محمد محقق

تاند، جمعه، د ثور ۵مه: محمد محقق د هزاره ګانو په سیمو کې د طالبانو د تازه تحرکاتو په اړه ګواښ کړی چې هزاره ګان او سیمه کې پراته ځواکونه به طالبانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

طالبانو له څو ورځو راهیسې په غزني کې د هزاره ګانو په سیمو کې پراخ تهاجمي عملیات پیل کړي دي او د رشیدان ولسوالۍ هزاره امنیه قومندان په شمول یې ګڼ هزاره ګان وژلي چې په اړه یې د حزب وحدت مشر محمد محقق وايي، طالبانو د اورکم له اوونۍ څخه په استفاده د شمال ګڼې سیمې محاصره کړې دي او په هزاره ګانو بریدونه ترسره کوي.

نوموړی وايي، طالبانو په هزاره میشتو سیمو دره صوف بالا، عبدالګان، مسجد سبز، چهارکنټ او دالان کې بریدونه زیات کړي دي چې د ده په وینا ځواب به یې غاښ ماتوونکی وي: (( په بلخ، سرپل، سمنګان کې هزاره ګانو دفاعي تجهیزات نه لرل، خو طالبانو پرې بریدونه کړي دي، خو بیا هم طالبانو غاښ ماتوونکی ځواب لیدلی دی.))

دا په داسې حال کې ده چې ده چې مخفي راپورونه وايي، طالبانو له کلونو راهیسې له هزاره مشرانو په تېره له محمد محقق او ایرانیانو سره په توافق د هزاره ګانو په سیمو د بریدونو نه کولو تړونونه کړي وو او په دې بدل کې یې ډېرې پيسې اخیستلې، خو له تېر کال راهیسې دغه ژمنې په غزني کې د خواجه عمري او مالستان ولسوالیو او دایکنډي کې په ځینو ولسوالیو د طالبانو له بریدونو داسې ښکاري چې د دوی تر منځ توافقات مات شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *