اشرف غني احمدزي د بریا په جشن کې یو وار بیا اساسي قانون سره کرښه یاده کړه او د ملي وحدت حکومت یې د وظایفو وېش او تشخیص لپاره وباله.

تحول او تداوم ټیم وایي، د ملي وحدت په حکومت کې له اصلاحات ټیم سره د واک وېش جنجالي موضوع نشي کېدای، ځکه د دواړو انتخاباتي کمپونو ترمنځ یو بل توافق لیک هم شته چې د مقرریو لپاره په تعین شویو معیارونو پکې سلا شوې ده.

((د ملي وحدت حکومت سهامي شرکت نه دی، بلکې د موازي حکومتونو اختتام دی.)) اشرف غني احمدزی

د ډاکتر اشرف غني احمدزي پرونۍ وینا ډېره په کورنیو موضوعاتو راټوله وه او پخپلو خبرو کې یې وویل، چې د ملي وحدت حکومت سره د حذف سیاست، حذف شو.

ښاغلي غني د افغان اقتصاد پیاوړي کولو ژمنه وکړه او ویې ویل، تر هغو چې هر بېځایه شوی او ګډوال افغان ددې خاورې ګډونوال نه وي، افغان ملت بشپړ ندی.

ډاکتر اشرف غني احمدزي پرون د بریا په جشن کې اساسي قانون سره کرښه یاده کړه او د ملي وحدت حکومت تشکیل یې د وظایفو د وېش او تشخیص لپاره وباله.

ښاغلي غني ژمنه وکړه، چې په هرو شپږو میاشتو کې به د اساسي قانون د تطبیق راپور له ولس سره شریکوي.

یو شمېر شنونکي د ملي وحدت حکومت په چوکاټ کې د واک وېش په تړاو له اساسي قانون څخه د دواړو ډلو د بېلابېلو تعبیرونو موضوع ته اشاره کوي، چې د ملي وحدت حکومت د خپلمنځي جنجال بنسټ به وي.

په نوي حکومت کې چې د واک وېش به د هرې سیاسي او سلیقوي موضوع ښه ادرس وي، نو هره ډله به له اساسي قانون څخه خپل تعبیر بیانوي.

خو د تحول او تداوم ټیم غړي کبیر رنجبر له محور ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې د واک په وېش شوی توافق د یو بل توافق لیک په اساس شوی چې د مقرریو په اړه پکې په تعین شویو معیارونو سلا شوې ده او دغه توافق لیک له اساسي قانون څخه دوه ګوني تعبیر ختموي: ((له اساسي قانون څخه څوک غلط تفسیر نشي کولای. د دواړو ډلو ترمنځ د هوکړې په وخت یو دریم ټیم پدې کار کاوه چې د مقابل ټیم غوښتنې د تحول له منشور سره مقایسه کړي.))

وروسته له هغه چې د یکشنبې په ورځ ډاکتر اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ملي وحدت حکومت توافق لیک امضا کړ، شنونکو په راتلونکي حکومت کې د مقرریو پرسر جنجال د ملي وحدت حکومت دوام لپاره جدي ګوښ وباله.

ښاغلي اشرف غني احمدزي پخپله وینا کې وویل، پراخ اصلاحات چې د عبدالله عبدالله شعار دی او تحول او تداوم زموږ شعار دی، دواړه به د راتلونکي حکومت دنده وي.

اشرف غني وړاندې پخپلو خبرو کې د ملي وحدت پرېکړه د افغانستان د ثبات لپاره وبلله، سوله، ثبات او ارامي یې د خپل حکومت په لومړیتوبونو کې یاد کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *