له ښۍ خوا: محسن داوړ او علي وزیر

تاند، یکشنبه، د حوت ۱۸مه: د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړيو هر یو محسن داوړ او علي وزیر ته اجازه نده ورکړې چې کابل ته د ولسمسر غني د لوړې مراسمو ته راشي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه دوه مخکښ غړي اسلام آباد هوايي ډګر کې د پاکستان حکومت لخوا ایسار شوي، او اجازه یې نده ورکړې چې کابل ته راشي.

محسن داوړ او علي وزیر د اسلام آباد هوايي ډګر څخه په یو ويډیويي پیغام کې ویلي چې کابل ته د راتګ په موخه یې ټکټونه هم اخیستي خو د پاکستان حکومت ورته وايي چې اجازه نلري تر څو کابل ته ولاړ شي.
محسن داوړ وایي، د غلام قوم په حیث له دوی سره دغسې سلوک شوی دی.
علي وزیر بیا ولسمشر او افغانانو ته مبارکي ویلې او ویلي یې دي پښتنو ته پاکستان د دویمه درجه وګړو په سترګه هم نه ګوري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه دو مخکښ غړي د ولسمشر غني په بلنه د هغه د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه کابل ته راروان وو، خو پاکستاني حکومت یې مخنیوی کړی دی.

ټاکل شوې سبا دوشنبه د کب میاشتې ۱۹ مه نېټه کابل کې د ولسشمر غني د لوړې مراسم ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *