وروستي تر لاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې پاکستاني پوځ د خپلو استخباراتو په مرسته د ډيورنډ دې غاړې ته د طالبانو په نامه پټ عمليات پيل کړي دي. حتی داسې راپورونه هم شته، چې دوی پکې ځانګړې وسلې کارولې او د عيني شاهدانو په خبره چې له الوتکو نه هم پکې استفاده شوې ده.
په پېښور کې په پوځي ښوونځي له مرموز بريد وروسته پاکستان وايي، دا د سپټمبر د يولسمې په څېر پېښه ده، چې حالاتو ته به تغيير ورکړي، ددې معنا دا ده، چې امريکا او پاکستان غواړي، په سيمه کې يوه نوې تګلاره پلې کړي او په طالبانو پسې د عملياتو پيلولو په پلمه له پاکستان څخه طالبان منځنۍ اسيا ته وکيشوي.
په ورته وخت کې د پاکستان ايالتي وزير خټک ويلي، چې افغان کډوال دې د يوې مياشتې په دننه کې له پاکستان څخه ووځي، دا ځکه چې وروستی بريد په افغانستان کې طرحه شوی و. دا د ډيورنډ دواړو غاړو ته د پښتنو ترمنځ د يو واضح ټکر نښې ورکوي، چې پاکستان د همداسې لوبې لپاره زمينه سازي کوله، ترڅو د ډيورنډ اغاړې پښتانه د ډورنډ ګټلو په پلمه له دې غاړې سره مقابلې ته ودروي.
په پېښور کې په پوځي ښوونځي له مرموز بريد وروسته د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز ويلي وو، دا د سپټمبر د يولسمې په څېر پېښه ده، چې حالاتو ته به تغيير ورکړي. د سرتاج عزيز دا خبره دوې معناوې لرلای شي، بده معنا يې دا ده، چې امريکا او پاکستان غواړي، په سيمه کې يوه نوې تګلاره پلې کړي او په طالبانو پسې د عملياتو پيلولو په پلمه له پاکستان څخه طالبان منځنۍ اسيا ته وکيشوي، چې دا ډول عمليات په وزیرستانونو کې پخوا هم شوي وو. د پام وړ اړخ يې دا دی، چې کېدای شي پاکستان د طالبانو پر سر له نړۍ سره کومه بله معامله کړې وي او غواړي په دې ډول واضح کړي، چې طالبان نور دوی ته هم ګټور نه دي، خو دا احتمال کم دی.
په پوځي ښوونځي تر بريد وروسته په پاکستانيو استخباراتو د هغه ملک د خلکو شکونه په يقين بدل شوي دي. هغوی فکر کوي، چې ترهګر يې ساتل او اوس ترهګرو بېرته په پاکستان مخ را اړولی دی، نو د عامه ذهنيت د بدلولو لپاره پاکستان د لومړي ځل لپاره دوه طالب زندانيان په فيصل اباد کې عدام کړل.
د چارو شنونکی مياګل وثيق وايي، پاکستان هروخت دوه مخې لوبه کړې او ان نړۍ ته يې بازي ورکړې ده. دی وايي، کېدای شي، پاکستان په خپل دې کار سره يوځل بيا د نړۍ د مرستو يه غوښنه برخه ورخپله کړي، خو هېڅ کله هغه طالبان نه په نښه کوي، چې ګټو ته يې زيان نه اړوي.
ددې تر څنګ پاکستان غواړي، چې د هغو طالبانو پرضد چې د پاکستان مخالف دي، کوټلي عمليات پيل کړي او په دې طالبانو کې کېدای شي، داسې هم وي، چې د هندوستان له خوا حمايه کېږي، اما په دې طالبانو کې په واضح ډول داسې طالبان هم شته، چې پاکستان د خپل مخالفت لپاره په خپله صحنې ته را ايستلي او ظاهراً داسې ښيي، چې دا طالبان پاکستان پرضد ولاړ دي.
خو داسې احتمال ډېر کم دی، چې د پاکستان له کنټرول وتي طالبان دې هم وجود ولري، چې پاکستاني اهداف په نښه کړي. هر هغه طالبان چې پاکستاني اهداف يې په نښه کړي، په شکل د اشکالو پاکستان پکې دخيل دی.
وروستي تر لاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې پاکستاني پوځ د خپلو استخباراتو په مرسته د ډيورنډ دې غاړې ته د طالبانو په نامه پټ عمليات پيل کړي دي. حتی داسې راپورونه هم شته، چې دوی پکې ځانګړې وسلې کارولې او د عيني شاهدانو په خبره چې له الوتکو نه هم پکې استفاده شوې ده.
دغه بريدونه د کونړ ولايت په خواوشا کې چې همدا اوس پکې د ولسي وګړو او پاکستاني طالبانو تر منځ جګړه ده، تر سره شوي دي.
د چارو شنونکي وايي، پاکستان په هېڅ ډول حق نلري، چې په افغانستان کې عمليات وکړي، بلکې پکار ده، چې په پاکستان کې په طالبانو پسې ريښتيني عمليات وکړي، ځکه چې طالبان په پاکستان کې روزل کېږي او بيا افغانستان ته هم را استول کېږي.
د چارو شنونکی فاروق مېړنی وايي، پاکستان د خپل ولس د ارامولو او د هغوی د ذهنونو د اغوا کولو لپاره هم ځينې څرګندونې او کارونه کوي او هڅې يې دا دي، چې نړۍ ته وښيي، دوی د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دي.
په افغانستان کې څارونکي د کډوالو په اړه د پاکستان د قاطع نظر پلويان دي. هغوی غواړي دغه کډوال افغانستان ته را واستول شي، ځکه کډوال په هېڅ صورت په پاکستان کې ښه ژوند نلري او هغه چارې چې دوی ته دې ژوند لپاره برابرې شوې دي، هغه به تر پاکستان په مراتبو په افغانستان کې ښې وي.
اما د تشويش وړ خبره دا ده، چې د پاکستان ايالتي حکومت د لومړي ځل لپاره په افغانستان داسې يو تور لګوي، چې بريدونه د افغانستان له خوا پر پاکستان تنظيم شوي و او همدا رنګه د اندېښنې وړ ټکی دا دی، چې په پاکستان کې دغه بريد د پښتنو پرضد د ډيورنډ اخوا پښتنو د راپارولو لپاره يوه انګېزه وه، داسې جعلی انګېزه، چې واقعاً يې دواړو خواوو ته د پښتنو په ذهنيت کې د يوبل په اړه سوالونه راټوکولي دي.