غټې غټې بادامي سترګې، غوړ ويښته، چې څڼو کېدو ته يې نه پرېښودل، په بېخ يې واړه کول. جګه پوزه، مناسبه خوله. له رنګه بېخي سپين نه و، خو د توروالي شک دې هم پرې نه راته. چې وبه يې خندل، دواړه شونډې به يې ورټولې شوې، غاښونه به يې نيم ښکاره شول؛ خو خندا يې زموږ د بېباکو غوندې په خټ خټ نه وه، تش تبسم به يې وکړ او دنيا به يې ولوټله. له سوچه ږيرې سره يې بادامي سترګو سړي ته د حضرت يوسف د سېريال اتل ورياداوه؛ خو مخ يې د هغه غوندې ګرد نه و او نه يې پېړ پېړ غومبري وو.

خندا يې په دې هم په موږ ښه لګېده، چې ډېره کمه يې کوله. همېشه به د قهر و غضب پر نيلي سپور و او چې ناست به و، په خوا کې به يې دوه درې رنګه چوکې(لښتې) او ډانګي پراته وو. په مدرسه کې مو ډېر کم بې لښتې ليدلى. لښتې ورسره هيڅ خوند نه کاوه؛ خو بس له استادانو ورته دا فکر پاتې و، چې شاګردان بې چوکې او بې وهلو د سړي زامن کېږي نه.

د خندا او چېرته يوې نيمې ټوکه ډوله خبرې وخت يې معلوم و. چې کله به چهټي کېده او کوم شاګرد به حاضري اخيسته يا چې به يې د رخصتۍ په ورځ موږ تشې حاضرۍ ته راغوښتي وو او سبق به نه و؛ نو يو نيم شاګرد به يې په بدل نوم وروبوله، ظاهر ته به يې پتى ووايه؛ نو ټولو به پښ وهل. يوه ورځ ما په کومې خبرې پسې وويل، چې ”قاري صاحب بهر چقړې دي” خبره نه وه پينډوار باکس و. قاري صاحب د دوى خبره غټ کاف (قاف) زور واچاوه او يو څه يې ورسره خوله لوړه لوړه کړه او ويې ويل، چې ”هلکه تاسو خټو ته چقققړې وايئ. هههه”. د قاري صاحب په ناتراشه تلفظ او ملايمه خندا پسې ټول جومات خندا واخيست. ما ته غوسه هم راغله او څه نا څه وهم شرمېدم؛ خو وروسته مې چې پرې فکر وکړ، له پښتنو نه د يووالي د شنډې هيلې اندازه راته وشوه، چې د يو بل د لهجو پر وړاندې دومره حساس دي، هغوى به څه تر يو څپر لاندې راټول شي. ښه، دې کې نو څه خبره ده، چې په يوه لهجه کې ورته يواځې خټې وايي او بله کې د چکړو او خټو توپير کېږي. يو شى هم نه دى. خټې غټې او ټينګې ته وايي او چکړې هغه وي، چې تر نري باران وروسته د پاخه سرک يا بل ځاى له دوړو جوړېږي او نرۍ وي. که ماډرنيزم خبره وي، بيا خو چکړې هندي-اردو اساس لري. فکر کوم، قاري صاحب د قاف دومره واضح او غليظ تلفظ ته حيران و، چې له (چ) سره مې تلفظ کړى و؛ خو د ختيزې لهجې په ځينو سيموکې د نورو لهجو پر خلاف قاف خو لا څه کوې، کاف غريب هم له قاف په امان نه دى. زکام ته زوقام وايي، ټوکې ته ټوقه.

د قاري صاحب پټکى په ټوله کنکوله کې مشهور و. سپينه ململ ټوټه به ورته کوم کور په وتو ښايسته کت کړه لکه د اشرف غني يا استاد ازمون د اوږې څادر، بيا به قاري صاحب په خپله سپينه خولۍ کت کت تاو کړه. تاوول يې داسې نه وو، لکه پټکي يا لونګۍ، له همغې خولې به يې پر يو بل له پاسه پټکى ګرد تاو کړ. د څادر يوه خوله به يې په تاوولو کې داسې ورکه کړه، چې په مشکله دې پيدا کولاى شوه او بله پيڅکه به يې بېخي څټ ته کت کړې پرېښوده او لاندې پر ملا به يې سيده پرته وه. له مدرسې بهر به چې چېرته ته، له پټي له پاسه په به يې د ښځو غوندې يو سپين څادرګى هم پر سر کړ، چې د ده غاړه به يې پټوله او ده به ترې په ګرمۍ کې د سيوري، په ژمي کې د تودېدو استفاده کوله او پر لار به يې له دوړو نه پرې پوزه پټوله. هممهاله يې ترې د اسلامي سنتو او مخ پټولو يا حيا کار هم اخىست.

خپلو شاګردانو قاري صاحب ډېر کم بې پټکي ليدلى. يو چې اودس به يې کاوه؛ نو د فضيلت خاوند يو شاګرد به ورته لکه صاحب منصب ته چې عسکر ولاړ وي، پټکى او توليه په لاس نيولي وو. چې له غسل خانې به راوووت، مخ به يې وچ کړ، ګرچاپېره به يې شاګردان وڅارل، چې کوم رذيل خو له سيپارې مخ نه دى اوچټ کړى، بيا به يې په ډېر ارام پټکى پر سر کړ او له خپل جاه وجلال سره به پر خپل منصب کېناست.

قاري صاحب د چارسدې د اتمانزو و. هغه وخت چې موږ لا سم زلمي نه وو، دى د دېرش پينځه دېرشو کلو و؛ خو واده يې لا نه و کړى. د چارسدې او پېښور زياتره خلک واده تر پينځه دېرش کلنۍ وروسته کوي، هله چې په خپلو پښو ودرېږي او د يوه واړه کور خاوند شي. په دې ټس کې يې ځواني هم لاړه شي. د غريبۍ دې مخ ورک شي، ځينې پکې تر څلوېښت کلنۍ هم واوړي او تر ډېرو منډو ترړو وروسته يو څه په لاس ورشي. مطلب ډېر څه نه.

قاري صاحب چې څنګه له صورته پاک و، له سيرته هم پاک و. چې دا د جباريت خوى پکې نه واى؛ نو سمه دمه پرېښته وه. په خيال کې دې هم کومه بدي ورپسې نه شوه منسوبولاى. موږ هم دومره واړه نه وو، چې ګنې په ښو بدو نه پوهېدو؛ خو خداى شته په قاري صاحب کې مې د ځينو ملايانو غوندې موذي مرضونه او خوني او بادي بواسير نه دي ليدلي.

د قاري صاحب تر ټولو لويه کمزوري غوسه يا د کابليانو خبره جلالي کيدل و، چې ده ترې زوروره استفاده کوله. که په لومړي ځل به دې په ناظره يا حفظ کې کوم ټکى غلط کړ او د ده موډ به سم نه و؛ نو د فرحت الله استاد غوندې به يې دا زړه درباندې ښه تش کړ. کتل به يې نه، چې د شاګرد کوم ځاى زما لښتې ته مخامخ دى. چې په ناسته به ستړى شو، درته وبه درېد. ملا، سر، لاسونه، کوناټي، هر څه به يې درباندې شنه واړول. تا به چغې وهلې، چې ”وۍ وۍ قاري صاحب مړ شوم، خىر دى يادوم يې. له شا وخوا نه به د سبق اوازونه لوړ شول، شاګردانو به د وهلو صحنه هم نه مس کوله؛ خو له ويرې به يې پاس هم نه شو کتلاى او چې پوه به شو، چې قاري صاحب د کابليانو خبره جلالي شوى(لومړى ځل مې چې په کابل کې واورېدل، چې پلانى جلالي شو؛ نو يقين مې رانغى، چې هدف به يې د مخ د سوروالي هومره غوسه وي؛ خو رښتيا خبره دا ده، چې له جلالي نه ما ډېره ژوره مانا واخيستله. اوس هم چې څوک جلالي راياد کړي، ما ته د قاري صاحب بوګنوړې غوسه راياده شي)؛ نو سبقونو به يې ټول جومات په سر واخيست. په همدې وهلو وهلو کې به يې يو نظر هاخوا دېخوا هم کتل، چې کوم رذيل خو له دې تماشې خوند نه اخلي. چې کوم يو به يې په ډېره خوارۍ پيدا کړ، له همدې ځايه به يې د رذيل له تخاطب سره ډانګ ورخوشې کړ، نادر به چېرته هغه کس بچ شو، ګنې ډانګ به خپله نښه نه خطا کوله. نوي راغلي ماشوم به چې د جلاليت دا صحنه وليده؛ نو که نور څه نه وو، د اپريدو خبره واړه…خو چا وړي نه وو. بيا به موظفو شاګردانو د قاري صاحب له فرمان سره سم وېپر او اوبه راواخىستې او بېلمازه ځاى به يې ووينځه. په دې خپلو ګنګهارو سترګو مې د بې هوښۍ غوندې خطرناکې صحنې ليدلې دي.

کوم شاګرد غريب به که چېرته يوه غيرحاضري وکړه او سبا به يې په رجسټر کې په غيرحاضرانو کې نوم راووت؛ نو ډايرکټ به يې ترې جهاز جوړاوه. خداى خبر دا د جهاز چل قاري صاحب چېرته ياد کړى و. ما بل هيچېرته نه وو ليدل. د قاري صاحب يو پټکى، بل دا جهاز په ټول کلي کې مشهور وو. که د چا به ورور دوه درې ورځې رانغى؛ نو د هغه په ګناه کې به يې ورته له بل ورور نه جهاز جوړ کړ، چې ولې يې له ځان سره نه راولي.

جهاز به داسې و، چې که جهازېدونکى شاګرد به کمزورى و، نو دوه، ګنې څلورو کسانو به له پښو او لاسونو ونيو، ډنډولۍ به يې کړ، شا او کوناټي به يې ورته قاري صاحب ته راواړول. قاري صاحب به په بسم الله شروع وکړه او په وهلو کې به داسې سور راغى، چې د بس کلمه به ترې هېره شوه او شاګرد غريب به له ډېره درد په بل مخ واوښت، د قاري صاحب لښته/ډانګ به يې خېټې مېټې يا پښو مو يا هغه بل ځاى ته وربرابر شو. چې خوشې به يې کړ، په کوکارو کې به يې خولې له فرشه راوخىسته او له ډېره درده به مات رامات، وران ويجاړ، کوږ ووږ په بغارو له دايرې بهر په ډېر مشکل کېناست. بيا به د بل کس وار و. داسې څوک نه و، چې د قاري صاحب د جهاز چل يې نه وي تجربه کړى؛ نو د شاګردانو ترمنځ به د جهاز ېدو پر شمېر ناندرۍ وې. هغه کس به يې بختور باله، چې تر نورو به يې د دې تجربې شمېرکم و. بنده حاضر هم دا تجربه ډېره کړې. کليوالو د ماشومانو دې تعذيب ته نه کتل؛ خو خوشحاله وو، چې د قاري صاحب له مدرسې له يو نيم ختم الله على قلوبهم پرته يو ماشوم هم، چې په زړه کې يې ذره هومره ايمان وي، بې د قراۤن له زده کړې نه راوځي.

له وهلو ځينې نازولي مستثناوو. په دوى کې زياتره د خانانو نازولې اولاده شامله وه، چې اوبلنو، سپينو نرمو لاسونو يې وهل نه شو زغملاى يا هغه کسان چې پلرونه يې قاري صاحب ته ښاغلي وو يا هغه چې د قاري صاحب له سخت طبيعت سره سم يې ښه درس ويلاى شو. د دې نورو خداى مل و، بلکې نه و مل.

زه به چې هره ورځ يوه دوه بجې له مکتبه رخصت شوم او راوبه وتم؛ نو لومړنۍ دعا به مې دا وه، چې خدايه چې ورځم، چې عبدالکريم حاجي صاحب، قاري صاحب چهټي کړى وي؛ خو دعا د قبلېدو نوم نه اخىست. عبدالکريم حاجي صاحب وفات هم شو؛ خو قاري صاحب پر خپل ځاى قايم و دايم و.

دا مدرسه نه وه، د کنکولې د مشهور خان عبدالکريم حاجي صاحب په ښکلې لويه هوجره کې دننه برابر جومات و، چې بهر تنګ سر ته وتې لار يې په په پاخه دېوال بنده کړې وه او جومات ته به په هوجره ورتېرېدې. په دې کار يې د نورو پښتنو غوندې جومات په ځان پورې منحصر کړى و. خو دا جومات د لمونځونو له امله نه، د قاري صاحب او د ده د سبق د سټايل له امله مشهور و. له لرو لرو کلو به هلکان ورته سبق ته راتلل. کنکوله خو يې خپله وه، له واحد ګړۍ، هندکو دامان، شېخانو کلي نه به راتلل.

په څو مياشتو کې به د هلکانو د يوه ګروپ د ناظرې(له مخه د قراۤن د زده کړې) ختم و. په ختم کې به لوډ سپيکر ولګېد، ګر چاپېره به په جومات کې د کاغذونو تنابي سهرې خپرې شوې، پر مېز به يې سپينه ټوټه وغوړوله او يو خاص مېلمه به يې راوغوښت. تر دستاربندۍ مخکې به له چارسېد راغوښتي نعت خوان نعتونه وويل، پيسې به يې راټولې کړې. بيا به ورپسې د ختم هلکانو سهرې پر غاړه په قاري صاحب پسې په لوډ سپيکر کې وروستي لس سورته وويل او د جزاک الله نارې به پورته شوې.

کله ناکله پکې سيالۍ هم کېدلې. قاري صاحب به درته يوه پاره او په وروستيو درو پارو کې يو سورت وښود، چې په دې کې به پوښتنه درنه کېږي. دې مسابقې ته به يې يو لوى عالم او ورسره څو کسه ځانګړي راغوښتل. ممتحن ته به قاري صاحب مخکې له مخکې د امتحان هغه اۤيت وښود. کليوال به هم ناست وو او په لوډ سپيکر کې به يې تا ته په همغه ښودلې پاره او سورت کې د اۤيت سر ووايه، بيا به تا پوره کاوه. ګرچاپېره په کورونو کې به ښځو هم د خپلو هلکانو د کاميابۍ او ناکامۍ غږ اورېداى شو. يو ځل همداسې سيالي وه. وروسته پوه شوم، چې په وروستۍ ورځ زياترو هلکانو ته هغه اۤيتونه هم ښودل شوي وو، چې پوښتنه ترې پکې کېده؛ خو زه يې پرېښى وم، چې د سيالۍ مالګه راباندې جوړه کړي، چې څوک ونه وايي، چې په دې کې خو يو هم ناکام نه شو. په هغه ورځ موږ کره مېلمانه وو. مور او ټول لوډسپيکر ته غوږ وو، چې زما نوم يې واخيست او په ممبر ناست مخامخ له جلال او وزن نه ډک عالم ته ورروان شوم، سر راباندې وچورلېد، په سختۍ ورته کېناستم. په همغه اۤيت کې ونښتم، چې نه مې زده کېده او قاري صاحب په ډېره خوارۍ هم نه و رازده کړى. بس بيا څه وو، نه مې ساعت وګاټه، نه نوم، کور ته هم په ډېره خوارۍ لاړم.

د ناظرې تر ختم وروسته به يې درباندې په غټو کې د ناظرې يو بل ختم وکړ. مثلا: په ورځ کې به دې لس پارې يادولې. ورپسې به حفظ و. دا نو بېخي سخت کار و.

زه په ناظره کې تکړه وم. کوم د چايو يا ډوډۍ ختم ته به چې چا کره لاړم؛ نو تر نورو مخکې به مې په يوه ساعت کې څلور پارې ختمې کړې؛ خو له حفظ سره مې بېخي نه لګېده. په ډېرې خوارۍ او وهلو وهلو مې ايله د سر څلور که پينځه او د پاى دوه دوه نيمې پارې حفظ کړې وې.

وروسته مې چې يو څه خپلواکي ترلاسه کړه؛ نو په ډېره سختۍ مې پلار او بيا مور قانع کړل، چې زه له قاري صاحب سره نور سبق نه وايم، باچا صاحب نه ترجمه شروع کوم. پلار مې چې د وزبين مولوي صاحب له ترجمې او تفسيره متاثره و او له ترجمې سره يې ډېره لګېده، اجازه راکړه؛ خو مور مې ويل، چې نه حفظ به هم ورسره کوې. دا مې هم نيمه تېښته وګڼله او بيا مې ورو ورو له قاري صاحبه څادر راښکه؛ خو د مخامخېدو ورسره تر ډېره نه وم. په لار به چې تېرېده، ګوټ کې به ترې پټ شو. جومات ته خو لمانځه ته هم نه شوم ورتلاى. کشرانو وروڼو ته به مې يې ويل، چې ”هغه اجمل رذيل ته ووايه، چې ته به په ګوتو راشې که نه”. پلار پسې مې يې هم ځواب رالېږلى و، چې هغه زوى دې سبق ته نه راځي. هغه ورته په ډېر مشکله ويلي وو، چې قاري صاحب په هغه نوره ترجمه کوم. له پلرونو سره يې پر زامنو سمه دعوه وه. د استاد منصب يې تر پلار هم لوى ګاڼه، ځکه خو په هر شاګرد نېغ ورته.

د قاري صاحب له مدرسې د فارغ شوي محصل په سبق کې به خبره نه کېده. زما د پلار خبره داسې سوله انې سبق به يې وايه، داسې ښکلى، په تجويد برابر او تېز چې حيرانېده وو ورته.

قاري صاحب ګومان کاوه، چې زما وهلو ګنې دا مدرسه دومره منظمه کړې ده؛ خو داسې نه وه. د دې په نظم کې نور ډېر شيان شامل وو. مثلا: ټيک په دوه بجې به ورتلې او تر ماښام څو دقيقې مخکې يا وروسته به يې حاضري واخيسته او سل شاوخوا شاګردان به يې يو يو په مخه ښه رخصت کړل. د جمعې په ورځ به يې هم نه معاف کولو. د جمعې لمانځه ته به چې راغلو، لمونځ به مو وکړ؛ نو که طبيعت به يې برابر و، حاضري به يې واخيسته، رخصت به يې کړې، ګنې سبق به دې وايه. د بر مالت(محلت) او هندکو دامان او شېخانو کندي والا بيا هم ښه وو، موږ چې ورسره نېژدي وو، د ماښام، ماسختن او سهار لمونځونو ته به يې راغوښتو او تر هر لمانځه وروسته به يې حاضري اخيسته. که څوک به نه وو؛ نو مقدر يې په جهاز کې و.

په روژه کې به چې په وروستيو لسو ورځو کې په اعتکاف کېناست، هلکانو به د سکون سا واخىسته؛ خو بيا هم معاف کول نه وو. چې خبرې به د ده تر غوږ ورورسېدې، په سپينه ټوټه پوښلى مخ به راووت او لښته په لاس به بهر يو ځل په ټولو شاګردانو راتاو شو. له وهلو به يې هم درېغ نه کاوه او د غوسې په کار کې يې د اعتکاف پروا نه کوله.

په وروستي وخت کې ما ته ډېر ګران شو، ډېر خدمت به مې يې کاوه، په کور کې به مې ټينګار کاوه، چې قاري صاحب ته ښه خواړه برابر کړي، جامې يې ښې وتو کړي، ځکه په تبليغ کې يې وخت ولګاوه. له تبليغ سره قاري صاحب لږ نرم شو. موږ چې په مکتب کې له تبليغي استادانو د تبليغ او تليغيانو فوايد اورېدلي وو؛ نو ډېر به ترې متاثره کېدو. همدا تبليغيتوب شو، چې د قاري صاحب پښې يې له جوماته ورسپکې کړې. دا جومات چې د کومو خانانو و، هغوى پيرپرستان وو، له تبليغيانو سره يې نالګي وه. بل يې تنخا هم نه ورزياتوله. قاري صاحب څو کاله په زر کلدارو ګوزاره وکړه. نوره يې ګوزاره سخته شوه. د نېکانو له جېبه به چې پيسه راوته، زړه به يې ورسره سم راووت. همدا علت شو، چې هغه کار چې يو وخت مو په دعاګانو غوښت او ګومان مو يې هم نه کاوه، هغه وشو. قاري صاحب جومات پرېښود. بل جومات ته لاړ، خو هلته ونه چلېد. دې جومات ته باټا(پېښوري مټېغ ته باټا وايي) قاري صاحب راغى. هغه د پيرانو پلوى و. تر هر لمانځه وروسته به د (حق هو) حلقې کېدې؛ خو سبق پکې ونه چلېد. په دې وخت کې چې زه نا څه په مکتب کې له وهابيانو استادانو متاثره شوى و؛ نو باټا(نوم يې بل څه و؛ خو خلکو به ورته له چاغوالي نه باټاو قاري صاحب وايه) قاري صاحب سره به مې کله ناکله مباحثې راتلې؛ خو اوس مې چې وليد؛ نو ډېر شريف سړى راته ښکاره شو.

سختي يې بېله خبره ده؛ خو له قاري صاحب محمد اعظم نه ډېر هلکان فيضياب شول. هغه وهل ډبول تېر شول؛ خو د ده ورکړى فيض تر اوسه له هلکانو سره دى. څو مياشتې مخکې خبر شوم، چې اقتصادي ناخوالو ورخطا کړى. بيا مې د پلار او ورور د حج په ختم کې وليد. د تګ په وخت ورسره بهر ووتم. چې مخه ښه مې ورسره کوله، راته ويل يې: ”رذيله، خبر شوى يم، چې ښه جاب درته ميلاو شوى، زه په ستا غوندې شاګردانو باندې فخر کوم”. د قاري صاحب دا خبره مې په زړه کلکه ونښتله او تراوسه مې طبيعت ناسازه وه، چې د قاري صاحب حق څرنګه ادا کړم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *