د محصلۍ دوره له هره اړخه د محرومیت دوره ده. محصلین خپله پر ځان بسیا نه وي، بلکې د کورنۍ غړي دي، چې محصلینو ته د هغوی د لګښتونو د پوره کولو لپاره پیسې او د هغوی د اړتیا وړ توکي استوي.
هوښیار او د کورنۍ د اقتصاد نه ځپونکي محصلین د ټول کال او یا هم د هر سمستر اړتیاوې د خپل مالي توان سره سمې تنظیموي او بېځایه لګښتونه نه کوي. دا چې محصلي له محرومیته ډکه دوره ده، نو پر محصلینو د درسونو پر فشار سربېره د مالي امکاناتو کمښت هم پر محصلینو روحي فشار راوستلای شي.
د افغاني ټولنې په حال او ماضي کې ډېرو ناخوالو د دې ټولنې هره برخه زیانمنه کړې ده او لاهم د دغې ټولنې ګڼ وګړي جسمي او روحي ناروغان دي.
ښايي د جسمي ناروغۍ درملنه هومره ستونزمنه او اوږدمهالي نه وي، لکه د روحې هغې درملنه چې کلونه کلونه په ټولنه کې له یوه نه بل ته منتقله شوې ده.
پخوا د افغانستان د معارف په نظام کې زده کوونکو ته زده کړه د وهلو، ټکولو او د وېرې او تحدید په چوکاټ کې ورکول کېدله، خو که څه هم اوسمهال د پوهنې وزارت د وهلو، ټکولو او وېرولو له لارې د زده کړې پر دغه طریقه بندیز لګولی دی، مګر په ځینو سیمو کې لا هم ښوونکي زده کوونکو ته جسمي شکنجې ورکوي.
پوهانو ويلي: « د وهلو، ټکولو او وېرولو له لارې زده کړه د زده کړې تر ټولو ناکامه طریقه ده»
د ښوونکو ناسم چلند په پوهنتونو او ښوونځیو کې داسې توپير کېدلی شي، چې په ښوونځي کې ښوونکي زده کوونکو ته جسمي شکنجې ورکوي او د پوهنتون استادان بیا محصلینو ته روحي شکنجې ورکوي.
زه ډېر محصلین پېژنم چې د روحي شکنجې ښکار شوي دي. د ننګرهار پوهنتون یوه محصیل کیسه کوله چې په استاد مې سلام نه و اچولی، نو زما سلام نه اچول د دې سبب شو چې په ازموینو کې استاد چانس راکړ او هماغه وو، چې له پوهنتون مې زړه مات شو او اوس په هغه لېولتیا چې پخوا تللم اوس نه ځم، ځکه په روحي لحاظ وځورول شوم.
په بې موجبه دلیل د محصل ځورول، دا تر ټولو ستره روحي شکنجه ده او محصل د تل لپاره د استاد سره او د استاد له نامه سره عقده اخلي.
د ننګرهار پوهنتون د یوه بل محصل د خولې خبره ده چې وايي، استاد په دې خاطر پرلپسې چانسونه راکړل چې هغه راته ویلي، چې ګیره وخېره او په جامو کې ټولګي ته مه راځه، په درېشۍ کې راځه؛ خو ما یې دا خبره بابېزه ګڼلې وه.
په دولتي پوهنتونو کې یوازې هلکان د روحې شکنجې ښکار نه دي، بلکې نجونې محصلینې هم د استادانو له ناسم چلند او د هغوی د غېر اخلاقي غوښتنو له امله پر روحي ناروغۍ اخته شوې دي.
که د پوهنتون استاد پر محصل د دې لپاره فشار راوړي چې، ګوندې درسونه ښه زده کړي او د استاد کړې خواري بېځایه لاړه نه شي، نو دا کومه بده خبره نه ده، خو که ښوونکی د خپلې جنسي تندې د سړولو او یا د نورو غېر اخلاقي غوښتنو د پوره کولو لپاره پر محصلینو فشار راوړي، نو دلته محصلین له سختې روحي شکنجې سره مخ شول.
پښتانه متل کوي: « د بدې خبرې سل کاله عمر دی» ښايي یو زده کوونکی د استاد لخوا په وهلو او ټکولو هومره عقدمن نه شي، لکه په یوه بده او سپکه خبره چې عقده واخلي. زما یو استاد زما یو ټولګیوال ته (دبړه مار) وايي، ټولیګوال مې د استاد د دې خبرې په مقابل کې ځکه څه نه وايي، چې هغه ته د استادۍ احترام ساتي، خو د استاد دې خبرې دی پر روحي لحاظ ځورولی او د کمترۍ پر احساس یې اخته کړی دی.
سپکې او بدې خبرې دي چې انسانان د وخت په تېرېدو سره تحریکوي او د غچ اخېستو انګېزه ورسره پیدا کوي.
د روحي شکنجې بېلګې ډېرې دي، دا هم د شکنجې یوه بېلګه کېدای شي، چې ډېر کله استادان د محصلینو خبرو او دلایلو ته چندان ارزښت نه ورکوي او استاد تل هڅه کوي چې خپل ناسم نظر په محصل ور تحمیل کړي. ډېر داسې ښوونکي به مو کتلي وي، چې محصل ورته قانع کوونکي دلایل وايي، خو ښوونکی د دې لپاره چې خپله دبدبه او غرور یې مات نه شي خپلې ناسمې خبرې ته ترجیح ورکوي.
د استادانو رواني ناروغي هم زده کوونکي اغېزمنولی شي. وايي چې په لرغوني یونان کې د (نارسیوس) په نامه یو ښکلی ځوان و، چې خپلې څېرې ته دقیق شوی نه و. یوه ورځ پر لار روان و، په اوبو کې يې خپل مخ ولید او پر ځان دومره مین شو، چې بل څوک یې نه لیدل، نو په ادبیاتو او ارواپوهنه کې يې ورته نارسیس یا نرګس ووایه او دې ناروغۍ ته یې نارسیسزم (نرګسیت) چې مانا یې پر ځان تر کچې ډېر مینتوب دی وايي.
ارواپوهان دا هم وايي، چې په خپل قدر د پوهېدو او پرمختګ لپاره انسان باید له نورمال نارسیسزم څخه برخمن وي، که نه د کمترۍ احساس به کوي.
خو که د نارسیسزم احساس تر عادي حالته ووځي، نو انسان د بدبختۍ کندې ته غورځوي. د پوهنتون ډېری استادان پر همدې ناروغۍ اخته دي، محصلین خو پرځای پرېږده، د پوهنتون نور استادان هم ورته ارزښت نه لري.
ځیني استادان خپلې تجربې او مشاهدې په داسې ژبه او ډول اظهاروي چې د هغوی خبرې پر محصلینو ښې نه لګي او د محصل لپاره روحي ځورونه ده.
که زده کوونکو ته له روحي فشار پرته د زده کړې لپاره سم او مناسب چاپېریال برابرول ښوونکی خپل مسوولیت ګڼي، نو باید د زده کوونکو لپاره ځان په واقعي مانا معنوي پلار تمثیل کړي، خو که ښوونکي زده کوونکو (محصلینو) ته ژمن او رښتیني نه وي، نو د هېواد هېڅ پوهنتون به داسې کدر تولید نه کړي چې په تمامه مانا روحي او جسمي ناروغۍ ونه لري.
اوس په افغانستان کی په ښونځیو کی یوه ډیره پرمختللی طر یقه په کار آچول شوی چه په صنف کی لږ تنور شاګرد ته استاد د نګران نوم ورکوی او بیا بری نور شاګردان وهی او ټکوی ،او اوستادان وای چه څرنګه چه مونږ منع شوی د شاګرد له تعذیب حخه نو له خپل له داسی نګران څخه ګټه اخیستل کیږی ( که مو نوی ذده نو د احمدشا بابا مینی د موسی شفیق لیسی ته ورشی او دا ټریننګ واخلی )