محسن داوړ

تاند – د پاکستان امنیتي ځواکونو د پښتون ژغورنې د غورځنګ یو مخکښ مشر، محسن داوړ ایډوکېټ، ونیو او د بنو جېل ته یې روان کړ.

د ټولنیزو رسنیو یوه فعال او د غورځنګ ملاتړي باسط شېراني په خپل فیسبوک لیکلي، چې داوړ د پولیټیکل ایجنټ د ادارې له خوا نیول شوی، د بنو جېل ته روان کړای شوی او د پاکستان د پوځ ګڼ شمېر موټر ورپسې شاته روان دي.

ښاغلي داوړ تېر ماښام /د جون ۶مه/ د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د غورځنګ له برخه والو سره په روژه ماتي کې برخه اخیستې او وینا کړې وه.

وروسته، د غورځنګ په برخه والو د پاکستان امنیتي ځواکونو ډزې کړې وې چې ګڼ شمېر کسان یې په کې ټپیان کړي ول. ویل کیږي چې بیا پاکستاني ځواکونو چاته اجازه نه ورکوله چې د پېښې ټپیان روغتونونو ته ورسوي.

فعالانو د امنیتي ځواکونو چلند د فلسطینیانو په وړاندې د اسراییلي ځواکونو له چلند څخه بدتر بللی وو.

په ټولنیزو رسنیو، د پښتون ژغورنې د غورځنګ فعالانو د محسن داوړ په نیونه خفګان ښودلی او غږ یې کړی چې د داوړ ژوند ته د پېښ خطر مخه دې ونیول شي.

د جون په ۶مه ماښام د غورځنګ یوه بل فعال ډاکټر سید عالم مسود یوې غونډې ته وویل، چې د طالب له نامه څخه یوازې استفاده کېږي او خلک وژل کیږي.

مسود وویل، چې د پښتنو مشرانو له وژنې څخه وروسته به اعلان وشو چې نامعلومو وسله والو ووژل خو په حقیقت کې وژونکي معلوم ول. ویل کیږي، چې د ښاغلي مسود اشاره د پاکستان پوځي او استخباراتي ځواکونو ته وه.

اخوا ته ویل کیږي، چې د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې په زرګونو قبایلي ځوانان د غورځنګ د اورژبي مشر علي وزیر د امنیت د خوندي کولو لپاره د هغه د کور خواوشا راټول شوي او د پاکستان د امنیتي ځواکونو او پوځ له خوا حمایه کیدونکیو طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې د علي وزیر په کور برید وکړي او ویې نیسي.

2 thoughts on “محسن داوړ د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو”
  1. امنیتي ځواکونه ؟
    دا ترهرګري ځواکونه دي
    تاسو باید یا‌ؤ څه څېړنه وکړي دَ دې تر مخه چي لیکنه کړئ
    دا څنګه امنیتي ځواکونه دي چي پر پُرامنه وګړو ‌‌‌‌‌‌ډزي کړي؟

  2. pakistan army play with fire/your great boss(BRITISH)cannot make quite
    PASHTOONS/
    NOW IS TIME ALL PASHTOONS GAVE HANDS AND MAKE FIGHT MORE
    HARD.
    NOW PAKISTANI ESTABLISHMENT SURROUNDED BY DIFFERENT
    WAY.IN THIS TIME ANY ACTION AGAINST PUNJAB BECOME MORE EFFECTIVE,
    ALL AFGHANS ANYWHERE IN THE WORLD MUST SHOW DEMONSTRATION . THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *