تاند- د افغانستان د خلکو د یووالي ګوند مشر محمد محقق د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم ته واوښت.
د دواړو خواوو له یوې ګډې اعلامیې سره سم، محقق- چې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د انتخاباتي ټیم دوهم مرستیال کاندید و- د عبدالله په مشرۍ د انتخاباتي ټیم ننګه اعلان کړه.
د ثبات او همپالنې ټیم د محمد محقق وراوښتل د ځان په ګټه یو لوی پرمختګ بللی دی.
د محمد حنیف اتمر انتخاباتي ټیم، چې له پیله په خپل منځ کې د اختلاف ښکار دی، تراوسه پورې د محمد محقق د انشعاب په اړه څه نه دي ویلي.