کندهار افغانستان – تېره ورځ ناوخته د کندهار ولايت د غورک ولسوالي د کپاک په کلي کي محلي پوليسو له وسلوالو مخالفينو سره د جګړې پر مهال لس تنه طالبان ووژل.

کپاک کلی چي د غورک ولسوالي په شمالي برخه کي موقعيت لري تېره ورځ ناوخته وسلوالو مخالفينو پکي د محلي پوليسو پر پوستو وسلوال بريدونه ترسره کړي چي په ترڅ کي يې دوه تنه سيمه ييز پوليس زخميان او ١٠  تنه وسلوال مخالفين ووژل سول.

په جګړه کي ملکي وګړو ته هيڅ ډول ځاني او مالي زيان نه دی اوښتیخو د لسو تنو وسلوالو بريد کوونکو طالبانو مړي او وسلې په سيمه کي د پوليسو لاس ته ورغلي.

په ياد بريد کي له وسلوالو سره د مقابلي په تر سره کولو سيمه ييزو پوليسو وښودله چي دوی کولاي سي په ډېره مېړانه د خپل وطن، کلي او خلکو ساتنه وکړي.

که څه هم وسلوالو طالبانو په بشپړ ډول له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی خو دوی غواړي په خپلو ناکامه بريدونو يوازي خپل شتون وښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *