تاند، جمعه، د سنبلې لومړۍ: د اجرائیه ریاست له دویم مرستیالۍ بست څخه د ولسمشر غني په امر منفک شوي او د حنیف اتمر له ټاکنیزې ډلې څخه جلا شوي محمد محقق نن رسما د ډاکټر عبدالله له ټاکنیزې ډلې ملاتړ وکړ.
نوموړي په دې اړه نیول شوې غونډې ته پر ولسمشر غني بیا خپل زړه سپک کړی او ویلي یې دي د هغه ډله د دروغو، تقلب، بې اتفاقۍ او سیاسیونو ته د بې عزتۍ ور اړولو پرته بل هیڅ نه لري، ځکه به له دې وروسته څوک رایه ور نه کړي.
نوموړی په داسې حال کې چې څه موده وړاندې یې د حنیف اتمر په ډله کې د شخصي ګټو پر سر د ټیم د اعضاو د اختلافاتو څخه پرده هم پورته کړه وايي، د عبدالله ډله یوه ملي ډله ده او اوسني نظام کې هیڅ هزاره ځای نه لري.
محمد محقق د هزاره قوم هغو سیاسي مشرانو کې راځي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس پرې د ایران په ملاتړ د هزاره ګانو د فاطمیون لښکر د جوړولو اسناد راووتل او نوموړي په ایران کې یوې غونډې ته په ښکاره د ایران د بقا لپاره د هزاره ګانو د جګړې ستاینه وکړه.
نوموړی لا په دې څرګندونو له ایران څخه راستون شوی نه و چې ولسمشر غني له دندې ایسته کړ او د کابینې پر غونډو یې هم بند کړ.
پر محقق تور دی چې د ایراني استخباراتو په مرسته یې د هزاره ګانو په منځ کې چاودنې وکړې تر څو دا قوم د افغان حکومت پر ضد راوپاروي، خو په دې وروستیو کې ترې ګڼو پلویانو لاس واخیست.
شنونکي اوس محقق په افغانستان کې منزوي شوی سیاستوال بولي چې په یوه ټاکنیزه ډله کې یې هم د خوښې وړ ځای پیدا نه کړای شو.