شنونکي وايي، له چين سره د نوي افغان حکومت نېږدې کېدل، تر يوه بريده له امريکا سره پر اړيکو اغېز کولای شي، خو ولسمشر غني بايد له ځواكمنو هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو تعادل وساتي.

لسمشر غني له چین سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې د همکاریو څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړي. چيني چارواکو د اسيا زړه هېوادونو په غونډه کې ژمنه کړې، چې حکومت به يې په افغانستان کې د سوله ییزې بیارغونې یوازې لفظي ملاتړی نه، بلکي عملي ګامونه به اوچتوي، تر څو افغانستان په خپلواکه توګه پر ځان د بساينې وړتيا ومومي.

د شنونکو په باور، چين په سيمه کې له پراخ نفوذ برخمن دی او کولای شي پر پاکستان فشار راوړي، چې په افغانستان کې د سولې له بهير سره مرسته وکړي.

د اسيا زړه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې چیني چارواکو ويلي، حکومت يې په افغانستان کې د سوله ییزې بیارغونې لپاره یوازې لفظي ملاتړی نه دی، بلکه عملي ګامونه به اوچتوي، چې افغانستان په خپلواک ډول د ځان د پرمختګ ظرفیت پيدا کړي.

د دغه هېواد چارواکو چمتوالی ښودلی، چې له نړیوالې ټولنې سره اوږه په اوږه په افغانستان کې د سولې ټینګښت او اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

افغان ولسمشر غني په خپل لومړي رسمي سفر کې د چين له لومړي وزير سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې د همکاریو څلور هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي دي.

د چین لومړي وزير ویلي، هېواد یې د افغانستان زیر بناء جوړولو ته لیواله دی او غواړي، چې په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ، لویو لارو، د اوبو سرچینو په خوندي ساتلو او د برېښنا په تولید کې پانګونه وکړي.

چيني چارواکو له افغان حکومت سره تر ۲۰۱۷ کال پورې د ۳۲۷ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه هم کړې، چې د روان زیږدیز کال تر پایه به ۵۰۰ میلیونو یوان ورکړي. چين په راتلونکو پنځو کلونو کې افغانستان ته ۵۰۰ تحصیلي بورسونه ورکوي او په راتلونکو پینځو کلونو کې به ۳۰۰۰ افغانان په مسلکي برخو کې وروزي.

افغانستان او چین په بېلابېلو برخو په تېره اقتصادي برخو کې پراخې اړیکي لري. دغه هېواد د افغانستان د مسو په تر ټولو لوی کان عینک کې پانګونه کړې او په شمال کې د نفتو په استخراج او د لویو لارو په جوړولو کې هم لویې پانګونې کړي دي.

د چين بيجينګ ښار کې د اسيا زړه هېوادونو ( استانبول بهير) د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ولسمشر غني له وسله والو طالبانو غوښتي، چې بين الافغاني خبرو کې ګډون وکړي. ده له نړيوالې ټولنې هم غوښتي، چې ددې بهير ملاتړي و اوسیږي.

ولسمشر غني ويلي، له نړيوالې ټولنې خيرات نه غواړي، بلکې وايي، له دوى غواړي، چې له افغانانو سره د خپل هېواد جوړولو د هڅو ملاتړ وکړي. نوموړي خپلو خبرو کې زياتوي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د کوم بل هېواد خلاف د افغانستان خاوره وکار وي او د افغانستان له ګاونډيانو يې غوښتي، چې افغانستان کې د سولې او ټيکاو رامنځته کېدو کې صادقانه مرستې وکړي.

بلخوا امریکا په افغانستان کې د چین د مخ پر زياتېدونکي رول هرکلی کړی او ویلي یې دي، دا چې په چین کې د افغانستان په اړه غونډه شوې، دا څرګندوي، چې چین له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دې هېواد ته ژمن دی. امريکا يي چارواکو ټینګار کړی، چې که چین له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد مرسته وکړي، نو دا به ډېر ارزښت ولري.

شنونکي وايي، له چين سره د افغانستان اړيکو جوړېدل، له څو اړخونو ګټور پرېوتلای شي. دوی وايي، چين يو نړيوال اقتصادي هېواد دی، په افغانستان کې د اقتصاد په برخه کې مهم رول لوبولی شي او دا د افغانستان په پښو درولو کې مثبت اغېز کولای شي.

د کابل پوهنتون استاد او د نړيوالو چارو شنونکی نجيب محمود وايي، دې سفر ډېرې لاسته راوړنې لرلې، خو مهمه داده، چې له لوديځ سره هم په خپلو اړيکو کې يو انډول وساتل شي او دا په افغان ولسمشر پورې اړه لري، چې څه ډول توازون ساتي.

ښاغلی محمود زياتوي، چين په سيمه کې له پراخه نفوذ برخمن دی، کولای شي، په مټ يې پر پاکستان فشار راوړي، چې په افغانستان کې د سولې له راوستو سره مرسته وکړي.

چين ته د ولسمشر غني له سفر سره سم نړيوال بانک راپور خپور کړ، چې افغانستان پکې د پانګونې لپاره يو نامناسب هېواد بلل شوی دی.

خو شنونکي وايي، کېدای شي، دا هم يو زيګنال وي، چې نړيوالو وغوښتل په مټ يې چيني پانګوال ووېروي او پر افغانستان فشار راوړي، چې ډېر چين ته نېږدې نشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *