تاند- د افغانستان د سولې د عالي شورا او د حکمتیار د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې مسوده نهايی شوه.
د اجرايي ريیس لومړي مرستیال انجنیر محمد خان نن /چهارشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سولې عالي شورا دا مسوده د حکمتیار د اسلامي حزب پلاوي ته رسماً وسپارله.
په دې مسوده کې د دواړو لورو مکلفیتونه څرګند شوي دي.
ښاغلي محمد خان وویل، دا مسوده ۳ فصلونه او ۲۵ مادې لري خو هغه مهال به رسمي بڼه خپله کړي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي مشر کلبدین حکمتیار یې لاسلیک کړي.
د اجرايي ريیس لومړي مرستیال انجنیر محمد خان همداراز وویل چې حکمتیار د سولې په بدل کې د کوم امتیاز غوښتنه نه ده کړې.
مخکې ویل شوي و چې حکمتیار ته به د سولې په وړاندې د کال شاوخوا څلور ملیون ډالره ورکول کېږي.
د اجرايي ريیس لومړي مرستیال وویل:«حزب اسلامي د نورو وسله والو ډلو په مقابل کې ځينې ځانګړتياوې لري، حزب اسلامي د نورو وسله والو مخالفينو په خلاف تل په بين الافغاني تفاهم ټينګار کړی، او هر ځل يې خپل هيئت له يوې معقولې طرحې سره کابل ته رالېږلی چې له بده مرغه د وخت له دولتي چارواکو سره کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.»
انجنیر محمد خان زياته کړه، حزب اسلامي په ډېرو حساسو حالاتو کې د خلکو هيلو ته د هو ځواب ووايه، او له هر انفرادي امتياز پرته يې د ملي ګټو ته په کتو د سولې له روانو هلوځلو سره همغږي وښوده.
لومړي مرستيال انجينير محمد خان د سولې له پروسې سره د حزب اسلامي د يو ځای کېدو او سولييز ژوند ته د دغه حزب د غړو راستنيدل يو مثبت ګام وباله او ياد حزب يې په روانو حالاتو کې د يو اغېزمن ګوند په توګه ياد کړ او زياته يې کړه چې د روانو ستونزو په حل کې به مهم او قاطع رول ولوبوي.
ښاغلی محمد خان وايي، د حکمتیار په ګډون د ملګرو ملتونو له تور لېسته د حزب اسلامي د غړیو ایستل، د بندیزونو لېرې کول، قضايي مصؤنیت، د حزب اسلامي د زندانیانو ازادول، شفاف انتخابات، د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د دقیقې نېټې ټاکل او داسې نور مسایل د حزب اسلامي عمده غوښتنې دي.
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال له سولې سره د حزب اسلامي يوځای کېدل د سولې د روانو هلو ځلو لپاره يوه ښه مقدمه وبلله او د دولت له ټولو مخالفينو يې وغوښتل چې د سولې له روان بهير سره ملګري شي او خپل سولييز ژند ته راوګرځي.
د افغانستان له حکومت سره د حکمتیار د سولې هڅو یو شمېر عناصر په غوسه کړي دي. د بشري حقونو د کمیسیون مشرې سیما سمر او ملي امنیت پخواني رييس امرالله صالح له حکمتیار سره سوله غندلې او نوموړی یې د بشري حقونو په سرغړونې تورن کړی دی.
زه نه پوهیږم چې سیما بي بي او صالح ولې د حکمتیار سره سوله غندي، سوله خو د افغانانو او افغانستان لپاره په لومړیتوبونو کې راځي. دوی نه غواړي چې امن راشي او دا هیواد د بدبختیو خلاص شي. د بشري حقوقو خو تاسو ټولو سرغړونې کړي. زه خو پکې ددوی(سیما او صالح) یواځنی دلیل د مخالفت تعصب ګڼم.چې دوی هر وخت ددې یو قوم او ژبې سره لري نور هیڅ نه.
دغه غیرافغانی او غربی اجنتان باید دملک نه وشړل شی ځکه دوی نه غواړی چی په ملک کی ارامی راشی. تردوستم اومسعود اوخلیلی اومحقق لوی جنایت کاران چیرته شته دی چی هم یی مسلمانان وژلی او هم یی وطن امریکایانوته خرڅ کوی او په دی فخر کوی. حسن وردک