محقق وايي، ۳۱ هزاره ګان داعش برمته کړي

تاند- د افغانستان د اجرايي رييس دوهم مرستیال او د شیعه افغانانو یو مشر محمد محقق وايي چې د لسګونو افغان شیعه ګانو د تښتولو مسوولیت د آی ایس یا داعش ډلې په غاړه دی.

تېره (فبروري) میاشت په زابل کې ۳۱ تنه افغان هزاره ګان، چې له ایران څخه خپلو کورونو ته تلل، د زابل په شاهجوۍ ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو له لوري له دوو بسونو څخه کښته او ناڅرګند لور ته په مخه کړای شول.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې محمد محقق نن /شنبه/ وویل چې دا کسان د فبرورۍ په درویشتمه په زابل ولایت کې د طالبانو دوو پخوانیو قومندانانو ملا عبدالله کاکړ، چې په حقمل مشهور دی، او د هغه مرستیال ملا منصور دادالله، چې اوس داعش ته اوښتي، برمته کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې یو افغان چارواکی په خپل هیواد کې داعش یا آی ایس (د اسلامي دولت وسله واله ډله) په برمته ګرۍ تورنوي.

تر دې مخکې ځینو افغان چارواکو دا خبره رد کړې وه چې ګنې ۳۱ افغان هزاره ګان د داعش وسله والو تښتولي دي.

د محمد محقق له قوله اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي چې قومندان کاکړ او منصور خپل سپین طالباني بیرغونه په تورو داعشي هغو بدل کړي دي.

دا په داسي حال کې ده چې منصور دادالله پرون تهران راډیو ته په مرکه کې وویل چې له داعش سره یوځای شوی نه دی او داعش په افغانستان کې ځای نه لري.

داد الله تاکید وکاوه چې د طالبانو له تحریکه جلا شوی نه دی:«د داعش لپاره په افغانستان کې ځای نه شته ځکه ټول د ملا محمد عمر تر قیادت لاندې د اشغالګرانو او نیواک ګرو په وړاندې مبارزې ته دوام ورکوو او تر هغې چې په افغانستان کې بهرني یرغلګر پاتې وي طالبان به د خبرو اترو په هيڅ کومه پروسه کې برخه وانه خلي .»

طالبانو یا داعش تراوسه پوري د ۳۱ تنو هزاره افغانانو د تښتولو هیڅ دلیل نه دی ویلی. طالبانو تر دې پېښې مخکې له هزاره ګانو سره کار نه دی لرلی خو داعش له شیعه ګانو سره سخته دښمني پالي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *