د پوځي چارو افغان څارونکو په دفاع وزارت انتقاد کړی، چې پوځیانو ته د البسې په قراردادونو کې د میلونونو ډالرو په اختلاس سره يې د ملي پوځ خيراتي مالي امکانات لوټلي او سرتېري له دغه رسواييو سخت متاثر شوي دي. معلومات په ډاګه کوي، چې د هر سرتېري د یوې جوړې دريشۍ او بوټونو په بيه درې جوړه یونيفورم اخیستل کېدای شي.

تردې وړاندې د اداري فساد پر ضد د مبارزې ادارې ويلي و، دفاع وزارت په ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲ کلونو کې ۲۷ميليونه ډالر او ۱۳۲ميليونه افغانۍ د بوټو او البسې په قرادادونو کې درغلي کړې، خو که د همدغه دوو کلونو اختلاس شوې پيسې د البسې د توليد په ماشينونو لګول شوې وای، د هېواد د ټولو امنيتي ځواکونو البسه يې په کور د ننه چمتو کولای شوای.

بهرنيانو په دې برخه کې د افغان پوځ لپاره ډېر درانه قراردادونه کړي وو، په تېرو لسو کلونو کې يوه جوړه پوځي بوټان په ۶۲ ډالره تمام شول، خو د سږنيو قرادادونو له مخې د ۲۵۰۰ افغانيو په قيمت تمامېږي او په قرارداد کې دا کموالی بی ساری دی.

د افغان ملي پوځ شمېر ۱۹۵ زرو تنو ته رسېږي، چې په کلنۍ توګه هر سرتېري ته درې جوړې دريشۍ او يوه جوړه بوټ استحقاق ورکول کېږي. په تېرو کلونو کې د ملي پوځ د البسې ټول قرادادونه مرستندويه هېوادونو يو شمېر کمپنيو ته ورکړي وو، چې افغانستان ته له اقتصادي اړخه خورا درانه پرېوتل.

د افغانستان د دفاع وزارت مسوولين وايي، سږکال دغه قراردادونه له هغو کمپنيو سره شوي، چې په کور د ننه خپلو توليداتو ته لومړيتوب ورکوي.

دوی وايي، هڅې دا دي، چې د امنيتي مسوليت له افغاني کېدو سره سم د ملي پوځ د یونيفورم توکي په عمالت خانه يا هغه ځای کې چمتو کړي، چېرې چې يو وخت د افغانستان د ټول پوځ البسه چمتو کېدله: ((په عمالت خانه کې ۵۲ کاله وړاندې ۱۲۰۰ کارګرو د پوځ د البسې په جوړولو کارکاوه، خو اوس ۲۵۰ تنه پکې کارکوي، چې ډېری يې بېوزله مېرمنې دي.))

د دفاع وزارت د لوجیستیک رييس تورن جنرال شاه اغا محور ته وويل، اوسمهال د پوځ دريشي په افغانستان کې توليدېږي، خو تېکه يې امريکايي ده او بوټونه به هم له چين څخه راوارېديږي، ځکه چې د کيفيت له اړخه هغه غوره دي.

یو افغان جنرال عتيق الله امرخېل وايي، که د ملي پوځ البسه په کور د ننه توليدېدلای، نو افغان حکومت به له اقتصادي اړخه ډېره ګټه کړې وای :((په افغانستان کې د ملي پوځ په جامو او بوټونو د کال ميليونونه افغانۍ لګښت راځي او پدې برخه کې قرادادونه په مافيايي معاملو کې نغښتي. دغه قراردادونه هومره درانه دي، چې د يو جوړه دريشي په نرخ دوه او يا هم ترې زياتې هغه اخستل کېږي.))

د ملي پوځ د يوه لوړ پوړي افسر د کورنۍ غړي د نوم نه ښودلو په شرط محور ته وويل، هغه پوځي جامې چې افسرانو ته ورکول کېږي، تر لنډ مهال استفادې وروسته په عام بازار کې ليلام کېږي، دده په خبره وسله وال مخالفين بيا له همدغو جامو استفاده کوي.

بل لورته د ملي پوځ په قرادادونو کې ميليونونه ډالر درغليو افغانان اندېښمن کړي دي.

د اداري فساد پرضد د مبارزې ادارې په تازه مهال کې ويلي، چې د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو په ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲ کلونو کې درې ميليارده او ۱۰۰ميليونه افغانۍ په قراردادونو کې فساد کړی دی. د يادې ادارې د مسوولينو په وينا دفاع وزارت ۲۷ميليونه ډالر او ۱۳۲ميليونه افغانۍ یوازې سرتېرو ته د بوټونو او البسې په خريد کې درغلي کړې ده.

د شنونکو په باور که په دوو کلونو کې اختلاس شوې پيسې د البسې د توليد په ماشينونو لګول شوې وای، د هېواد د ټولو امنيتي ځواکونو البسه پرې چمتو کېدای شوای. مګر اوسمهال په عمالت خانه کې يوازې پوځيانو ته روجايي ګانې، بيرغونه او تشريفاتي دريشۍ توليدېږي.

په افغانستان کې د چرمي بوټونو او موزو د توليد ګڼې فابريکې کار کوي، خو لا هم د افغان پوځيانو لپاره بوټونه له بهره را وارېدېږي، چې لوی فساد ته يې لار هواره کړې ده، خو دفاع وزارت وايي، دغه کارخونې معياري او باکيفيته توليد نه لري.

د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالحبيب انډيوال وايي، بهرنيانو د افغان پوځ لپاره ډېر درانه قراردادونه کړي وو، اوس له همغو قرارداديانو سره په نيمايي بيه قراردادونه لاسليک شوي دي :((تېر لس کلونه يوه جوړه پوځي بوټان او موزې په ۶۲ ډالره تمامېدل، خو د نويو قرادادونو له مخې له ۳۷ تر ۳۰ ډالرو پورې پرېوځي. په ټوله کې هغه البسه چې تر ۸۰ ميليونه ډالرو پورې قيمت يې درلود اوس تر ۴۵ميليونه ډالرو پورې تمامېږي.))

د دفاع وزارت مسوولين هم مني چې له بهرنيانو څخه د قراردادونو د واک له اخیستلو سره د پوځ په لګښتونو کې کمی راغلی، خو تازه مهال د شته فساد تاييد نه کوي. جنرال شاه اغا وايي، اوس يوه جوړه دريشي تر ۲۰۰۰ افغانيو پورې او يوه جوړه بوټ تر ۲۵۰۰ افغانيو پورې تمامېږي او همدا د قراردادونو د افغاني کېدو برکت ګڼي.

One thought on “محورورځپاڼه: د افغان سرتېرو دريشۍ، د اختلاس جاري دوسيه”
  1. کرزی اوس دملت سره په تبلعاتی جګړه اخته دی.
    زه دامنم چه پاکستان به هیڅکله په قرار ناستی ونکړی تر څو افعانستان دومره وران کړی چه د جوړیدو یی بیا څوک تصور هم ونکړی ، دا ځکه پاکستان داسی فکر کوی چه قبر یو دی او مړی دوه دی پدی قبر کی به یا افعانستان دفن کیږی او یا پاکستان .
    دا هم واقیعت دی چه عربی هیوادونه په دریمه نړی کی قوی او عښتلی هیوادونه نشی منلی دخپلو ګټو په وړاندی یی تهدید بولی ، د غولونکو شعارونو تر نامه لاندی لکه د لګه کیو ،دښځو ،او د همجنس بازو حقوقو په طوطیه کی داسی هیوادونه رامنځ ته کړی لکه قطر ، عربی امارات ،کویټ ،شارجه خپلی دروازی یی دوی ته بغیر له کومی ستونزی شپه او ورز خلاصی پریښت اوسی .
    له بده مرعه دا ټولی طوطی زموږ هیواد سره په اوسنی حالت کی څنګ لګولی شی بعیر له عقیدی او افعانی عرور نه نور هیڅ داسی څه نلرو چه دوطن ساتنه پری وکړو.
    ولی کرزی صیب لږ پامکوه ته کوم اور ته اګاهانه او یا عیری اګاهانه لمن وهی دا لمبی دهیواد تر څنګه ستا کورنی او نابغه ټیم دی هم پکی ایری شی .
    دمنطقی او نړیوالی طوطی به ځای پریږدو پدی کی درسره او همنظره یو خو که د هیواد قومی جوړښت ته په ذیر سره وګورو ملک الطوافی او فیدرالی نظام دیو قوم په ګټه ندی او تر اوسه په هیواد کی مطرح قومونو او ګوندونو داسی کومه خبره نده کړی ، پدی ټول پوهیږی چه دا یوداسی اور دی چه یو قوم به هم ورځنی په امان کی پاته نشی .
    – دنمونی په توګه په فدرالی نظام کی دهزاره قوم په عرونو کی محاصره پاته کیږی دهیواد شمالی ولایات تاجک او که ازبک پکی اکثریت جوړوی ،د شمالی ولایاتو قومی جوړښت داسی دی که هلته پښتون دهر قومسره ودریږی د اکثریت په توګه را څرګندیږی په ختیځو ،جنوبی او جنب عرب ولایاتو کی میشته دری ژبی خو پریږده .
    د ټولو نه موهمه خبره داده چه افعانستان مالک لری او که داسی خطر پیداکیږی بیا ټو پښتانه دطالبانو قیادت لاندی ودریږی او طالبان هعه خلک دی چه دهیواد په یو سانتی متر خاوره هم دچا سره سازش نکوی ، په وطن پلورونکو به داسی قیامت جوړ کړی کوم چه یی په ډانګمارانو او جنګ سالارانو جوړ کړو په الله سوګند که ځانونو ته بیا دپنا ځای هم پیدا نکړی . ناټو هسی هم یوه یرعل ګره قوه ده او د فرار په حالت کی ولاړه ده.
    *** نو کرزی صیب دملت په سترګو کی خاوری مه اچوه ، یو متل دی چه فلانی غر په پر پټوی ، خپل وطن فروشه ،فاصد او غلام صفته ټیم ته دی توجه وکړه په کورنی او ټیم کی دی اصلاح راوله .
    ستا په داخله او دفاع وزارت کی په میلیاردو ډالره فساد شوی نو وزارتونه ،ریاستونه ،بانکونه او ولایتونه خو په ځای پریږده . سبا که ملت ته محکمی ته د ملی خاین په صفت را کش کړی او یوازی دوه تپوسه درځنی وکړی ته به د ځان خلاصی په خاطر څه جوب ورکوی ؟
    ۱- دپورت ذکر شوی بربنډ فساد په باره کی تا تر اوسه څه وکړل ؟
    ۲- کومه مافیا چه تا په ملت حاکمه کړی یا په بل عبارت په اداری اصلاحاتو کی تا څه کړی؟
    زه باور لرم یا به چپ پاته کیږی او یا به اقرار کوی چه پدی حالت کی ځما او ځما د کورنی او ټیم ګټه ګټه وه چه هم چور تالان وکړو او هم په ملت خپل ناروا حاکمت ته دوام ورکړو ، قصدآ او اګاهانه می نه په نورو قومونو کی ملی کسان وروزل او هم نه می په پښتنو کی داسی کسان او یا ګروپونه وروزل چه په راتلونکی د وطن په درد ودردیږی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *