تاند-(جبارخېل): ولسي جرګې د سې شنبې په ورځ د علني رایو په ورکولو سره محمد یونس قانوني د ولسمشر حامد کرزي د لومړي مرستیال په توګه وټاکه.
قانوني ته د باور رایې ورکولو وړاندې ولسمشر حامد کرزي د هغه د پېژندلو په ترڅ کې وکیلانو ته په خپلو خبرو کې هغه مجاهد، باتجربه، وطندوست او باسواده شخص وباله.
ښاغلي کرزي وویل، چې له ډېرو بحثونو او مشورو وروسته یې تصمیم ونیوه څو د خپل پخواني لومړي مرستیال قسیم فهیم د ځای ناستي په توګه محمد یونس قانوني غوره کړي ځکه په خبره یې قانوني د هېواد په اوسنیو اړتیاوو او حالاتو حاکم او پوه دی.
هغه زیاته کړه:(( زه قانوني باتجربه، وطندوست او په شرایطو وړ کس بولم، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه یې تاسو ته معرفي کوم، ده خپلې دندې په ښه شکل سره ترسره کړي دي، له ما او خلیلي صیب سره به خپله دنده ښه ترسره کړي.))
ولسمشر ډیروي:(( امید لرم چې تاسو وکیلان د حکومت په رهبرۍ کې د خلا او د کارونو د سستوالي د مخنیوي په موخه قانوني ته د باور رایه ورکړﺉ، تاسو اختیار لرﺉ.))
ورپسې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وویل، چې د جرګې له ۱۵۰ ډېرو غړو قانوني ته د علني رایې د ورکولو غوښتنه کوي.
په ورته مهال له تالار څخه یو نیم غږونه د علني رایې د ورکولو په خاطر راپورته شول خو ابراهیمي غږ وکړ چې وکیلان کولی شي منفي یا مثبته رایه ورکړي، خو وکیلانو بلاخره رایو په اکثریت محمد یونس قانوني ته د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه د باور رایه ورکړه.
دغه راز د ولسي جرګې مشر په خپلو خبرو کې وویل:(( مونږ له ولسمشر څخه مننه کوو، چې مجاهد کس یې د خپل لومړي مرستیال په توګه غوره کړی، مونږ ټول قانوني صیب پېژنو چې ملت ته یې خدمت کړی او وړ کس دی، هیله کوو چې نور خدمت وکړي، قانوني د یو قوم کس نه بلکې د ټولو افغانانو اړوند دی.))
په ورته وخت کې په خپله محمد یونس قانوني له کرزي او وکیلانو مننه وکړه چې دی یې د لومړي مرستیال څوکۍ ته غوره او ورته د باور رایه ورکړه.
قانوني په خپلو خبرو کې د مارشال ځای ډکول ناممکه او ستونزمن بولي او زیاتوي چې وکیلانو د ملي یووالي تمثیل وکړ او مخالفینو پر وړاندې یې ده ته ویاړ ور په برخه کړ.
هغه وړاندې وویل:(( تاسو ویاړ راوبخښه، زه ډاډ درکوم چې د یو افغان په توګه د افغان ولس سره او د هغوی له هیلو سره سم هڅه کوم چې د ملي یووالي تر چتر لاندې، د اساسي قانون په رڼا کې کار وکړم، په دې اندک وخت کې ډیر کارونه نه شو کولی خو مونږ به هڅه وکړو تر څو ټاکنې رڼې ترسره شي او په ښه او سمه توګه سیاسي انتقال ترسره شي، ټاکنیز کمیسیونونه به خپل مسولیتونه په ښه توګه ترسره کړي، څو د بحران مخنیوی وکړو، د راتلونکو ټاکنو د پایلو په اړه به د هر راز اندیښنو پر وړاندې ودریږوو.))
یاده دې وي، چې محمد یونس قانوني داسې مهال د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه ټاکل کېږي، چې پخوانی لومړی مرستیال مارشال محمد قسيم فهيم د تېر ۱۳۹۲ کال کب په ١٨مه د ورپيښې ناروغۍ له امله ومړ.
قانوني تر دې وړاندې دوه ځله په ولسي جرګې کې د کابل د خلکو استازی و او همداراز په تېره دوره کې د دې جرګې مشر هم پاتې شوی دی.
دارنګه محمد يونس قانوني د ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د کورنيو چارو او د پوهنې د وزير په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
قانوني په پنجشیر ولایت کې نړۍ ته سترګې پرانیستي او د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې یې لوړې زده کړې سرته رسولي دي.
برادر محترم يونس قانوني .
أزيكه ريس جمهور شمارا به نزد نما يندكان ملت يك شخص بإدانش ، فهميده مغر في كرد من هم تصديق ميكنيم وشما به نما يندكان ملت وعده سبرديد كه مطابق قانون أساسي ،و تحت وحدت ملي عمل خواهم نمود
ما وهمه ملت به اميد ان روزها كه شما إز كوه اي بنجشير برامده بطرف دشتها وكو هاي شربه فلك أفغانستان توجه كرده وبه صفت يك أفغان واقعي وحدت ملي رأ احترام سبرده و در عمل بياده نمايد أنوقت قدر أفغان رأ مي فهمي كه أين واقعاء أفغان ها است نه ( اوغانها( واقعاء دا بشتانه دي نه بني اسرائيل خوك جه أفغانستان كي أوسيزي او دافغانستان طأ بيعت ولرئ تول سره ورونه او أفغانان دي ستا خخه دا هيله كوو اودداسي يو با إرادته شخصيت به توكه عمل وكر
حبيب الله جلالزوي
تور سپی د شغال ورور دی. دا هم توپک مار هم جنګ سالار او هم ډیر متعصب دي. دده اور تر مارشال فهیم لا ډیر دی. د افغانستان برخه همداسی ده چی باید د غلو او توپکمارانو لخواه اداره شی
دا يى لژ باسوادتر غل دى، خو كرزي په ده هم د قدرت خوند گورى، كه حًه هم چى چندان ورحًى به نه وي پاتي