په کابل ښار کې د غلاوو، انسان تښتونو، قتلونواو نورو جنايي پېښو ګراف لوړېدو د دغه ښار د اوسېدونکو اندېښنې زياتې کړې دي.

متضررين ادعا کوي، چې په ځينو دغه ډول پېښو کې د امنيتي حوزو يو شمېر پوليس هم ښکېل دي او هم د پوليسو له جامو استفاده کوي.

د جنايي جرمونو اداره وايي، په تېره يوه اونۍ کې يوازې په کابل ښار کې ۴۱ پېښې رامنځته شوې، چې په تړاو يې ۶۶ کسان نيول شوي دي.

په کابل ښار کې د وسله والو غلاوو، تښتونو، وژنو او نورو سمبال شويو جنايي جرمونو د کچې لوړوالي د کابل ښاريانو ژوند په خطر کې اچلی دی.

که څه هم د کابل امنيه قومندانۍ د جنايي جرمونو اداره وايي، دغه کچه راټيټه شوې، خو د دوی د معلوماتو له مخې، په تېره يوه اونۍ کې يوازې په کابل ښار کې۴۱ پېښې رامنځته شوې دي.

په پرله پسې ډول د دوو صرافانو وژل، له يوه خصوصي روغتون نه د ۷۰۰ زره افغانۍ غلا ، په يوه ورځ د ښار له يوې سيمې د موټرو ۱۴ نمبر پلېټونه غلاکول، هغه پېښې دي، چې د ښار په لوديځه څنډه کې رامنځته شوې دي.

ځايي خلک او متضررين وايي، دغه پېښې تر ډېره د شپې په لومړيو کې تر سره شوې دي. دوی ادعا کوي، چې په دغو پېښو کې د ځينو امنيتي حوزو پوليس هم لاس لري او يا هم د پوليسو له جامو پکې استفادې شوې دي. دوی د کابل امنيه قومندان تورنوي، چې د ټاکنو په سياسي بهير کې بوخت دی او د کابل ښار امنيت خوندي کول يې هېر کړي دي.

د وژنو او تښتونو ترڅنګ په کابل کې د موټرو د نمبر پلیټونو غلا هغه جدي مسئله ده، چې اوس په يوه لوی کاربار اوښتې. وروستۍ هغه يې په کابل ښار کې په يوه ورځ د ۱۴ موټرو د نمبر پلېټونو غلا ده، چې ښاريان يې حيران کړل.

ددې پېښې يو متضرر همايون محور ورځپاڼې ته وويل، کله مې چې د موټر نمبر پلېټ غلا شو، غلو خپلې ټلېفو شمېرې راته پرې اېښې وې، چې اړيکه مو ورسره وکړه، سپارښتنه يې وکړه، چې ۱۸زره افغانۍ بايد ايران ته حواله کړم او وروسته د خپل موټر پلېټونه تر لاسه کړم: (( موږ ټولو ۱۴ کسانو سره پيدا کړل، له ۱۵۰۰۰ افغانيو نيولې تر ۲۴ زره افغانيو پورې مو ايران ته حواله کړې، څو مو د موټرو نمبر پلېټونه تر لاسه کړو او د هرموټر د نمبر پلېټ قېمت توپير لرلو. د پيسو تر استولو وروسته مو د خپلو موټرو غلاشوي نمبر پلېټونه د کابل نوي ښار له يوې کوڅې تر لاسه کړل.))

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي امنیت لوی ریاست تېره اونۍ په کابل کې د موټرو د پلېټونو دوه تنه غله له ۴۰ عدده غلا کړو پلېټونو سره یو ځای ونیول.

افغان ملي امنيتي ويلي، چې دغو غلو د پلېټونو تر غلاه وروسته د پيسو په بدل کې ياد پلېټونه بېرته ورکول، چې د ملي امنیت له خوا د کابل ښار په خير خانه مېنه کې ونيول شول. دوی وايي،دوه کسان چې يو يې تاکسي چلوونکی او بل يې تېل پلورونکی و او دواړو غلو له څه مودې راپدیخوا د کابل ښار په مختلفو سيمو کې د شخصي وسایطو څخه په سلګونو عدده نمبر پلیټونه غلا کړي دي. د ملی امنیت ریاست لههغو هېوادوالو غوښتي، چې د وسایطو نمبر پلیټونه یې غلا شوي، چې د خپلو پلیټونو د اخیستلو لپاره د کابل ولایت ملي ا منیت ریاست ته مراجعه وکړي.
له ترهګرۍ پرته نورې امنيتي پېښې په جنايي جرمونو کې راځي، خو د جنايي جرمونو اداره وايي، د تېر په پرتله دغه ګراف اوس ټيټ شوی دی.دغه رياست وايي، په تېره يوه اونۍ کې ۴۱ جنايي پېښې په کابل ښار کې رامنځته شوې، چې په تړاو يې ۶۶ کسان نيول شوي دي: (( په تېره يوه اونۍ کې دوې تښتونې، څلور وژنې، ۱۶ غلاوې، دوې بداخلاقۍ، دوې د ناقانونه وسلو لېږد، ۱۴ جنګي پېښې رامنځته شوې دي.))

د کابل امنيه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر مل پاسوال فريد افضلي وايي، د جنايي پېښو په کچه کې کموالی راغلی او په تېره يوه اونۍ کې ۸۰ سلنه پېښو په تړاو کسان نيول شوي او تثبيت شوي دي. دی وايي، د شخصي روغتون د غلا عاملين معلوم شوي او پلټنې يې روانې دي: (( د صرافانو د وژنې مسئله تر تعقيب لاندې ده، خو هغه سوداګر د تښتوونکو له منګلو ژغورل شوی، چې ۵۲ ورځې يې په قيد کې تېرې کړې. هغه درې ايرانيان او يو افغان هم ونيول شول، چې د صرافانو او هټيوالو نه به يې د يوه ځانګړي مهارت پر بنسټ غلا وې کولې. مجرمين ډېری وخت د ځانونو لپاره جعلي هويتونه جوړوي او يا هم د پوليسو له جامې استفاده کوي، خو پوليس په دې ډول پېښو کې ښکېل نه دي. د موټرو د پلېټونو غله د دې لپاره چې ونه نيول شي، د پيسو د ترلاسه کولو لپاره له بېلاپېلو لارو چارو کار اخلي.))

خو ډېری وخت نيوکې دا وي، چې په جنايي جرمونو تورن کسان تر نيول کېدو وروسته ددې پر ځای چې زندان ته لاړ شي، بېرته خوشي کېږي.شنونکي وايي، ددې ډول کسانو تر شا د مافيايي کړيو او سترو بانډونو لاسونه دي، نو له دې امله پرې د قانون پلي کول له خنډونو سره مخ کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *