تاند- د نړۍ د سوکلوبې یا بوکس نامتو لوبغاړی محمد علي کیلې، چې ډېر کلونه کېږي، له دې لوبې یې تقاعد کړی دی، په روغتون کې بستر شو.
ویل شوي چې محمد علي کیلې په سکاروي یا د سږو په ناروغي اخته شوی دی خو وضعیت یې د تشویش وړ نه دی.
د محمد علي کیلې، چې څو لسیزې پخوا د نړۍ د سوکلوبې اتل و، ویندوی وویل چې د سکاروي یا سینه و بغل په وجه د محمد علي کیلې سږې کمزوري شوي دي.
دوه اویا کلن محمد علي کیلې له ۱۹۸۴ میلادي کال راهیسي د لړزېدو یا پارکسنسن ناروغۍ هم لري.
ده په خپل ژوند کې د سوک یا بوکس ۶۱ مسابقې کړي چې ۵۶ یې ګټلي دي یعني یوازې ۵ یې بایللي دي.