محمد نبي

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان محمد نبي عیسي خېل له کیپتانۍ استعفا ورکوي.

کرکټ بورډ بې له دې چې د ښاغلي عیسي خېل د استعفا علت ته اشاره وکړي، ویلي چې نوموړی به خپله استعفا په یوه خبري غونډه کې اعلان کړي.

محمد نبي، چې د کرکټ په ۲۰۱۵ نړیوال یو ورځیني جام سیالیو کې یې د افغانستان د ټیم مشري وکړه، د کرکټ د ملي ټیم یوه تکړه ال راونډر لوبغاړی دی.

کرکټ بورډ په دې اړه هم څه نه دي ویلي چې د محمد نبي پر ځای به څوک د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان شي.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی محمد نبي سبا سهار /دوشنبه/ په یوه خبري غونډه کې خپله استعفا اعلان کړي.

One thought on “محمد نبي د ملي لوبډلې له کیپتانۍ استعفا کوي”
  1. د محمد نبی لپاره شاید دا فیصله ګټمنه تمامه شی څکه کیدای شی دی وطوانیږی ښه لوبه وکړی چه دده لسره د کپتانی مسولیت لری کړی شی، خو که له بله اړخه ورته وګورو نو د افغانستان په لوبغاړو کی بل داسی با تجربه کپتان نشو پیدا کولای، یوکس بل وو نوروز منګل هغه مخکی ازمویل شوی دی خو فکر کوم دا ځل به د حمید حسن کپتانی ډیره موثره وی، ځکه هغه یواځی یو بالر دی تر ډیره حده به د کپتانی مسولیت دده لوبی ته کومه منفی اغیزه نه ور بخشی ځکه دی یو ډیر با تجربه او پیاوړی لوبغاړی دی

ځواب دلته پرېږدئ