د سل زره افغان هندوانو او سکانو له ډلې اوس يوازې ۴۰۰۰ يې پاتې دي، د ۹۶ زره سکانو او هندوانو د کوچېدلو لامل د هغوی د ځمکو غصب، د سر وېره او اجباراً له سياسي دايرې اېستل په ګوته کېږي.

افغان هندوان او سکان ادعا کوي، چې د دوی سلګونه ميليونه ډالره پانګونه اوس یوناني طبابت او ټوکرانو ته را محدوده شوې ده.

افغان هندوانو او سکانو شکايت کړی، چې په قومي بنسټ په سياسي مشارکت کې بيا هم ولسمشر کرزي له وزارته تر ماموريته دوی له پامه غورځولي دي.

په کندهار، کابل، خوست او پروان کې د افغان سکانو او هندوانو کرنیزې ځمکې، کورونه، شمشان ( د مړو سوځولو ځای) او هټۍ د زورواکو له خوا غصب شوې دي. دوی وايي، ۹۶ زره ملګري یې له دې امله له افغانستانه وتلي، چې ګڼې ستونزې ورته متوجه وې.

دوی له حکومته ګیله من دي، چې په ولسي جرګه کې حق ندی ورکړل شوی او د ولسمشر په وروستۍ پرېکړه کې هم د دوی استازی د ټاکنو کمېسیون له کمېشنرۍ واېستل شو.

د اهل هنودو استازی کېشن سېنګ محور ته وويل، که څه هم ولسمشر کرزی هرڅه په قومي اساس کوي، خو افغان سکان او هندوان يې له ياده وتلي دي.
د هندوانو او سکانو د مرکزي شورا غړي وايي، د ټاکنو قانون په مسوده کې د هندوانو اوسکانو لپاره په ولسي جرګه کې یوه څوکۍ په پام کې نیول شوې وه، خو ملي شورا دغه ماده د ټاکنو له قانون حذف کړه او دوی يې له دې روا حق بې برخې کړل :((که چېرې څوکۍ موږ ته ځانګړې نشي، نو په ټولیزه توګه به کوم بل هېواد کې پناه وغواړو.))

په مشرانو جرګه کې د هندوانو او سکانو استازې ډاکتره انارکلي هنريار له محور سره په خبرو کې وويل، که څه هم د قانون له مخې ولسي جرګې ته يو کانديد بايد سل زره رایې تر لاسه کړي، خو د افغان هندوانو او سکانو شمېر کم دی :((موږ ددې لپاره په دې څوکۍ ټينګار کوو، څو له هېواده وتلي اهل هنود کډوال بېرته راوګرځو، دوی ډاډه شي، چې نور به یې د ستونزو حل کېدو ته یوه منبع پیدا شي.))

د آغلې هنريار په وینا، تر جګړو وړاندې په افغانستان کې سل زره هندوان او سکان اوسېدل، خو په درې کلنو جګړو سربېره، د ځمکو غصب او په سیاسي دایره کې د مور میرې چلند ۹۶ زره ګسان کوچېدو ته اړ کړل.

د هغې په وینا، په پاتې ۴۰۰۰ کې هم ډېره برخه یې سکان جوړوي، چې په کابل، کندهار، جلال آباد، هلمند، پروان او هرات کې اوسېږي.  د هندوانو او سکانو استازي وايي، ټولې پانګونې یې اوس طبابت او ټوکر جوړلو ته محدودې شوې دي.

خو د سکانو یو بل استازی کېشن سېنګ وایي، د پخوا په پرتله یې اوس ستونزې اوارې شوې دي :(( د ولسمشر د حکم له مخې د شمشان يا د مړو سوځولو د ځای تر څنګ په کابل کې مېشتو اهل هنودو ته ۱۴۲ نمرې د کورونو لپاره ورکړل شوې او تر څنګ يې د پوهنې وزارت دوه ځانګړي ښوونځي په کابل او جلال آباد کې موږ ته جوړ کړي دي. ))

د دوی مشران ګیله کوي، چې که څه هم دوی افغانان دي، خو د افغان په سترګه ورته نه کتل کېږي.
د کابل په شور بازار کې د اهل هنود په درمسال کې يوه مذهبي مشر، چې د نوم له خپرولو يې ډډه کوله، محور ته وويل، تر ټولو جدي ستونزه ټولنيزې هغه دي، چې د خلکو له لوري زموږ له ماشومانو او ان لويانو سره تبعيضي چلند کېږي.

دی وايي، په افغانستان کې مو د حج او اوقاف وزارت له چارواکو سره خبرې کړې، چې د عامه پوهاوي په موخه د جوماتونو ملا امامانو ته دنده وسپاري، څو پدې تړاو تبليغ وکړي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *