او په ځینو مواردو کی په تفکر لمانځل کېږي!
له اوسنۍ جګړې څخه په مخکنی افغانستان کې، محرمونه ډېر عبادي وو. د امام حسین د پاڅون په عواملو او له ظلم او ناروا څخه د برائت، عدالت او ورورولۍ په هکله بحثونه کېدل او محرم د ټولو بلل کېده.
له بده مرغه چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د یو شمیر بهرنیو فکری- سیاسی کړیو د لاسوهنو له امله، عبادي محرمونه ډېر سیاسي شوی او یو شمېر خلک د زور ننداری وړاندې کوي. دا محرمونه د امام حسین د پیام د رسولو محرمونه، نه بلکې د یو شمېر مذهبي- سیاسي سوداګرو او ټوپکیانو مراسم دي چې د پردیو په اشاره، مشوره، پیسو او وسیلو په ځای کېږي!
هغه پردي چې لاسوهنې یې په عراق، سوریه، بحرین، لبنان او یمن کې د لمر په شان روښانه دي او د افغانستان له پاره به هم ډېر خطرناک او خونړۍ عواقب ولري. د فاطمیونو لوا یا د افغانستان د بېوزله تشیع ځوانانو پوځ چې د ایران په لارښوونه او زیار، په سوریه کې د بشارالاسد په ګټه جنګېږي، د همدې سیاسي- مذهبی مراسمو، دودونو، مدارسو، امامانو او توطیو، منطقي پایله باله شي چې موږ یې په ضد همدا اوس منفي غبرګونونه په سترګو وینو او د تشیع وروڼو په تعلیمي او عبادي مراکزو د یرغلونو د ډېروالي او درنو زیانونو شاهدان یاستو!
اوس په دې ټول ښه پوهېږي چې افغانستان د خپل تاریخ په ډېر حساس پړاو کې دی، هر لور د راز- راز قومي، مذهبي، ژبینو او سمتي اختلافاتو د باروتو انبارونه چادونو ته تیار دی او که له ډېر منطقي اعتدال، احتیاط او معقولیت څخه کار وانخستل شي؛ نو ویره شته چې یو ځل بیا ټول لولپه شو!
د افغانستان خلک باید یو ځل بیا مټې ونغاړي او د محرم لمانځل خپل اصل ته وګرځوي. هر کال له مانا، معنویت، محتوی او معرفت څخه تش مراسم ستونزې ډېرولای شي! په ښارونو کې د سیاسي نندارو جوړول، کارواني حرکتونه، تورې جنډې، په ځنځیرونو عبادت او د پردیو د اجنداوو تطبیقول د محرم د لمانځلو مانا نه لري.
د محرم ښه لمانځل دا دی چې د رسول الله ناب اسلام او د امام حسین او نورو درنو شهیدانو هیلې او ارمانونه په پام کې ونیسو، په تورو جامو کې ننوتل، د ویر ویناوې، ژړاګانې، د وینو بهول او سیاسي ماتم څه ګټه لري!
امام د ظلم، فساد او ناروا په ضد تورې ته لاس کړ؛ خو ایا موږ خپله اوس په ظلم، فساد، غضب، ناروا، رشوت، اداري او اخلاقي فساد، غلا، چور او ډېرو نورو کثافاتو کې ډوب نه یاستو؟
ډیر هغه تورمخی شمران، نمرودان، فرعونیان او یزیدان چی اوس د حسیني ویر په غونډو کې اوښکې تویوي، د افغانستان د بشپړې ورانۍ عاملین او د ظلم، وحشت، بربریت او راز- راز غلاوو، غدیو او مفاسدو سرلاري او مشران دي. د امام حسین د لمانځنې مراسم په دې راز خلکو بد ښکاري! چیرته امام حسین او چیرته دا غله او مفسدین او قاتلین!
اوس زموږ دنده دا ده چې ځانونه د امام حسین د هیلو، ارمانونو، غوښتنو، پاڅون او شهادت په اصلي معانیو او فلسفه پوه او هڅه وکړو چې په خپلو فکرونو، شخصیتونو او ظرفیتونو کې د مثبت بدلون او پرمختګ او په خپلو ضمایرو کې د یزیدیانو، فرعونانو او شمرانو د ځپلو، کرکې او شړلو له لارې، د امام رښتیني پالونکي شو. په افغانستان کې د زغم، تفاهم، ورورولئ، اتفاق او ستروالۍ له پاره کار وکړو او د پردیو د راز- راز سیاسي- مذهبي توطیو او دسایسو مخه ونیسو او که نه، یوازي په تورو کالیو، تورو جنډو، ویر، خپګان او ژراګانو باندې نه محرم لمانځل کېږي او نه امام حسین خوشاله
آرینزی صاحب ! ډیر په ځای او ښه بحث مو د اصلاح او اصل ته د وصل لپاره مطرح کړی الله رب العزت ددی اصلاح او دعوت کامل اجرونه درکړی .
دا چی علما وارثان د انبیاء علیهم السلام بلل شوی دا میراث دا دی چی کله په امت او انسانیت کی انحراف راځی یا حکام د ماانزل الله سره سم حکم نکوی یا نور فسادونه چی علمایی باید ژر درک کړی نو باید امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړی .
خو مع الاسف ډیر داسی شاهد وو، انحرافات او تباهی سر پورته کړی مګر اکثریت علما ویده یا ګنګ وی او منتظر وی چی حکام یی څه غواړی یا د ډلګۍ مشر او انحصاری تنظیمی پالیسی څه غواړی بیا د هغی سره سم ګوډ او مات استدلال صادروی چی د ورثة الانبیاء د مقام سره متناقض وی یا مشکلات نور هم زیاتوی.
موږ د دعوت او اصلاح لپاره څه داعیان درلودل ، هغه هم کوم چی له تنظیمو ، سالم پاتی وو ، خادم المفسدین د کرسیو ،انشعاباتو او مفسدو حکامو په جال کی ونښلول ، همداسی علما او مصلحین هم د ډالری معاشاتو ، لوکس مرکوباتو، موډ او سټایل مسابقاتو ، مقوی او مست کوونکی خوراکونو ، ممنوعه یا حرام مشروباتو او بی فایدی سفرونو د فساد د ترویج (او د نسوار نه تر شراب او نورو رسیدل )، ټول هغه څه وو چی لمړی ۱۴ کاله پری تیر او ویل به یی چی: خوری ! خو بهر ته یی مه وړی، همدا لنډه جمله د نفر اول ، ټول دقت ، اهداف او مششخصات تعریفوی ، چی دا خوړل او شخول ، کلاب (سپیان )هم کولی شی او دا لوی تحقیر او توهین وو، اشرف مخلوقات ته.
رښتیا هم د جهاد غله، دمجاهدینو قاتلان، لوټماران ،معامله ګر او عبدالدینار چی نهایی هدف یی بلند منزل،شهرک،ټاور او په خارج کی پانګونه ده تر اوسه هم ډیری اداری ورباندی ملوث او متعفنه دی ، دا زموږ د مؤمن ملت او مؤمن حکامو مسؤلیت دی چی دا شرمیدلی ، هر چیرته چی وی په ژبه ، قلم او صلاحیت یی مخه ونیسو او ملت ته یی بربنډ کړو تر څو مظلوم ملت دشر نه یی مصؤن او رایه ورنکړی