تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم تکړه لوبغاړی (ال راونډر) محمد نبي د نړۍ په لومړی درجه ویکټ اخیستونکو کې وشمېرل شو.
د یکشنبې په ورځ /اپریل۳/ د کرکټ د نړیوال شل اووریز جام د سیالیو له پای ته رسېدو او د ویسټ انډیز له اتلولۍ وروسته محمد نبي د کرکټ د نړیوالې شورا د غوره باولرانو یا ویکټ اخیستونکو د لیست په سر کې اعلان شو.
ده په نړیوال شل اووریز جام کې ۱۲ لوبغاړي وسوځول.
محمد نبي دا لوبغاړي په وروستیو ۷ سیالیو کې سوځولي دي.
د کرکټ د نړیوالې شورا یا آی سي سي په وینا نبي په یوه ایننګ کې غوره لوبغاړی ګڼل شوی، په ۴ اوورونو کې یې ۱۲ منډې ورکړي، د منډو اوسط یې ۱۳ اعشاریه ۶۶ دی او د منډو جوړولو یا سترایک اوسط یې ۱۳ اعشاریه ۵۰ دی.
په دې لیست کې د افغان لوبغاړو په منځ کې دوهم ښه باولر راشد خان ارماني دی چې په ۷ مسابقو کې یې ۱۱ لوبغاړي سوځولي دي.
د کرکټ نړیواله شورا وايي چې په نړیوال شل اووریز جام کې د افغانستان ټیم خورا ښه وځلېد.
د افغانستان ټیم په حیرانوونکي ډول د دې تورنمنټ تر ګردو تکړه ټیم ویست انډیز، چې د سیالیو اتل شو، مات کړ.