د۱۳۹۳يادښت پر بنسټ :
پوهاندم.ا. زيار
د پښتو له څلورگونو گړدودي سيمو (سوېل لويديځ – سوېل ختيځ – منځ و ميانه – شمال ختيځ) څخه روستۍ دې د شعرو ادب له پلوه ميدان وړی، هم د (و) گړني او هم د ليکني هغه له پلوه. په دغه لړ کې د ننگرهار او لغمان ولسي او نيمولسي شعر ډېر پاموړ بلل کيږي چې له ټنگ ټکور سره اوږه پر اوږه راغلی او غاړه غړۍ شوی، او هممهاله يې ورسره وده او وش موندلي دي:
يو لامل يې دا چې دواړې سيمې پر هېوادني – جغرافيايي کچ له گڼمېشتو او گڼ ټبريزو پښتني سيمو څخه گڼل کيږي او اوسېدونکي يې سره تر بلې هرې سيمې ډېر اېل و غېل (محشور) پاتې شوي دي، لکه څنگه چې ټولنيز تايخ راز باده کړې، د داسې وگړنيو ډلو ټپلو ټولنيز-فرهنگي پرمختيايي بهير تر نورو زيات گړندی او هر اړخيز وي، او دويم لامل يې له خيبر پښتونخوا سره نه شلېدونکی فرهنگي اړاو تړاو دی؛ په ځانگړې توگه د شعر و ادب او ټنگ ټکور هغه اغېزو چې لرو برو پښتنو له هندي نيمې وچې، له خپل رنگ و خوند سره راخپلي کړي، ننگرهار او لغمان هم اغېزمن کړې دي.
د روانې لمريزې پېړۍ په لومړيو درو څلورو لسيزو کې د ننگرهار پر کچ له ملنگ جان او د لغمان پر کچ له محمد نور سره ولسی شاعري يوه نوي پرمختيايي پړاو ته را گډېږي.
دا هغه مهالپېر دی چې دغلته د دوديز زده کړيز سېستم له نومهالي هغه سره اړخونه بدلوي او داسې شاعران رامنځته کيږي چې يوخوايي د دوديز نصاب له لارې پارسي ليک و لوست او زده کړې ازمايلي او بلخوا يې هممهاله نومهالې دا.
په دغه ډله کې ارواښاد محسن مختار تر بل هر همپېري ((همعصر)) ميدان وړی او داسې په زړه پورې لار و رَو ده يې پر مخ اخېستې چې په طنزيه،انتقادي پرداز سره يې هم د رسنيو او هم د ټنگ ټکور له لارې د لوستو او نالوستو ټولو سترگې او غوږونه ورځنې خوند او اغېز اخلي.
له دې سره، سره يې د خپلې پاړکيزې ځانخبرۍ “خود آگاهۍ” پر بنسټ د کار و زيار د پرگنو د پيغام رانغښتنه او له نورو ډېرو سره يې د سرې کرښې په راکښنه د شعري پنځونو له غورو ځانگړتياوو او بېلتياوو څخه گڼل کېږي. په زړه پورې يې بيا داچې دنيمولسي شاعرۍ په ترڅ ترڅ کې يې کره، ادبي، هنري پليوني هم ازمايلې او د اور اورکې په څېر يې دلته او هلته ځلاندې بېلگې را پنځولې دي، لکه واخلې د خپل “مشـر زوی“ د ژوندي ژړاند ترې تم کېدنې ويرنه چې داسې يې را پيلوي.
سپين سهار وو
ما د غېږې مرغه ويښ کړ
د ځوانۍ له خواږه خوبه
رانه والوت
پر سفر ولاړ لرې لرې
نور مې ونه ليد په سترگو
تري تم شو تل لپاره…
همداسې يې د دويم ژوندي پاتې زوی “پسرلي” په بېلتانه کې:
د هستۍ وچه بېديا مې
تنده غرې جل وهلې
رانه ولاړې دسرو گلو نا اشنا شانتې گلبڼ ته!
ورته ازادې بېلگې:
زړه مې ډنډ دی د سرو وينو
چې له سترگومې را څاڅي،
راتويېږي
نه پوهېږم چې چېرې،
چاته پنا يوسم؟
په نيمولسي قافيوالو بېلگو کې خپل زړه، د زور و زرو پر وړو خدايانو تشوي:
خدايه ورک کړه دا واړه واړه خدايان
چې د زرو په زور موږ باندې خدايي کړي…
او کله چې پوځي زدکړو ته اړوځي او ان تر ډگر والۍ رسي،له ځانه لوړگوندي بولندوی (قوماندان) هم بې پيغوره نه پرېږدي:
په ما دې تجارت کاوه د حزب په خزانه کې
راولوېدې له بامه، اوس په کومو سترگو گورې
زه خړ، سپېره عسکر وم ستا زنگي غلام په مخ کې
غرور دې له هوسه راکولې سپکې سپورې!
او په پای کې يې دا نوښتگرانه هڅه چې د څو ټولگو په لړ کې يې د “سياست د شعر په هنداره کې” له اماني پېره تر کرزي پورې د هېواد اتياکلن تاريخ په ټوله رښتينولۍ رانغښتی،داسې چې گردې سياسي ښې او بدې يې پکې له اړوندو لوبغاړو سره په روانه طنزيه او بيا زړه راښکونکي انتقادي ژبه پېيلې او شنلي او په دې توگه يې د چا خبره يوه کوشنۍ شاهنامه راپنځولې ده.
دلته يې پر پښتۍ باندې د (غازي امان اله، کلکاني، نادر، ظاهر، داود،تره کي، امين، کارمل، دوکتور نجيب، مجددي، رباني،ملاعمر او کرزي) له راوړو نيمتنه څېرو سره پر دې يوه بيت بس راوړم:
د هرچا عمل که ښه وي او که بد
په تاريخ کې به يادېږي تر ابد!
د تلپاتې ترانو په بدرگه يې ويرمنې کورنۍ او مينوالو ته
خپلې خواخوږۍ وړاندې کوم!
ستاسې زيار، اکسفورډ ۳۰می ۱۸