زموږ په ځينو ادبي کړيواو فرهنګيانو کې يو معمول دادى چې ولسي شاعر تر ډېره يوه نالوستي او له اوسني معلوماتي ټکنالوژۍ لرې شاعر ته وايي چې شعرونه يې له ولسي او کليوالي ساده انځورونو مالامال وي، خو حقيت دادى چې ولسي شاعر هغه څوک دى چې په ولسي شعري فورمونو کې شاعري کوي ، دا مهمه نه ده چې لوستى دى که نا لوستى، د افغانستان په يوه کليوالي سيمه کې اوسېږي او که د نيويارک په کومه لوکسه کوڅه کې.

د وردګو ولايت د چک ولسوالۍ د چک تاريخي کلي اوسېدونکى محمد اصف “غمګين” هم د پښتو ژبې د ولسي شاعرانو څخه يو پياوړى ولسي شاعر دى چې په في الديحه شاعرۍ کې هم لوى لاس لري او په سلګونو ټوټې شعرونه، کسه ييز او مناسبتي نظمونه يې ليکلي او له ځان سره خوندي کړي، خو لا هم د چاپ پر ګاڼه دي پسولل شوي.

   دغه سپين ږيرى شاعر هغه مهال چې موږ هلته په وردګو کې د “چک ادبي بهير” پيل کړى و او د وردګو د ميډيوټيک مرکز په همکارۍ مو پرلپسې اونيزې او مياشتنۍ فرهنګي او علمي غونډې کولې؛ زموږ سره د نږدې ټولو غونډو همکار و، خو له هغې وروسته چې حالات ګډوډ شول، هم بهير پاتې شو او هم مو له غمګين صيب سره ليده کاته پاتې شول.

يوه وخت (١٣٨٢ لمريز کال) مې ورسره له وردګو د خپرېدونکې خپرونې( شپېلۍ) لپاره لنډې خبرې کړې وې، خو د خپرونې د ځولۍ د تنګ والي له امله مې يوازې د شعر يوه بېلګه او دهغه په اړه تر” غمګين د دردونو ترجمان شاعر” تر نامه لاندې يوه لنډه ليکنه چمتو او خپره کړه.

   هغه مهال دده شعرونو له دوو سوو اوښتي وو، چې اکثريت داستاني او مناسبتي منظوم نظمونه او ځينې خوندورې ترانې وې. سږ کال مې غمګين صيب بيا د خپلو دوستانو د واده په يوه محفل کې وليد او خواله مې ورسره وکړه، که څه هم اوس کمزورى دى، خو په خبرو او چلند کې يې د ځوانانو په څېر زړه راښکون او مستي وه.

     د شعرونو په اړه يې راته وويل چې د شعرونو لويه کتابچه مې د ولايت د پخواني والي عبدالجبارنعيمي(د خوست اوسنى والي) يوه مطبوعاتي سلاکار عبدالودود پښتونځار ددې لپاره رانه اخيستې وه، چې چاپ به يې کړي، خو دادي تر ننه مې د شعرونو هغه کتابچه ورکه ده او بايد په پيدا کولو يې کې راسره مرسته وکړې.

غمګين صاحب راته په خندا کې وويل چې زه نور د مرګ او ژوند په پوله ولاړ يم، تاسې فعال او ځوانان ياست، تاسې بايد زما شعرونه په کمپيوټر کې خوندي او چاپ کړي، “بيا به وروسته ارمان کوى چې ولې مو يې خبره نه منله!”

دې خبرې يې ودردولم، موضوع مې په کابل کې په يوه فرهنګي ناسته کې له ښاغلي عبدالودود پښتونځار سره شريکه کړه چې غمګين صيب يې خپل شعرونه غواړي او خداى وکړي چې خوندي وي. هغه ويل چې زه به يې د نعيمي صيب په کتابتون کې وپلټم، خو بيا ترې خبر نه شوم.

په هر صورت بايد هېره نه کړو، چې دا ډول شاعران د هېواد په ګوټ ګوټ کې پخوا هم وو او اوس هم شته. چې د فولکور او ولسي ادب په بډاينه کې يې کارنده ونډه اخيستې او د خپلې ټولنې په اړه يې تر بل هر چا سوچه او سپينې خبرې کړې دي، چل، دروغ او فريب په کې نشته، دوى له بل هر چا د خلکو له زړونو ښه خبر دي.

که د ادب پوهنځي کوم محصل يې پر شعر او شاعرۍ مونوګراف وليکي، نو هم به يې غوره موضوع موندلي وي او هم به يې د غمګين صيب شعرونه له ورکې ژغورلې وي.

په پاى کې بايد ووايم چې له نېکه مرغه چې په دې وروستيو کې په پښتنو فرهنګيانو کې د مشرانو په ژوند د هغوى نمانځنه دود شوې او بېلابېلې ځايي فرهنګي ټولنې او ادبي خوځښتونه نمانځغوندې او ستاينې د فرهنګيانو په ژوند ترسره کوي.

خداى دې وکړي د ميدان وردګو ولايت اطلاعاتو او فرهنګ اداره او ازاد فرهنګيان هم د خپل دغه ولسي شاعر حق دهغه په ژوند ادا کړي. دهغه شعرونو ډېرې ناويلې خبرې او کيسې لري، زه پر دغه ملنګ او دردېدلي شاعر وياړم او ورته د اوږده عمر او روغتيا هيلمن يم .

٢٠١٤ د اکتوبر ١٨مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *