تاند – د پښتونخوا عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزی وایي چې د کوېټې د ملکي روغتون په پېښه کې د هند د استخباراتي ادارې «را» ملامتول هسې تشه خبره ده او نوره په خلکو تاثیر نه کوي.

د پاکستان په ملي اسامبله کې د خبرو کولو پر وخت ښاغلي اڅکزي د کوېټې د ځانمرګي برید په هکله، چې خواوشا ۷۰ کسان په کې ووژل شول او له ۱۰۰ نه ډېر نور ټپیان شول، د خبرو کولو پر وخت وویل چې ستونزه پخپله د پاکستان په استخباراتي ادارو کې ده او د دغو ادارو د ناکامۍ له وجې دا پېښه رامنځته شوې ده.

ښاغلي اڅکزي د پارلمان غړو ته د وینا پر وخت غوښتنه وکړه چې استخباراتي ادارې دې د کوېټې د غمیزې تر شا د اصلي مجرمانو مخونه لوڅ کړي. نوموړي وړاندیز وکړ چې د ملي اسامبلې ګډه غونډه دې را وبلل شي چې د هغو ننګونو په هکله بحث وکړي چې ملک ورسره په داخلي او خارجي جبهو کې مخامخ دی، او زیاته یې کړه چې لومړی وزیر نواز شریف دې استخباراتي او امنیتي ادارې توظیف کړي چې د کوېټې د چاودنې څېړنه وکړي.

محمودخان اڅکزی د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د وینا پر وخت
محمودخان اڅکزی د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د وینا پر وخت

ښاغلي اڅکزي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې د بلوچستان سر وزیر ثناءالله زهري د کوېټې په ملکي روغتون کې شوې چاودنې پسې څو ساعته وروسته وویل چې په حمله کې د هند د استخباراتي ادارې «را» لاس دی.

د پاکستان یو شمېر سیاسي فعالانو او سیاستوالو د پښتونخوا د عوامي ګوند د مشر محمودخان اڅکزي په خبرو غوسه ښودلې ده، او د پاکستان د عوامي مسلم لیګ ګوند سرپرست مشر او پخواني وزیر شیخ رشید ویلي دي چې اڅکزی د را او خاد جاسوس دی. خاد له ۱۹۸۰ څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې د افغانستان د استخباراتي ادارې نوم وو چې کارپوهان وایي چې پاکستان پلوه عناصر یې په وخت پېژندل او ټکول.

ویل کیږي چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند چې محمودخان اڅکزی یې مشري کوي په پښتونخوا کې په میلیونونو پلویان او ملاتړي لري او ډېر وختونه د افغانستان په مسئله کې د پاکستان د نظامي استخباراتو د ادارې (آی اېس آی) د مداخلو په هکله بربنډې خبرې کوي. د سیاسي او نظامي چارو تحلیلګران په دې باور دي چې آی اېس آی له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان او له خواوشا ۱۵ کالو راهیسې د پښتونخوا او د قبایلي سیمو په ورانولو او د خلکو په وژلو کې لاس لري.

 

One thought on “محمودخان اڅکزی: د «را» ملامتول کار نه ورکوي، د پاکستان استخباراتي ادارې ناکامې دي”
  1. لکه څنګه چه محمود خان وويل دپښتنو په وژولو کي دپاکستان او دهغه دپلار انګلس ګډ پلان او کار دئ چه پښتانه که دډيونډ دې خواته که هغه بلي خواته ترور بي سواده په خرافاتي تش په نوم اسلامي مدرسو کي ترهګر او بې لاس او پښو وساتي .
    دا ټوله فجاياوي آئ ايس آئ که په آفغانستان کي وي که په هند کي وي دتور پنجاب کار دئ .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *