نېټه ۱۳/ ۴ /۱۳۹۴

د لغمان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر

داڅرګندونې نن ورځ دلغمان والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي ددې ولایت دمرکز په ګډون دپنځو ولسوالیو دسیمه ییزو پولیس او قوماندانانو سره په جوړه شوې غونډه کې چې امنیه قوماندان،دملي امنیت رئیس او په دې ولایت کې دمیشتو ملي اردو ځواکونو مشرتابه هم برخه لرله په ډاګه کړې.

نعیمي دمحلي پولیسو او امنیتي مسؤلینو سره په خبرو کې زیاته کړه چې همداشېبه دلغمان امنیه قومانداني د کورنیو چارو وزارت یو هئیت کوربه ده، راغلی هیئت غواړي چې په ټولو هغو لارو چارو کار وکړي ترڅو يې په تطبیق سره د محلي پولیسو امتیازات د ملي پولیسو سره یو شان شي، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې دا چاره به ډیر ژر ترسره او محلي پولیس به دملي پولیسو په څېر له امتیازاتو او حمايې برخمن شي.

نعیمي په جوړه شوې غونډه کې له امنیتي ارګانونو او دمحلي پولیسو له مشرانو وغوښتل چې ددښمن دټولو مرګونو پلانو په شنډولو او خلکو ته د ارام او سوله ییزو چاپيریال برابرولو په برخه کې خپل رسالت او مسؤلیتونه ادا او ټول امنیتي ځواکونه ددښمن دځپلو ،ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامسو دساتلو په موخه یوموټۍ ووسئ.

لغمان والي ټول ملي او محلي ځواکونه چې دخلکو د سوکالۍ،ارامۍ ،سولې او ثبات لپاره شپه ورځ تلاشونه کوي دهېواد اوخلکو ریښتیني اتلان وبلل او یاده يې کړه چې اوسني شته هر اړخیز پرمختګونه ددوی دسرښندونو او قربانیو له برکته دي،له ټولو ملي او محلي ځواکونو مې توقع ده چې دولس او دولت ترمنځ دموجود واټن په لمنځه وړولو او دخلکو په زړونوکې دځای موندلو په موخه په هر قدم له نیکو اخلاقو او نیک چلند څخه کار واخلئ.

دغونډې په وروستیو کې دنورو امنیتي مسؤلینو ترڅنګ دسیمه ییزو پولیسو قوماندانانو لغمان والي ته ډاډ ورکړ او یاده يې کړه چې تر څو یې په وجود کې وینه جریان لري دوی به د دې خاورې او ولایت له لویشت لویشت څخه دفاع کوي او پرې به نږدي چې دښمن دخلکو ارام ژوند نارامه او دپرمختګ مخه ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *