محقق وايي، ۳۱ هزاره ګان داعش برمته کړي

تاند- د اجرايي رييس دوهم مرستیال او د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق د کابل په سخي زیارت کې د تېرې شپې حمله داعش کړې ده.

ښاغلي محقق له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، دا ډول بریدونه طالبان نه کوي.

محمد محقق دا هم وویل چې مخکې تر مخکې یې راپورونه ترلاسه کړي وو چې یو شمېر مخالفان، په تېره بیا داعشیان سږ کال  په کابل کې ۲۰ حملې کوي. پنځو تنو یې تېره شپه په سخي زیارت کې دا کار وکړ، څو نورو ته موقع په لاس ورنعله، او یوه یې ځان ته چاودنه ورکړه.

په همدې حال کې داعش نن د کابل د تېرې شپې د سخي زیارت د حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

محقق وویل چې ویر کوونکو ته یې ویلي و چې له احتیاطه کار واخلي، جدي تدابیر غوره کړي او له همدې کبله په ټولو جوماتونو او تکیه خانو کې ګزمې درول شوي خو دوی د پولیسو په جامه کې پر سخي زیارت برید وکړ.

ده وویل داعشیان عجیب و غریب تکفري نظر لري، د هغوی لپاره نر و ښځه مهم دی ټول وژني او فکر کوي چې په دې توګه ثواب ګټي.

محمد محقق په دې بریدونو کې د طالبانو لاس لرل رد کړل، ویې ویل، طالبان په لومړیو کلونو کې توندلارې ول خو وروسته یې ځانونه عیار کړل. موږ یې په هیڅ وجه نه تاییدوو د دوی جنګ ظالمانه دی:

« دا کار د طالبانو نه ښکاري، ځکه چې طالبان هم افغانان دي او طالبان هغه افغان ښځې او نارینه چې وسلې نه لري، د هغو له وژلو سره علاقه نه لري. په دې کې د بهرنیانو لاس دی که د داعش نوم پرې ږدي یا جنګوي یا هره بله بلا، تکفري ډلې دي.»

د کابل د تېرې شپې په حمله کې ۱۸ تنه ووژل شول او ۶۲ نور ژوبل شول. نن هم د شیعه ګانو د ویر پر مراسمو په بلخ ولسوالي کې برید وشو چې د وروستیو راپورونو پراساس ۱۵ تنه پکې وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *