ګلاب منګل

د سختو ورځو خدمتګار، د کړکېچنو حالاتو لپاره ساتل شوی استازی او د اور د لیکې سرتېری تل د بدو ورځو لپاره ساتل شوی و او دا دی لا هم د بحران له کنټروله نه دی ستړی شوی، لاهم په دې اغزنه لاره روان دی او کوټلي ګامونه پورته کوي او لا هم غواړې د هرې شومې دسیسې او پروژې پر ضد د جګړې لومړۍ کرښې ته ولاړ شي.

هو! وزیر محمد ګلاب منګل یادوم، هغه څوک چې د وزارت مقام، د ارګ څنګ او د هیواد پلازمېنه پرېږدي او د مبارزې ډګر ته ځي.

منګل د طالب او داعش له وېرې د کابل په شېرپور او پروان کارته کې له ځانه سمټي دېوالونه نه تاووي، له طالب او داعش سره دجګړې په پار  کوټ او اچین ته ځي.

هغه اوس وزیر نه والي دی، هغه ته دا امتیاز نه، یو دروند پېټی دی او د مور وطن د ساتلو په پار د خپل پاچا حکم مني.
د محمد ګلاب منګل په اړه نور نه پوهېږم، خو دا راته مالومه ده، چې ټول مسوولیتونه یې له سختو سیمو را پیل شوي دي.
ډېر کلونه کېږي چې د منګل له ارادې او انرژي د افغانستان هر واکمن ګټه پورته کړې، خو یوه ورځ یې هم په اوږه مډال نه دی ور ټومبلی.

۱۳۸۲کال کې یې چې منګل پکتیکا ته لیږه کنډواله غوندې و، خو کله چې یې د دې ولایت له غیرتي خلکوسره مخه ښه کوله د ښار قواره ښار ته پاتې کېده، هو نیویارک غوندي ښار ته نه، د افغانستان یوه ښار ته.

له دې ماموریت وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي منګل لغمان ته په داسي حال کې ولیږه چې حالات یې اضطراري وو، هټۍ تړلې وې او حکومتې ادارو ته قلفونه لوېدلي وو، خو د ده له ورتګ سره دا هر څه عادي او ورځ په ورځ ښه شول او د بیارغونې کیسې یې کلونه کیږي لا نه دي خلاصي شوې، خو بیا یې هم نه پاچا نه فقیر د ستړو قدر وکړ.

د منګل له تندي لا د لغمان ګردونه نه وو پاک شوي، چې دا ځل یې د اور تناره ته واستاوه.

واکمن حکم وکړ، چې هلمند له ناورین سره مخ دی او د حالاتو کابو کول په کار دي. هغه وخت د هلمند د نامه له اخیستلو سره سم د سړي ذهن ته، د نشه یې توکو کرکېله، د مافیا اوږده او خیرن لاسونه او د طالب اورپکو د ټوپکو ډزو خطور کاوه.

دا ځل بیا هم محمد ګلا منګل هلمند ته د سفر تکل وکړ او له ترهګرو سره د مبارزې د یوه افسر، له نشه یې توکو سره د مبارزې د یوه سرتېري او له مافیا سره د مبارزې د یوه اتل کردار یې ولوباوه.

هلمند بیا ورغول شو، څېره یې بدله شوه، د سیلانیانو ښار شو، د مشاعرو وطن شو او د ښکلا کیسې تر واکمنه را ورسېدې، مګر  بیا یې هم چا ناز وانه خیست او هغه د دروېش دراني خبره شوه چې وايي.

د دغه ښار ځپلي که نازېږي ټول پر ما
د دغه ښار پر ښکلو باندي ګران دی بل سړی
دروېشه په دې کلي کې دی دا عجب رواج
چې تورې یو سړی وهي او خان دی بل سړی

محمدګلاب منګل تېر کال د یوه داسي وزارت وزیر شو، چې لسیزې یې د فلج کولو او ملغی کولو  لپاره کار شوی و.
هو! د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت چې یو وخت یې تر بهرنیو چارو، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لوړ موقف لاره او د امنیت د ریاست دنده یې مخته وړه خو اوس هغه ناروغ ته ورته وو، چې د کوما په حالت کې وي.

زه په دې خبرې نه کوم، چې دا وزارت چا او ولي له دې حالت سره مخ کړی وو، خو دا ضرور یادوم چې د داسي یوه ارګان فعالول، چې لسګونه کلونه یې بهرنیو څارګرو ادارو او کورنیو غلامو کړیو د فلج کولو لپاره کار کړی وي اسان کار نه و.

مګر محمد ګلاب منګل یې له خلکو سره یوځل بیا هغه خوبونه رښتیا کړل، چې دا وزارت  به ګوندې د  ډاکتر نجیب الله د وخت وزارت شي.

خو اوس دا دی یوځل بیا افغان ولسمشر یوه بله اړتیا ولیده چې ده او ټول هیواد ته لومړیتوب لر ي،بقا یې د وطن بقا او خدای مکړه فنا یې د وطن فنا بلل کيږي: ننګرهار.

هو ! منګل د سختو ورځو یار دی او اوس ننګرهار سختې ورځې بېګا کوي او سختې شپې سبا کوي، او لیږه موده مخکې یې یو زړور او اتل بچی وخوړ.

ننګرهار اوس همېشه بهار نه دی، اوس بېګانه جنګیالي په کې دعزت مشران په بمونو الوځوي، اوس د تمدن ځانګو نه، د وحشت یوه سناریو ده، اوس په کې ناځوانه او ټیټ  دښمن تور سرې وژنې او اوس په کې د داعش په نامه وحشیان نوی زېږېدلی ماشوم سره کشوي او پرې کوي.

هو منګل ته د یوه افغان په صفت دا مهمه نه ده چې له نامه سره یې د وزیر مختاړی واوسي، دا ورته مهمه ده، چې افغان بچی د ترهګرو له منګولو وکاږي او د غوڅولو مخه یې ونیسي.

هو اوس محمد ګلاب منګل ته د ارګ څنګ تر دې نه دی مهم چې قومي مشران یې په بمونو والوځول شي، تور سرې او بچي یې در په در شي.

هو اوس به وزیر محمد ګلاب منګل نه بلکې د جګړې د لومړۍ کرښې یو سرتېری وي.
پل یې دخیر او بریا یې نصیب.
چې یبلي پښې ځي له وطنه د هغو لپاره
د ګل تر پاڼو د اغزو څوکې پستې کړې خدایه

One thought on “محمد ګلاب منګل؛ د وطن د سختو ورځو ملګری/ عطاالله ویسا”
  1. ها !دالکه چه هماغه ګلاب منګل دۍ څه هرمشکل
    ته يي وردانکلى، اوس چه ننګرهار په مشکلا تو کى ښکيل دۍ اوګلاب بيا هلته پيدا شو نو له لوى خداى ج څښه غواړو چه غوټۍ شى او وغوړيږىاوښکلۍ ننکرهار ټول معطر کړى له لوى الله څښه بريآوى ورته غواړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *