د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمدخان د ترکيې هیواد سفیر اوزان ارطغرل سره  د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دغه لیدنه کې د ترکیې سفیر اوزان ارطغرل وویل: ترکیه له افغانانو سره تاریخي دوستي او ډېر داسې مشترکات لري چې له مخې به یې افغانستان سره په هره برخه په ځانګړې ډول د سولې په پروسه کې چې د دغه هېواد لپاره ډېره اړینه موضوع ده مرسته او همکاري وکړي.

د ترکیې سفیر همدا راز ډاډ څرګند کړ چې هېواد یې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي او هیله لري چې افغان حکومت د سولې په برخه کې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي، او د دایمې سولې لپاره خپله افغانان سره یو موټی شي.

سفیر اوزان ارطغرل ژمنه وکړه چې دوی به د پخوا په څېر له افغان حکومت سره د سولې، امنیتي، کتلوري، مذهبي، ټولنیزو، ښوونې اوروزنې اوروغتیايې برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.

د اجرائيه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجنیر محمدخان د دواړو هېوادونو له نیکو او هر اړخیزه اړیکو څخه خوښي څرګنده کړه او د دغو اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

لومړي مرستیال زیاته کړه: د افغانستان خلک له ��نګ څخه ستړي شوي، د دایمي سولې غوښتونکې دي، له همدې امله دولت په دې هڅه کې دی چې له شته فرصتونو په ښه توګه ګټه واخلي او دایمې سولې ته لاره هواره کړي.

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د ترکيې سفیر ته ډاډ ورکړ چې د افغان حکومت مسؤلین او سیاستوال د سولې په اړه واحد دریځ لري، او په دې اړه له نړیوالو او د منطقې هېوادونو په ځانګړې ډول له ګاونډیانو څخه هیله کوي چې د سولې په اړه له افغان حکومت سره مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *