تاند- د اجرايي ريیس دوهم مرستیال محمد محقق وايي، که طالبان ریښتوني افغانان وي او پر اسلام باور لري د انتخاباتو له لارې دې واک ترلاسه کړي.
ښاغلي محقق، چې د وحدت ګوند د پخواني مشر او موسس عبدالعلي مزاري د تلین په مناسبت په مزارشریف کې یوې غونډې ته خبرې کولې، په طالبانو ږغ وکړ چې د سولې بهیر ته داخل شي.
ده وویل، طالبان دې، که ریښتوني افغانان وي او پر اسلام باور لري، د انتخاباتو او د ولس د ارادې له لارې د واک د ترلاسه کولو هڅه وکړي.
د اجرايي ريیس دوهم مرستیال همداراز وویل، افغانان سوله غواړي، داسي سوله چې له عزت سره وي او د افغانستان د تېرو ۱۵ کلونو بریاوې پکې خوندي وي.
ده زیاته کړه، که طالبان له دې شرط سره موافقه وکړي دوی ته به هرکلی وویل شي او کنې د افغان امنیتي ځواکونو له کلک پوځي ځواب سره به مخامخ شي.
ویل کېږي چې د افغانستان په حکومت کې ځیني کړۍ، په تېره بیا هغوی چې ځانونه د اقلیتونو استازي بولي، د سولې له پروسې سره خو ښاغلي محقق په خپلو څرګندونو کې له طالبانو سره جوړجاړي ته داسي شرط کېنښود چې له طالبانو سره د سولې مخالفت وبلل شي.
مخالفت کوي ځکه چې هغوی بېره لري چې که طالبان سوله وکړي ممکن قومي انډول بدل شي.
زه دطالبانو پلوی نه یمه خو په عین حال کی له محقق او دحزب وحشت اسلامی (رافظی) نسبت طالبان ته ښه نه ګڼمه دواړه ډلی جنایت کاری او ظالمی دی څوک پخوا او څوک اوسنی ظالمان دی. خو که له حقیقت نه تیر نشو خدای اشرف غنی پر شمالی ټلوالی او خاصتآ په ګل مرجان او دهغه په دوهم مرستیال ور ولسمشر کړهغه دطالبانو په سیمه کی اشرف غنی ته رایی ووی، هسی دغه رافظی بد کووی والله که دپلار هم له طالبانو وګټی چون هغوی دهیواد اکثریت غیر هزاره کلیوالی سمیوکی نسبت تاسو ته ډیر نفوذ لری او خلک ده طالبانواوسنی جنایتونه له یاده باسی او هغه پخوانی آرامی او نظم په دلیل به هم له شمالی ټلوالی نه په ټاکنو کی برلاسی ووی
په درناوی مسافر
دتاندګرانولوستونکو که محقق په قانون اساسی،ملی حکومت اوملی ټاکنوباورلری۰نوبیا دملی
وحدت حکومت په دغو اصولو ندې جوړشوی۰په ۱۹۹۷کال کی په مزارکې دطالبانواوشمال ټلوالی دمحقق ،عطا اودوستم تر منځ ۲۰ورځې جګړه وه،پدی جګړه کی دمحقق ملیشیی د پښتون په کور پسی کوڅه په کوڅه ګرزیدل،دا چی څومره بی ګناه پښتانه یی ښهیدان کړل یوازی خدای تعالی او محقق ته معلوم دی،مګر دوه
سوداګر شینواری چی دموټرو پرزې اخیستی په رڼا ورځ له هوټله د جګړی میدان ته راوستل،دواړه یی د
توپ په مرمی دطالبانو په خوا ور وویښتل۰اوس د افغان ولس قاتل دحکومت مشرده۰دافسوس خبره داده
چی محقق ،دوستم او عطا موږ ته دانسانې تمدن سبق راښیې۰