د روانې جګړې پای خو لا هم د غويي په ښکر کې ده، د وخت سیاسي شنوونکي يې د پای په اړه سره یوه خوله نه دي ، هر سړی یې د خپل لید له زاويې ورته ګورې ، څوک یې تر امنیتي تړون ، څوک یې د امریکا تر وتلو او څوک یې د مشر ملا صیب تر پخلاینې اټکلوي.

خو ځینې افراطي انسانان یې پای ته بېخي لېواله نه دي، بس خو اوږده کشاله ده ګورو چې ترکومه دوام او تر کومه ځایه او تر کومه وخته انجام مومي .

د دې جګړې د پای په اړه د مجهولو نظریاتو تله درنه ده، خو د دې بدو ورځو پیل د هر چا په حافظه کې د تازه موضوع په څېر موجود دی . له همغې ورځې  چې د سرو پلیتو ځواکونو پلیته پښه په دې خاوره  لږېدلې، زموږ زیاتو هېوادوالو د غم او ویر تر چتر لاندې د ژوند ترخې ورځې او شپې سبا کړي او لا هم کوي ، غم او درد یې لیدلی او د زګېرویو اخ یې که چا اوریدلی هم  وي غوږ یې پرې نه دې ګرولی .

 مجبوریت ډېر بد شی دی، روسانو د خلکو په ځورونه لاس پوری کړی و، د چا د مال- سر، ناموس او عزت هېڅ پروا يې نه کوله خپله مرزي یې وه ، چې څنګه یې زړه وه هغسې درتلل. نور په چا کې د ظلم او جبر د زغم تاب نه و پاتې، نر هغه و، چې یا مخ په شرق لاړشي او یا مخ په غرب همداسې وشول، غرب ته نږدې خلک غرب ته مهاجر او شرق ته نږدي شرق ته کډه شول، د مهاجرت شپې ډېر عجیبې غریبې تېرې شوې هر سړی د يوې مړۍ ډوډۍ ګټلو پسې د سهار په شنه خړه له کور وته او د ماښام په توره تیاره یا کامیاب او یا ناکام کورته راته، څوک له خپل ژونده ناهیلي نه و، که چا توره خوړله او که چا سپوره خو بې مینته وه، په خپل زیار او همت یې ګټله او څټله.

موږ ټولنيز مخلوقات یو دا منل شوې خبره ده چې ټولنیز مخلوق ګڼو اړتیاوو ته اړ وي او د انسان نفس انسان دې ته اړباسي چې له هرې ممکنې لارې څخه یې د لاسته راوړلو لپاره زیار وباسي، انسانان په فطري لحاظ د ښه ژوند کولو په هڅه کې دي.

بریالیتوب د هرچا خوښېږي خو هر څوک یې نشي تر لاسه کولی ، د هجرت په وخت کې هر چا دا هیله لرله چې ښوونځي ته لاړ شي او علم زده کړي خو د خیټې غم خلک د زده کړې نعمته محرومه کړي وو، د مهاجرینو لپاره  د دوی په کمپونو کې  جوړ شوي ښوونځي د هغه چا له اولادونو ډک وو چې پلرونه او ورونه یې د جهادي رهبرانو د څنګ خلک وو ، او د جهادي رهبرانو زامن خو له هم هغه اولې ورځې یا بهر ته زده کړو ته لېږل شوي و،  او یا یې همدلته د پاکستان په مشهورو خصوصي مکتبونو او پوهنتونونو کې زده کړې کولې .

دې وطن پلورونکو خپل اصل او فطرت هېر کړی، دوی نه پوهېږي چې موږ د څومره اصیلې او سپیڅلې خاورې بچي یو، د نورو غلامۍ ته یې په بې شرمۍ سرټیټ کړی او خپل لوی ځان یې د وړو او کم اصلو په مخ کې وړوکی کړی او تل یې د خپل هیواد په عزت او عفت سوداګري کړې ده .

آی ! کاش چې لږ مو په خپل ګریوان کې فکر کولی، کاش چې د ښه تحلیل مفکوره مو لرلی، کاش چې د فردي ګټو پر ځای مو د ملي ګټو د ساتلو هڅه کولی، کاش چې په ړندو سترګو مو پریکړې نه کولی، د مهاجرینو د امتیازاتو غټه برخه چا واخيسته ؟

 پاکستان د مهاجرینو او د روسانو د ځپلو په نوم له نړیوالو پړاخ امتیازات واخستل او زموږ د وخت سیاسي لیډران یې په ښه کور ، ښه موټر ، ښه دفتر او ښو نمایشي لقبونو وغولول .

د اوسنۍ او پخوانۍ لوبې محتوا بدلون نه لري، یواځې د سیالۍ لوبغاړي بدل شوي په تېر کې مو د پاکستان د خوښولو لپاره خپل هیواد کنډواله او انساني ارزښتونه مو تر پښو لاندې کړل او اوس مو د امریکا د خوشالولو لپاره حتا ایمان هم بایللی هماغه رهبرانو چې د کافر او مسلمانان دوستۍ ته یې د اسلامي شریعت له مخې هېڅ جواز نه ورکاوه، نن سره په یوه درستخوان ډوډۍ خوري او مجلسونه جوړوي .

جهادي رهبران اوس په پیسو او بنګلو نه مړیږي، له ډالرو يې جیبونه ښه مالا مال دي . د جهاد د وخت کورونه او دفترونه یې خدای خبر چې دایمي وو او که موقتي خو د کابل دنګې بنګلې یې بی له شکه چې خپلې دي او د امریکا په بې دریغه ډالرو یې ښه ډول او سینګار ورکړی. عجیب انصاف دی هغه چا چې موږ ته اسلام تبلیغاوه، د عدل او انصاف په هکله به یې د قرانکریم ایتونه او نبوي احادیث بیانول، اسلام یې د ورورولۍ ، صداقت ، برابرۍ او همکارۍ دین ګاڼه نن هماغه مشر د خپلې سرمایې د غټو بنګلو، زرې موټرو، د لوی مارکېټونو دغصب شوو ځمکو زکات نه ورکوي . هغه چا چې دیني او انساني ارزښتونه تبلیغول اوس د هغې د انصاف، صداقت، برابرۍ او همکارۍ اعمال وګورئ او قضاوت وکړئ ؟

وایي ، ((ولس جـانان کړه نــو د ټول ولـــس جانان به شــي )) اوس یوویشتمه پیړۍ ده اوس چې ځان د ولس جانان کوي دا هڅه دې بېځایه ده ، اوس اوبه له ورښه تېرې دي، ستاسې ظلمونه او جبرونه نه جبرانېدونکي دي، تاسې میلیونونه انسانان  د خپلو حقوقو څخه محروم وساتل او لا مو هم ساتلي، چې دوی اوس هم له محرومیته رنځېږي، ستاسې د ښه ژوند او ښوو کورونو په لیدو ستاسې له لاسه دا محروم وګړي د محرومیت احساس کوي .

One thought on “محروم وګړي / خالد تکل”
  1. ستاسو د لیکنی په تایید اوس ولس ته ثابته شوه چی اصلی خبره څه وه. دا ټول جدوجهد ، مبارزه، دوه میلیونه قربانی تر لسو میلیونو زیات مهاجر، په میلیونونو معلولین چا ورکړل او مزی ، چړچی څوک کوی.
    که څه هم زه له هغو پخوانیو سره بالکل موافق نه یم او هغوی د ټولو بدبختیو اصلی عاملین دی خو حد اقل د دوی ژوند او سرمایه له ولس سره چندان تفاوت نه درلود. ما خویی تر اوسه نه بلډنګونه ولیدل او نه می له کومی خاصی پروژی او سرمایی اوریدلی دی. زمونږ د جهاد ی مشرانو کورونه ، غصب شوی مځکی، شهرکونه، په دوبی کی کورونه ، په کانادا او سویس کی سرمایه ګذاری، دخپلو اولادونو غم خوړل او په بهر کی د هغوی آرامه ژوند، شیعه خانی او قم او نجف پرستی، د پردیو په مټو مطبوعات او تلویزیونونه چلول او د خپلو بادارانو د خوشحالی لپاره هر جنایت او قباحت ته تیاری او عملی کول ، په پټه او ښکاره له پردیو سره تړونونه او غټ ِغټ بمونه پری واچی په شان شعارونه، زه افغان نه یم او د قومونو په منځ کی درز اچول او کورنۍ جګړو ته لاره هوارول او بالاخره دا ګران او محبوب هیواد د تجزیی لوری ته بول – دا ټول د همدغو منافقو او دوه مخو مشرانو لوبی دی چی شپه او ورځ د پردیو په خدمت کی دی. دا په اصطلاح جهادی او غیر جهادی مشران ول چی د افغانانو تر منځ یی تفرقه واچوله، په چایی کمونست نوم کیښود او په چا یی اخوانی او اشرار ، د خپلو هیواد والو ترمنځ یی د یوبل د وژلو قومانده ورکړه او چی زور یی ونه رسیده نو لری او نژدی جنایت کاران او وینو ته تږی قاتلان یی هم دی حشر ته را دعوت کړل، د وطندوستی او خپلوی او ترحم احساس یی د خلکو په منځ کی وواژه او نوی نسلونه یی بیسواده ، بی عاطفی او قصی القلب وروزل او دوی تری منتهی درجی پوری ګټی واخیستلی.
    ځوان نسل باید نور د دوی په هغو پخوانیو او اوسنیو شعارونو ونه غولیږی . بلکه باید خپل سرنوشت د وروری ، مینی او یوالی تر شعار لاندی خپله وټاکی. او دوی لکه د ډیران چرګان په ډیران پریږدی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *