محسن داوړ

تاند، سه شنبه، د دلوې ۸مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ وايي، منظور پښتین د بنو په جلسه کې د پښتنو د قومي جرګې راټولولو اړوند څرګندونو زنداني کړی دی.

نوموړی وايي، پاکستاني ادارې نه غواړي چې منظور پښتین دومره زور پيدا کړي چې د پښتونخوا ټول قومونه سره په یو ټغر راټول کړی.

محسن دواړ په خپله تازه مرکه کې ویلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د پوځي ادارو د جګړې په کاروبار پښه ایښې ده او همدا لامل دی چې مخه یې نیول کېږي: (( پاکستان زموږ په خاوره باندې د ډالرو لپاره جنګ پیل کړی، د ترهګرۍ پروژې یې پلې کړې، موږ په همغې پسې راپورته شوي یوو، تر څو دا پروژه ختمه نه شي، موږ به هم چوپ نه شو.))

محسن داوړ خبرداری ورکړی چې د پاکستان په پټه پالیسۍ کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د ترهګرۍ دوام ته وده ورکول کېږي.

نوموړي د منظور پښتین د خوشې کولو په تړاو د افغان ولسمشر د څرګندونو هرکلی هم کړی او وايي، د پاکستان د پوځي ادارو اسناد او دلایل د دوی په وړاندې کمزوري دي، ځکه پر دوی د افغانستان د ملاتړ تور لګول کېږي: (( هر څوک چې زموږ ملاتړ کوي موږ یې هرکلی کوو، موږ د پاکستان له تورونو نه ډارېږو، موږ دوی ته وایوو چې ترهګري مه روزئ، زموږ خاوره کې یې مه روزئ، دا هغه څه دي چې د دوی وزیر اعظم هم پرې اقرار کړی دی.))

دا په داسې حال کې ده چې نن به په ټول پاکستان، افغانستان او اروپايي هېوادونو تر څنګ ګرده نړۍ کې پښتانه او بشري فعالانه د منظور پښتین د راخوشې کولو لپاره لوی لاریونونه راوباسي.

محسن داوړ په دې اړه له ټولو مظاهره چیانو څخه د پر امن اوسېدلو غوښتنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *