تاند، دوشنبه، د حوت ۵مه: د ولسمشر غني د بیا ځلې ولسمشرۍ د لوړې مراسمو ته د کوزې پښتونخوا د ملتپالو سیاستوالو په ډله کې د پي ټي ایم مشرانو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
په پاکستان کې افغان سفارت، علي وزیر، محسن داوړ، ثنا اعجاز، افراسباب خټک، محمود خان اڅکزی او اسفندیارولي خان د پنجشنبې مراسمو ته رابللي دي.
په دې اړه محسن داوړ هم ور رسیدلی بلنلیک خپور کړی او لیکلي یې دي: (( مینه په تلو راتلو زیاتیږي، کله راځه کله به زه درځم مئینه.))
محسن داوړ په یو ټویټ کې ویلي: ((ډېره مننه کوم په اسلام اباد کې د اسلامي جمهوري افغانستان د لوی سفارت څخه چې ما ته یې د ولسمشر ډاکټر اشرف غني صېب د لوړې مراسمو کې د ګډون بلنه راکړه،زه به انشاءالله پوره پوره هڅه کوم چې ګډون په کې وکړم.))
ولسمشر غني تېره اوونۍ په ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو د ټاکنو کمیسیون لخوا بیا ځل ولسمشر اعلان او وثیقه یې هم ترلاسه کړه.
ارګ تېره ورځ د یو حکم له مخې اعلان وکړ چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم به د پنجشنبې په ورځ د هارون چخانسوري، شاه حسین مرتضوي، وحید عمر، متین بیک او فاضل محمود فضلي چمتو کړای شي.
Instead of Asfandyar wali, Bushra Gohar should have been invited
پکار وو چی د اسفندیار په ځای يي بوشره ګوهر بللی وه
سلامونه،
پنجابي ریاست او ګوډاګیان … ېې که رښتیا په افغان وطن کې سوله غواړي یا ېې غوښتله ، په کار ده چې ډاکټر منظور پشتین ېې ېېچې بیګناه چکۍ کښې اچولی دی ، د د.اشرف غني غوښتنه او د نړیوالو بشري حقوقو او د عدم تشډد پر بنیاد ریلیز( خوشې ) کړی وای او هغه هم لکه نورو لیډرانو او د پي.ټي ایم د بنسټ ایښودونکي په حیث د ولسمشر په تحلیف کې برخه اخیستې وای!.
هاغه دي درې آتشه پوکستاڼیاڼ!!! . ( نه افغان ،نه هندو نه مسلمان!!!)