محمد نواز حقيقت سانين

پوهندوی اصف بهاند     

شاعر، لیکوال، ژورنالست او څیړونکی محمد نواز حقيقت د شپیتمې لسیزې د پیل له کلونو را په دیخوا پیژنم. دا هغه وختونه وو چې کله، کله به په کابل کې د ځینو فرهنگي مؤسساتو له خوا ځانگړې مشاعرې جوړیدې او یا به د یونیم علمي سیمینار د پروگرام په پای کې مشاعره په نظر کې نیول شوې وه، بیا به نو شاعرو اشنایانو د مشاعرې په پای کې بنډارونه سره جوړول.

په یادو محفلونو کې به محمد نواز حقیقت تل له خندا ډکه خوله او صمیمي و، له هر چا سره به یې داسې چلن کاوه، لکه د خپلې کورنۍ غړی یې چې وي.

په خواشینۍ سره چې په دې نږدې ورځو کې کومه نا روغي ورپیښه شوې ده چې په اوریدو سره یې ډیری دوستان خوابدي او غمجن شول. د حقیقت صاحب د ناروغتیا خبر مې د محترم دوست او ښه شاعر پرگنیز صاحب په پاڼه کې ولوست. د پرگنیز صاحب د پوست متن دا دی:

«لاسونه لپې کړﺉ!

دروند او مينه ناک شاعر او ليکوال، د ماشومانو بابا، د قلم د ټولنی رئس؛ محترم الحاج داکترمحمد نواز

حقيقت <سانين> صيب چې د لوړ فشار له امله د فلج خواته ته تللی و، د ناجوړی په بستر پروت دی،

د زړه له تله ورته دوعا وکړئ»

د دې خبر په لوستلو سره زه هم وارخطا شوم او رنگارنگ خبرې مې په زړه کې راتیرې شوې، خو یوه ورځ وروسته مې چې د مسنجر له لارې پرگنیز صاحب وپوښت، را ته وې لیکل چې د خدای په فضل اوس له خطر نه وتلی دی، د ښاغلي حقیقت د ښې روغتیا په هیله!

په همدې کې وو چې ما ته د حقیقت صاحب ډیر خواږه تیر خاطرات را په یاد شول او کله مې چې د پرگنیز صاحب په مرسته د ده وروستۍ بیوگرافي ولوستله، نو پوه شوم چې حقیقت صاحب خپلو خلکو، خپل وطن، خپل فرهنگ او په تیره د کوچنیانو ادبیاتو ته له انتظار نه ډیر کار کړی دی؛ نو مې زړه کې تیر شول چې باید د ده پر فرهنگي کړو کارونو یو څه ولیکل شي.

زما هیله دا ده چې د حقیقت صاحب پر ټولو تر سره شوو فرهنگي کارونو باندې څیړونکي کار وکړي. زه به د اوس له پاره د یوې لنډې مقالې په ترڅ کې یوازې د کوچنیانو له پاره د ده د تر سره کړو کارونو یادونه وکړم:

ښاغلی محمد نواز حقيقت سانين په ۱۳۳۹ کال په کونړ کې زیږیدلی. له لومړنیو زدکړو نه وروسته یې د افغانستان په دومره کړکیچونو او ستونزو کې په ډیره مینه، تر فوق لیسانس پوړۍ پورې ځان رسولی دی.

د خپلو فرهنگي کارونو په لړ کې یې له هیڅ مثبت گام نه مخ نه دی اړولی، د فرهنگي ټولنې مشري یې کړې، د «غونچه» په نامه یې مجله تاسیس او چلولې ده او تر ټولو مهم دا چې د نورو ارزښتمنو آثارو د لیکلو تر څنگ یې، د وطن نوی نسل نه دی هیر کړی او گڼ شمیر آثار یې ورته تخلیق کړیدي، ان تر دې چې په ۱۳۹۰ کال د ځینو قلموالو او هرهنگیانو له خوا «د ماشومانو د ادب بابا» لقب ورکړل شوی دی.

شاعر، لیکوال، ژورنالست او څیړونکی محمد نواز حقيقت د خپل ژوند په اوږدو کې له ډیرو ناخوالو او ستونزو سره مخ شوی دی، خو ده خپل همت نه دی بایللی او خپل قلم یې د وطن او خلکو په گټه چلولی دی، داسې چې دا دی نن خبرې او بحثونه ورباندې کیږي.

ما (آصف بهاند) د شپیتمې لسیزې په پیل کې، کله چې د کوچنیانو پر ادبیاتو څیړنیز کار پیل کړ، د کوچنیانو د ادبیاتو د لیکوالو په ډله کې مې د ښاغلي محمد نواز حقیقت یادونه کړې وه، هغه هم په دې ډول:

د کوچنیانو ادبیات، دویم ټوک په دیرشم (۳۰ ام) مخ کې د «له ۱۳۵۷ کال نه وروسته تر جهادي واکدارۍ پورې د تر سره شوو کارونو بیلگې» سرلیک راغلی دی. د دې سرلیک په یوه برخه کې ما لیکي دي چې:

«ما د خپل کار په موده کې د کوچنیانو ادبیاتو له پاره قلموال په دوو برخو وویشل:

۱ــ د کوچنیانو د ادبیاتو مسلکي لیکوالان،

۲ــ د کوچنیانو ادبیاتو غیر مسلکي لیکوالان.

البته په هغه وخت کې له مسلکي او غیر مسلکي نه موخه دا نه وه چې مسلکي دې هغه چا ته ووایم چې د کوچنیانو د ښوونې روزنې، یا د هغو له پاره د څه لیکلو په برخه کې دې زدکړې کړې وي او یا له کوچنیانو سره د چلند او خبرو کولو په برخه کې د زدکړو خاوند کسان او یا د کو چنیانو د روان پیژندنې په برخه کې ماهرین، دا به مسلکي وي او پرته له دې زدکړو به غیر مسلکي وي. داسې نه وه. په هغه وخت کې د مسلکي لیکوال له لیکلو نه زما هدف دا و چې مسلکي ښاغلو به په تصادفي ډول نه، بلکې په شعوري ډول کوچنیانو او د هغو ادب ته پام و او یو څه یې په عمدي یا شعوري ډول ورته کار کړی وي، چې هغه دا ښاغلي دي:

محمد عثمان نژند چې یوخوايې د مسؤلیت احساس کړي او له بل پلوه يې وظیفه د ښوونې روزنې د تالیف او ترجمې یا د درسي کتابونو د لیکلو په برخه کې وه چې د وظیفې له مخې یې د ښوونځي د کتابونو له پاره د ماشومانو په ژبه ترانې لیکلې. کوچنیانو ته شعرونه، کیسې او کتابونه برابر کړي.

حبیب الله زړه سواند چې یو نظامي صاحب منصب و، خو د خپلې شاعرۍ په څنګ کې یې په جدي پام سره د کوچنیانو له پاره هم کار کاوه.

دغه راز محمد جان فنا چې په اصل کې د نظامي برخې زدکړی و، خو د مسؤلیت له مخې یې د کوچنیانو د روزنې او ادبیاتو له پاره په څو برخو کې ډیر مهم کارونه تر سره کړي دي. ده د ادبیاتو له ساحې د باندې ډیر پیچلي علمي او هنري مسایل د کوچنیانو په ژبه او د دوی له ذوق سره سم، د دوی له پاره برابر کړي دي. په هغو برخو کې چې دماشومانو له پاره محمد جان فنا کار کړی دی دا دي:

اقتصاد، ریاضي، فزیک، هندسه، ارکیالوژي، الاهیات، اخلاق، پتالوژي، احصایه، بیالوژي، ارتوپیدي او نور اجتماعي او ساینسي مضامین. (بهاند آصف، د کوچنیانو ادبیات، د چاپ او خپرونو دولتي کومیټه، کابل، ۱۳۶۶ کال، ۱۲۳ ــ ۱۲۴مخونه)

څو نور ښاغلي چې ما په خپل کتاب کې د مسلکي تر سر لیک راوستي دا دي:

صالح محمد کندهاری، استاد ګل پاچا الفت، شمس الدین مجروح، عبدالروف بینوا، سلطان محمد صابر، غني خان غني، سلطان فریدي، همیش خلیل، احسان آرینزی او… (د کوچنیانو ادبیات، ۱۰۴ ــ ۱۲۰مخونه)

غیر مسلکي مې هغه چا ته ویلي دي چې کله یې تصادفي د کوچنیانو له پاره کوم شعر ویلی او یا یې کوم نثر لیکلی یا یې د اماتور په ډول د کوچنیانو ادبیاتو په ساحه کې کله قلم چلولی او کله غلي پاتې شوي وي. په هغه وخت کې یې ما داسې لست برابر کړی و:

سرورزی، شیوا، نجیب الله، نور الله لودین، ګړندی خوږیاڼی، ریدی ژواک، ښادمن، ط بډک، رحمان الدین اکبري، شیر خان رښتین، وږمه رښتین، عتیق الله ولسیار، اجمل روهي، خوشال روهي، محمد آصف فهیمي، م نواب عبهر، محمد معصوم سهاک، ع حمید وردک، حمید الله امیني، تاتیوال، احمد بړیڅی، محمد اسماعیل څړبن، نور محمد، دوست محمد، بصیر امیري، محمد ایوب علومي، وحید، م متین، مصطفی جهاد، منت بار، عبدالغفار، زرغونه ایاز ځاځۍ، زمری کلیوال، مهریه هوتکي، نانی، سعدالله وطن، ح یاسیني، فاطمه صیامي، غلام حضرت همکار، رحمت، عبدالخلیل سودايي، ، شاه محمود حصین، مجاور احمد زیار، حافظ محمد ادریس، سیال کاکړ، فاروق فردا، محمد نواز حقیقت، غلام حضرت روغمن شګیوال او… (د کوچنیانو ادبیات، ۱۲۲مخ )

دلته لیدل کیږي چې ښاغلی حقیقت، د غیر مسلکي لیکوالو په ډله کې راوړل شوی دی. دلیل یې هم دا و چې په هغه وخت کې، یو خو ښايي ده د کوچنیانو له پاره تازه تخلیقات پیل کړي وو او یا به دا وو چې د کوچنیانو له پاره به یې تخلیقات کړي وو، خو زما له نظره به نه وو تیر شوي، په هر صورت دا زه د خپلې هغه وخت د څیړنې نیمگړتیا گڼم.

وروسته له هغه حقیقت صاحب د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د قدر وړ کارونه کړي دي، چې څو بیلگې یې دا دي:

ــ سپینه کوتره، شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

ــ د لمر ترانې، شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

ــ خټین کورونه، شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

ــ د هیلو غوټۍ شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

ــ د رڼا لاره، شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

ــ جنگي اس، (ماشومانو ته د خوند او پند کیسې)،

او…

ښاغلي محمد نواز حقيقت د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د کړو کارونو تر څنگ، په نورو برخو کې هم گڼ شمیر آثار لیکلي دي. زما د معلوماتو له مخې ده د کوچنیانو له پاره د تخلیقاتو تر څنگ، گڼ شمیر آثار لیکلي دي، چې ما ته د معلومو آثارو نومونه یې دا دي:

۱ ــ سپینه کوتره، شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

۲ ــ د لمر ترانې، شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

۳ ــ خټین کورونه، شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

۴ ــ د هیلو غوټۍ شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

۵ ــ د رڼا لاره، شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

۶ ــ جنگي اس، ماشومانو ته د خوند او پند کیسې،

۷ ــ ورکه سپوږمۍ، (شعري ټولگه،

۸ ــ کږې لارې، (شعري ټولگه)،

۹ ــ د مورچل ترانې، (شعري ټولگه)،

۱۰ ــ پیالې، (شعري ټولگه)،

۱۱ ــ سون او روپ، په گوارشي ژبې شعري ټولگه،

۱۲ ــ گوارشي ژبه څنگه ولیکو؟ (څېړنیز اثر)،

۱۳ ــ زموږ سرخدونه، زموږ ویاړونه،

۱۴ ــ د شهید همت یادونه،

۱۵ ــ د خپلواکۍ خواږه یادونه،

۱۶ ــ گوار کوهستان ۱ افغانان،

۱۷ ــ د ادب خزانه،

۱۸ ــ قلم،

۱۹ ــ د پوهې زیورات،

۲۰ ــ گوار کوهستان دودونه او رواجونه،

۲۱ ــ جنتي سوم،

۲۲ ــ بوراگان،

۲۳ ــ کو، کو، کو ــ وق، وق، وق،

۲۴ ــ اخیر به څه کیږي؟ (ریٔس جمهور ته پرانستی لیک)،

۲۵ ــ زمری او موږک،

۲۶ ــ ښکلی نورستان،

۲۷ ــ د الحاج استاد گوار یادونه.

د ښاغلي محمد نواز حقيقت په چاپي آثارو کې د ده د راغلې بیوگرافۍ د مالوماتو له مخې محمد نواز حقيقت شل (۲۰) نور داسې آثار هم لري چې چاپ ته منتظر دي. زه فکرکوم چې دا لست به د ده د ټولو اثارو او تر سره کړو کارونو معرفي نه وي، که دقیقه څیړنه وشي، نو ښکاره به شي چې حقیقت صاحب په کومو برخو کې څومره کار کړی دی.

د افغانستان د فرهنگ په ډگر کې د ښاغلي محمد نواز حقیقت آثار هر یو خپل ځای او ارزښت لري، خو که د افغانستان د نوي نسل روزل او په دې لړ کې د کوچنیانو ادبیاتو ته وگورو، نو د نواز حقیقت هغه آثار چې ده د کوچنیانو له پاره تخلق کړي دي، د ځانگړې پاملرنې وړ دي. په خواشینۍ سره باید ووایمې د قحط الکتاب د ستونزې په دایره کې زه اوس د ښاغلي حقیقت هغو آثارو ته لاسرسی نه لرم چې ده د کوچنیانو له پاره تخلیق کړي دي، کله مې چې تر لاسه کړل، خامخا به یې څیړم او پر شکل، محتوی او ارزښت باندې به یې خبرې کوم او د پام وړ بیلگې به ورنه را اخلم.

د ښاغلي محمد نواز حقيقت سانين د بشپـړې روغتیا په هیله، چې د عادي ژوند د پرمخ بیولو تر څنگ، د ماشومانو او کوچنیانو له پاره نور آثار هم وپنځوي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *