د محمدي صاحبزاده په وفات څه باندې دوه سوه کاله تېرېږي خو دیوان یې ډېر وروسته په ۱۹۸۵ کې چاپ شو. د ده د دېوان د ترتیب او تصحیح کار ارواښاد قلندر مومند تر سره کړی دی. نامتو محقق زلمی هېواد مل لیکي چې محمدي صاحبزاده په دېوان سربېره د یو بل پښتو منظوم اثر او دوو عربي کتابونو مولف دی. د استاد هېوادمل په نظر محمدي صاحبزاده د هندي سبک شاعر دی.

مونږ په دې لیکنه کې د پېښور د سیمې د دې شاعر په دیوان کې د هندي سبک د ځانګړنو ننداره کوو.

د هندي سبک شاعران مدعا مثل ته ډېر پام کوي. مُدعا مَثَل دې ته وایي چې شاعر په لوستونکي باندې د خپلې خبرې د منلو او د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره یو مثال راوړي. محمدي صاحبزاده د خپلې دې ادعا د ثابتولو لپاره چې باهمته بنیادم په عین بیوزلۍ کې بډای دی، د څاڅکو او سین مثال ورکوي. څاڅکي د سین په نسبت ډېر بېوسه دي خو دا د باران څاڅکي دي چې د خپل سخي او همتناک طبیعت په برکت له سین سره مرسته کوي او اوبه وربخښي. د صاحبزاده په قول:

همت ناک سړی که خوار وي دولتمن وي

څاڅکي ګوره نه کوي له دریا طمعه

په دې بیت کې همت ناک سړی له څاڅکو ، په سین کې د څاڅکو تویېدل له سخاوت او بې همته لالچي بنیادم له سین سره تشبیه کېږي خو دا تشبیه ګانې پټې دي. د مُدعا مثل بنیاد که څه هم په تشبیه ولاړ دی مګر د تشبیه توري مثلا : لکه، غوندې، په شان، په دود… پکې نه وي او بله دا چې هر مدعا مثل په اصل کې له دوو یا دریو تشبیه ګانو جوړ شوی وي. د محمدي صاحبزاده په دېوان کې د مدعا مثل له تخنیک او صنعته نسبتا ډېره استفاده شوې ده.

محمدي صاحبزاده تر مدعا مثل هم د حُسن تعلیل صنعت ته زیات پام کړی دی. دی وایي:

په لوګي کې مې د زلفو سا خپه وه

ځکه نه راته یوه ګړۍ بېګا خوب

دلته د ساډوبي لپاره شاعرانه او غیرواقعي دلیل راوړل شوی دی.دغسې غیرواقعي خو ښکلي دلایل چې حسن تعلیل یې بولي، د محمدي صاحبزاده په دېوان کې ډېر پیدا کولای شو. د ځینو ادبپوهانو په قول د هندي سبک شاعران حسن تعلیل ته هم ډېر پام کوي. د محمدي صاحبزاده په دېوان کې د حسن تعلیل څو نور مثالونه:

ستا د سترګو بڼو نېغ نېغ دی وهلی

د بادام جامه اوس ځکه سوزني ده

ماتوي پرې د کجکو زلفو مینه

لېوني چې ډېر وهي په ځولانه لاس

ښاپېرۍ ځکه مخ پټ په پلو ګرځي

چې څېره یې ده تر تا پورې بدرنګه

په ټول پخواني شعر په تېره بیا هندي سبک کې د تناسب تخنیک ته ډېره توجه شوې ده. په دې صنعت کې د بیت ځینې کلمې د یوه کُل جز وي . مثلا محمدي صاحبزاده وايي:

انتظار مې ملا کږه تر نوې میاشت کړه

اې زما ماهِ تمامه راشه راشه

دلته ماهِ تمام یعنې څورلسۍ او نوې میاشت، دواړه، د سپوږمۍ د کل اجزا دي. شاعر معشوقه ځکه څورلسۍ بللې چې له نوې میاشت سره تناسب رامنځ ته شي. د محمدي صاحبزاده په دېوان کې د تناسب صنعت زیات وینو. یو بل مثال:

د آهو په دود ترهېږم چې څوک وینم

سوي غم د بېلتانه کړ مجنون هسې

دلته مجنون، غم، بېلتون، آهو او ترهېدل له یو بل سره تناسب لري. دوی ټول د لیلا و مجنون د کیسې په تار له یو بل سره پېیل شوي او د یوه کُل اجزا دي.

د هندي سبک په باب ویل شوي چې نویو تصویرونو ته پکې زیات پام کېږي او د زړو تشبیهاتو ، استعارو او انځورونو تکرارول پکې عیب باله شي. له دې اړخه هم که د محمدي صاحبزاده دېوان وځیرو، د هندي سبک اغېز به پکې ووینو. دی تر اکثرو دیواني شاعرانو نوي تصویرونه نسبتا زیات لري.

هینداره یو هغه شی دی چې د پخوانو او اوسنو شاعرانو توجه یې ډېره جلب کړې ده. په دې باره کې د نوي څه ویلو چانس ډېر کم دی خو محمدي صاحب زاده آیینه له سړو اوبو سره تشبیه کړې ده چې دا نهایت نوی تصویر دی. دی وایي:

محمدي د یار د مخ آیینې ته ګوره

دې سړو اوبو ویشتلی یم په نار کې

د نویو تصویرونو د موندلو لپاره شاعر په چاپېریال کې سترګې غړوي او نوي مواد پیدا کوي. محمدي د دې خبرې د کولو لپاره چې د مینې کاروبار د ده د اوښکو په برکت روان شوی دی، د تیرا او پیښور مثال ورکوي. باران په تېرا اوري خو برکت یې پېښور ته رسېږي او په اوبو یې دا وروستی ځای اباد دی. محمدي صاحبزاده وایي:

محمدي ژړا مې کار د مینې ساز کړ

ابادي د پېښور په دې تیرا شي

سرګړی د پښتني چاپېریال بوټی دی چې دروند اور لري، تنور ښه تودوي او د جوماتونو د فرش لپاره هم ورنه استفاده کېږي. محمدي د خپل ماحول همدې بوټي ته کتلي او ویلي یې دي:

د سرګړي په څېر ځکه سره لمبه شوم

د ساقي د لاس پیاله کې و شربت اور

په افغاني ټولنه کې دا عامیانه باور موجود دی چې که د کال لومړۍ ورځ په خوښۍ تېره شي، ټول کال به ښه وي. صاحبزاده د همدې عامیانه عقیدې په مرسته نوی شاعرانه استدلال کړی د ی:

چې نوروز مې ستا په مخ دا ځل ونه شه

کږې ورانې ځکه زه د دې کال ګورم

د تصویرونو او تشبیهاتو د تازه کولو یوه ډېره کامیابه لاره دا ده چې شاعر په زاړه او سولېدلي انځور کې نوي ارتباطات پیدا کړي. د محمدي صاحبزاده په دېوان کې د دغسې هڅې کامیابې بېلګې ډېرې موندلای شو. مثلا پخوانو شاعرانو خپل کلام له لعلو او دُرو سره تشبیه کړی دی. دا زَړَه خبره ده خو محمدي صاحبزاده د هغې د تازه کولو لپاره تشبیه په مدعا مثل بدله کړې، نوي ارتباطات یې پکې موندلي دي:

ښکلي نه درنوي غوږ په لعل و درو

محمدي نه ږدي څوک ستا په انشا غوږ

د کورکمن په شان زېړېدل په لنډیو او نورو شعرونو کې ډېر لولو. دا یو مکرر او سولېدلی انځور دی خو محمدي صاحبزاده له همدې تصویر او تشبیه سره یوه بله خبره یو ځای کړې او خورا نوي څه یې ویلي دي:

دا د چا کټوې رنګ راباندې ښه شه

چې غمونو زېړ په شان د کورکمن کړم

خط چې هم لیک ته وایي او هم د شونډو له پاسه ماټو ته، په ادبیاتو کې په دواړو معناوو ډېر ذکر شوی دی او بیا دا خبره خو ډېره سولېدلې ده چې د خط په راتلو سره حُسن کمېږي خو محمدي صاحبزاده په دغو تکراري موادو کې یو نوی ترتیب پیدا کړی او نوې کیسه یې ترې سازه کړې ده. دی وایي:

خط په مخ د نګار راغی، ښایست خپل بار ولیښ، لاړ شه

په ملا یې اوس څه لولم، د دې خط دی مضمون هسې

د هندي سبک شاعري نه یوازې په نویو تصویرونو بلکې په دې هم مشهوره ده چې شاعران یې په نویو فکرونو پسې ګرځي. د محمدي صاحبزاده په دېوان کې داسې خبرې موندلی شو چې د شعر د دنیا د منل شویو خبرو خلاف دي. مثلا په شعرونو کې له معشوقې څخه د فدا کېدو خبره همېشه شوې ده خو محمدي صاحبزاده بل څه وایي:

چې له ښکلیو سره نه درومې په لارې

څه حاصل که ځان یې خاورې د تلي کړې

په پښتو ادب کې د هندي سبک تر ګردو لوی پلوی کاظم خان شیدا بلل کېږي. کاظم خان شیدا چې تر محمدي صاحبزاده څلرویشت کاله پخوا وفات شوی ، په خپل ژوند یې په هند کې دېوان ترتیب کړی او له هغه ځایه یې محمدي صاحبزاده ته را استولی و. هندي سبک ته د محمدي صاحبزاده په راغب کېدو کې غالبا د شیدا لاس هم شته. په دې باره کې لا پوره څېړنه نه ده شوې چې محمدي صاحبزاده له شیدا څومره متاثر دی خو د تاثیر په اخیستلو کې یې شک نشته. مثلا د شیدا دا بیت چې وایي:

چې اواز یې د تېښې به کهسار نشته

د شیرینې په طلب لاړې فرهاده

محمدي صاحبزاده را رنګه رااخیستی دی:

چې په غره کې اواز ستا د ترښځ نشته

په شیرینې پسې ورک لاړې فرهاده

ارواښاد پروفیسر قلندر مومند د محمدي صاحبزاده د دېوان په سریزه کې لیکلي دي چې د هغه په شعر باندې د خوشال خټک ، رحمان بابا، قادر خټک او حمید مومند اغیز لیدل کېږي.

دا چې د محمدي صاحبزاده شاعري په کومو شاعرانو باندې اغیز کړی، یو بل ناڅېړل شوی بحث دی. موږ په لویو شاعرانو کې علي خان یادولای شو چې د محمدي اثر ورباندې پروت دی. ده محمدي ته د خپل پیر او مرشد په سترګه کتل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *