تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۸مه: د ثبات او همپالنې د ټیم غړی محمد محقق چې نن د جنرال دوستم کورته ورغلی و، د ملګرو ملتونو د کابل دفتر مشر تدامیچي یاماموتو یې بې غیرته او رشوت خور انسان بللی دی.
ښاغلي محقق په دغه رسنیز ډوله ناسته کې نه یوازې یاماموتو په سپکو نومونو یاد کړی دی، بلکې د دوستم یو نږدې کس له عبدالله عبدالله څخه هم په کې شکایت وکړ چې د جنرال دوستم ډلګۍ ته یې توجه نه ده کړې، مګر وروسته ورته خلکو وویل چې رسنۍ هرڅه په ژوندۍ بڼه خپروي.
په دې ناسته ک ښاغلي محقق ولسمشریزې ټاکنې عملان بحران ته تللې بللي او ویلي یې دي چې مدیریت یې د کمېسیون له کنټروله وتلی دی: (( تدامیچي یاماموتو یو بېغیرته او رشوت خور انسان دی چې د حکومت په ګټه استخدام شوی دی.))
په دې غونډه کې ښاغلي دوستم بیا له ارګ څخه شکایت وکړ او هغه ګیلې یې وکړې چې له ولسمشر څخه یې په تېرو کلونو کې لرلې، نوموړي وویل، د ولسمشر غني لپاره یې هلې ځلې وکړې خو هغه ورته یو میلیون او څو زره افغانۍ په بدل کې ورکړې.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ټاکنو کمېسیون دننه د ثبات او همپالنې د ډلې په ملاتړ راښکاره شوي کمېشنر مولانا عبدالله هم تدامیچي یاماموتو د خر په نوم یاد کړی و، هغه څه چې د دغې ټاکنیزې ډلې په اړه یې نیوکې راپورته کړې وې.
حتما یاماموتو څلور په نکاح او بې شمېره بې نکاح شځې لکه محقق صاحب کړي نو چې رشوت یې اخیستی
د افغانستان د حکومت او په ځانګړی توګه له ولسمشر غنی څخه دافغانستان خلک او ولسونه هیله لری چه دغه دواړه دوستم او محقیق چه په بی سره جنګی جرمونو ککړ خلک دی ژر تر ژره محاکمی ته وسپاری.
دوستم په زرهاوو قتلونو او بداخلاقیو کی او محقیق په سلهاوو قتلونو او میخ کوبیوو کی اخته، ککړ او ثبت دی