تاند- د جنرال دوستم دفتر وايي چې د اجرايي ريیس دوهم مرستیال محمد محقق له ښاغلي دوستم سره په ترکیه کې لیدلي دي.

محقق وروسته له دې د دوستم لیدو ته تللی چې په ایران کې یې د سوریې د رژیم د ملاتړ لپاره د افغان شیعه اجیرانو د جنګېدو دفاع وکړه او په دې خاطر د انتقادونو له بمباران سره مخامخ شو.

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلیو دوستم او محقق په روانو شرایطو کې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ايتلاف د عالي شورا د فعالیتونو پر څرنګوالي او په خپل منځ کې د یووالي د ټینګښت په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د ژغورنې ايتلاف له لوی اختره وروسته په انقره کې د جنرال دوستم، محمد محقق او عطا محمد نور له لوري اعلان شو او وویل شول چې دوی به دا ايتلاف ژر دننه په افغانستان کې د لسګونو زرو خلکو په یوه غونډه کې رسماً اعلان کړي خو ظاهراً د دې لپاره چې دوستم افغانستان ته نه راپرېښودل کېږي، دا ايتلاف تراوسه فعال شوی نه دی.

دوستم او محقق په داسې حال کې سره کتلي چې محقق د ایران د څرګندونو په خاطر تر فشار لاندې راغلی او یو شمېر نور پخواني قوماندانان او د ولسي جرګې غړي د شنبې په ورځ په کندهار کې راغونډ شول چې حکومت تر فشار لاندې راولي.

ادعا کېږي چې هغوی د دې لپاره د حکومت خلاف دریځ غوره کړی چې قراردادونه پرې قطع شوي او مالي ګټې یې له لاسه ورکړي خو دوی دا ادعا ردوي او وايي چې حکومت ناکام دی او باید یا ځان اصلاح کړي او یا استعفا وکړي.

2 thoughts on “محقق په انقره کې له جنرال دوستم سره د هیواد پر حالاتو او خپل ايتلاف خبرې وکړې”
  1. څومره رنګارنګ دښمنان او مختلف نومونه
    د افغانستان خلک او دولت هم له رنګارنګ کورنیو او باندینیو دښمنانو سره مخامخ دي:
    ټالیب ، داعش ، په انقره کې د افغانستان د ژغورنې ايتلاف چې د جنرال دوستم، محمد محقق او عطا محمد نور له لوري اعلان شو، په کندهار کې ، د ملي امنیت پخوانی برطرفه کړای شوی ريیس رحمت الله نبیل، د سوداګرۍ پخوانی وزیر انوار الحق احدي، د ولسي جرګې مرستیال همایون، په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی ظاهر قدیر او یو شمېر نور پرون په کندهار کې راغونډ شول.
    د دوی ټولو هدف یو دی ، د افغانستان دولت ړنګول ، د خلکو وژل ، چور او چپاول او د هېواد تجزیه کول.
    بنا د افغانستان ټول ولسونه باید سره متحد شي او د دوي په مقابل کې یو واحد دریځ ولري. ژوندی د وي افغانستان او تل د وي زمونږ د ورونو قومونو ترمنځ یوالی او دوستي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *